غزل

په  دومره غم او په  خفګان  نه ارزي

ژوند بیخي لنډ دی په ګیریان نه ارزي

هغه پریږده په نن کې ژوند وکړه ته

تېر شوی وخت دی په ارمان نه ارزي

له  حیوان بتر  دي   انسانان  دلته

ویل  انسان ته  په  انسان نه  ارزي

په غیرتي سړي خپل سر قربان کړه

خو  بې  غیرته  په  تاون نه  ارزي

وې چې ځواب غواړئ ځواب مې واورئ

شهاب غریب  دی  په جانان نه  ارزي

غزل: مصطفی شهاب

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب