غزل
بينا سترګې )افسانه(
ژوند څۀ دے په دې چې سوچ کووم نو کله کله ماته د عزيز لالا غزل ښکاري چې رواني لري خواږۀ او سادګي لري او کله کله راته د اباسين صېب د احتجاج نظم غوندې دومره مشکل چې ساه ډوبي راته محسوس شي ځان راته ډېر بې وسه او مجبور لګي…ځکه چې عمل ګران دے…
ملامته چاته نه شو …لويه خدايه پښتانۀ يو…
مونږ په پوره سپوره نه يو …خو په مينه چې ماړۀ يو…
څومره سادګي ده رواني ده په دے شعرونو کښې خو بل خوا،
تاسو احتجاج وکړو کنه… تاسو کښې پښتو چرته ايمان چرته دے…
او خبره ټوله ټالا هم په دے ځاے ودرېږي…پښتو وګټم که ايمان ؟
په قام ننګ وکړم که په وطن…که په جانان؟؟؟
ګاډے د نواز شريف په جوړه کړې موټروے په لس د پاسه په سل رفتار د اسلام اباد نه د پېښور په لور روان دے…ايمل خان په ونډو پېن کښې لرې پاتې کېدونکي منظرونو ته ګوري…لوګري لګيا دي لوونه کوي څوک ترېشرې کوي او څوک خپل ترېشر شوي غنم او بوسان سنبالوي… او ګاډي کښې ايمل خان د ژوند، ځان او الهام ګل په حقله پته نه لګي نور څۀ څۀ سوچونه کوي… او چې کله ګاډے د صوابۍ انټر چينج نه په څو کلو ميټره کښې پروت د وزارت ثقافت جوړ کړي پارک نه راتېريدو نو زړۀ کښې ئې يو بل شان د نوي خوږلت احساس وشو…او ذهن ئې ماضي طرف ته لاړو…هم داسې يوه ورځ چې هغۀ او د هغۀ د يونيورسټۍ نورملګري د يوې مطالعاتې دورې په غرض اسلام اباد ته روان وو او هم دلته ئې لږه دمه کړي وه او هم ددې ځاے لږې دمې ورله د ژوند ډېر څۀ بدل کړي وو او هم ددې ځاے نه ورته دغه سفر ډېر خوږ شوې وو. اول چې څنګه په ډېره وېزارۍ د ملګرو په خاطر روان شوے ؤ اوس ورته دا احساس وشو چې واقعي که نه ووم راغلے نو ډېره لويه غلطي به مې کړي وه…خېر هغۀ ته هغه هر څۀ ورياد شو. هغه اولنے ناساپه ملاقات چې کله الهام ګل سره د نورو ملګرو د بس نه راکوزه شوه او سر ته ئې اووئيل چې مونږ ځانله کولډ ډرنکس راخلو خو ماتې پيسې نشته د سټور والا سره…څومره سادګي څومره راکښون او ايټيکېټس وو…او ښکلا …نور علي نور…
چې بس ته واپس راوختلو او ډرائيور څنګه ګاډے روان کړو نو ګلاب جان خپل موبائيل کلينډر کاکا له ورکړو او هغه چې څنګه کنيکټ کړو نو دغې سندرې سره ايمل نور هم د خپل داخل او خارج په رالړزېدلې رنګونو کښې لکه د مست لېوني خيال د خود نه اووتلو…ميرے بھولے صنم…تيري سر کي قسم …جانے کيا سوچ کر…مر مٹے تجھ پہ ہم…اب نہ دل کي خبر ہے نہ اپنا پتہ…چل پڑا پيار کا ايک حسيں سلسلہ…
يو سندره بل خوا د ايمل کيفيت او لرې پټو.کښې لګيا زميداران…
هر څۀ دومره زر زر وشو چې په ليک ويو پارک کښې د کشتۍ نه د راکوزېدو پورې دواړو د يو بل سره د يو کېدو قسم خوړلے ؤ… بس خو څوک نه وو خبر او چې ماسخوتن د يو بل نه رخصتېدو نو صرف رسمي رخصت …
ايمل ډېر محنت وکړو او خداے د لويې ورځ خاوند کړو او چې کله ئې د الهام ګل لاس غوښتلو له مور او پلار سره خور او مشره ترور لاړل نو دلته په ده ميږي لګيا شو او دغه ميږي تر هغې وو چې هغوي واپس شوې نه وو…
ټول ښۀ مطمئين وو خو چا د چا سره هيڅ قسمه بحث يا خبره اتره نه کوله… آخر ايمل خپله خور راونيوله او کېنوله ئې چې ماته حال اوويه څۀ چل دے څۀ وشو…؟
په دے پرې ترور راغله او ورته ئې اووئيل زويه! فېصلې مشران کوي او هم مشران به ستاسو فېصله کوي مونږ خپله خبره هغوي ته ورسوله…تۀ بس مطمئين وسه خو يوه خبره ياد ساته چې خوبونه ليدل ښۀ وي خو د ډېرو خونو تعبير ډېر ښۀ نه وي…
او هم هغسې وشوه خانداني توپير … هلک د سوات او جينۍ د ډېره اسماعيل خان… د دواړو خاندانونو د لهجې نه واخله تر رسمونو رواجونو پورې توپير… د رويو او سماجي ژوند توپير…د معاشرتي او نفسياتي ژوند توپير…او هم دغه هر څۀ ايمل او الهام ګل د يو بل نه جدا کړي وو … هغه چې کله هم دغه توپير ته ګوري نو زړۀ ئې قرار مومي لږ په اطمينان شي چې واقعي ژوند يواځې دا نه دے چې د سترګو په اشارو او د يو بل په نزديکت تېر شي لکه د عزيز لالا د غزل بلکې ژوند په حقيقت کښې د اباسين صېب احتجاج نظم دے چې هم رښتونے دے او هم د خپلو خوږو سره بلها تراخۀ لري…
ګاډے اډې ته ورسېدو چرته چې ايمل ته خپل ډرائيور په انتظار ؤ او چې هغه څنګه ګاډي ته ختلو نو د ډي آئي خان نه رارسېدلي بس نه الهام ګل د خپلو دوو ماشومانو سره راکوزيده چې د ايمل سره يې سترګې ولګېدلې نو په تهري پيس سوټ کښې ولاړ خاوند ته يې په اشاره څۀ اوويل او راغلل…هم په هغه ښکلي انداز يې ورته اوويل…ايکسکيوز مي! تاسو ايمل خان د سوات … هم هغه جينۍ چې پينځه کاله وړاندې څنګه وه هم هغسې وه خو…سترګو کښې ئې بلها بلها سوالونه لرل د کومونو سوالونو ځواب چې د هيچا سره نه وو ځکه چې د خاورې وينې علاقې او خاندان توپيرونه که څۀ هم مونږ ته لږ ډېر ژوند ګران کړے خو بيا هم دا حقيقت دے چې زمونږ پښتو ګټل وي که ايمان او که جانان په يو وخت يو کېږي…
زرياب يوسفزے