غمونه او انديښنې
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (چاچې خپلې ټولې انديښنې يوه انديښه کړه، الله تعالی به يې د دنيا له ا نديښنو خلاص کړي ، او چا سره چې انديښنې زياتې شوې، الله تعالی يې بيا پروا نه ساتي، چې په هره کنده کې هلاک شي.)
د پيغمبر عليه السلام دغه لارښوونه انسان ته ډاډ او اطمينان وربخښي او له زړه نه يې د طمعې هغه مکروب وباسي چې ورسره انسان شپه او ورځ دنيا پسې منډې وهي او لاسونه ورته مروړي. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( د چا چې انديښنه د آخرت وه، الله تعالی به يې په زړه کې غنامندي واچوي، او چارې به ورته راټولې کړي، او دنيا به ورته ذليله راشي، او د چا انديښنه چې د دنيا شوه، الله تعالی به يې په سترګو کې فقر او نيستي واچوي، چارې به ورته خورې ورې کړي او دنيا به هومره ترلاسه کړي چې الله تعالی ورته مقدره کړې ده.) په بل ځای کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (د دنيا له غمونو د خپل توان تر حده ځان فارغه کړې، او د چا چې تر ټولو ستره انديښنه د د نيا انديښنه وي، الله تعالی به يې چارې خورې ورې کړي،او سترګې به يې نيستمنې کړي، او د چا چې تر ټولو ستره انديښنه د آخرت انديښنه وي، الله تعالی به يې زړه غني کړي، او که يو بنده الله تعالی ته خپل زړه ورنږدې کړي، الله تعالی به ورته د بندګانو زړونه راټول کړي، چې مينه او محبت ورسره وکړي او الله تعالی به ورته تل په ډيره بيړه خير وررسوي. )
په بل ځای کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( ای خلکو! بډاينه دا نه ده چې د انسان مال زيات وي، بډايي خو د نفس بډايي ده او الله تعالی خو انسان ته هومره رزق ورکوي چې ورته مقرر کړی يې وي، نو په ښه توګه يې له الله تعالی وغواړې، حلال واخلې او حرام پريږدې.) په دې حديث کې چې له الله تعالی نه د ښې غوښتنې خبره شوې ده، مطلب يې دا نه دی چې انسان ځای پر ځای کښيني او له الله تعالی يې وغواړي، مقصد يې دا دی چې په ډيره ښه توګه حلال مال ترلاسه کړې او له حرامو نه کرکه ولرې.
که چيرې دا دنيا ټوله د يو انسان شي، بيا هم له يوه کټ نه پر دوهم نشي سملاستی ، او له درې وخته زيات خوراک نشي کولی، نو بيا د ده او د هغه کارګر تر منځ څه توپير پاتې شو چې شپه او ورځ کار کوي، هوکې فرق به يې ضرور دا وي چې دغه خواريکښ انسان به د بډا انسان په پرتله ډير ښه او ژور خوب کوي او له خوراکه به ښه خوند اخلي.
د دنيا حق پر مونږ دا دی چې کار په کې وکړو او خپلې اړتياوې ترې ترلاسه کړو، خو که چيرې دنيا راته هدف وګرځي، دا نو بيا ستر حماقت دی.