غله ولې ډېریږي؟! | طنز
معاش یې واخیست، ښاري بس کې سپور او د کور پر لور روان شو، بس کې ګڼه ګوڼه بېخې زیاته وه، په همدې ازدحام کې یې جیب وهونکی جیب ته برابر شو او ټول معاش یې ورنه وواهه، د بس کرایه ټولوونکي چې د کرایې ورته وویل، ده جیب ته لاس کړ، خو په تش جیب یې لاس ولګیده. د ډار او خپګان له امله یې خوله وازه او ستونی ونښت.
د بس کرایه غوښتونکي کرایه ورنه وغوښتله، ده عاجز ژېړه خوله ورته ونیوله او ژبه یې بنده شوه، هغه په پوزخند ورته وویل: سړیه! شرم دی، ستا ځواني او شیک حالت ته ګوره، خو جیب کې دې د بس کرایه نشته! کوم غله چې د ده جیب وهلی و هغه هم هلته څنګ ته ولاړ و، زړه کې یې د غیرت! څپه راپورته سوه، د بس کرایه ټولوونکي ته یې وویل: د استاد کرایه زه درکوم، بېغمه اوسه.
کرایه ټولوونکی موسکی شو، ده او استاد دواړو یو ځای غله ته دعاګانې پیل کړې: الله دې برکتي کړه، الله دې ستا په شان غیرتي! ځوانان زیات کړي. له دوی دواړو سره غبرګ نورو سپرلۍ و هم غله ته دعاګانې او د غله ستاینې پیل کړې، د هغه غیرت او شهامت او د هغه لوړ اخلاق یې وستایل، د ټولو په خولو دا دعا زیاته وه چې “الله دې برکتي کړه، الله دې ستا په شان غیرتي! ځوانان زیات کړي”
د دې مظلومانو دعاګانې لکه چې قبولې شوې، له همدې ورځې غله مخ پر زیاتیدا شول، ان تر دې چې لوړو رتبو او غوړو دندو ته پورته شول، په لوړو چوکۍو کې هم چې د بس د غله په څېر مرسته! له چا سره وکړي؛ نو خلک د دعا لپې ورته پورته کړي او له یوه بل لورې ستاینې او مننې ورروانې شي. خو موږ هغه شلیدلي او لوټل شوي جیبونه، بدمرغه ولس یو، چې په خرپ غلاګانې رانه کیږي خو موږ لا هم خپلو لوټمارانو ته دعاګانې کوو.
“الله مو دې له غلو خلاص کړي”