علم حديث په اړه ځینو اصطلاحاتو تعریغونه | حدیث پوهنه
حديث تعریف:
حديث په لغت کې نوې يا خبرته وايي او په اصطلاح کې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم وينا ،کردار،تقرير او صفت څخه عبارت دی .
تقرير محدثين داسې تعريفوي :
چې يو صحابي يو عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې انجام کړی وي هغوی صلی الله عليه وسلم د هغه له وينا او عمل څخه منع نه کوي کړې بلکي چپتيا او سکوت يې اختيارکړی وي .
ځنې مهم او ضروري تعريفونه :
مخکې له دې چې علم حديث پيل کړو څو مهمو او ضروري تعريفاتو ته اشاره کوم چې په لاندې ډول دي :
الخبر:
په لغت کې راپور ته وايي او په اصطلاح کې د جمهورو محدثينو په نزد خبر د حديث مترادف لغت دی چې مفهوم يې يو دی .
الاثر:
په لغت کې پاتې شوني ته وايي او په اصطلاح کې اثر هم د حديث مترادف دی مګر د ځنو په نزد اثر د حديث نه جلا مفهوم لري يعنی اثر هغه دی کوم چې صحابه يا تابعينو ته منسوب وي .
الاسناد :
اسناد د راويانو هغه سلسله ده چې متن ته رسيدونکي وي يا د سند په ذريعه يو حديث خپل ويونکي ته د رسولو څخه عبارت دی .
المتن :
د روايت شوي حديث اصلي مقصد او خبرې ته متن وايي يعنې کله چې سند سر ته ورسيږي او مقصود خبره شروع شي همدا متن بلل کيږي .
المسند :
په لغت کې چا ته منسوب کول او په اصطلاح کې هغه حديث دی چې سند يې د اول څخه تر آخره پورې ذکر شوی وي او کله د هغه اطلاق په داسې کتاب سره هم کيږي چې په هغه کې يوازې د يو صحابي روايتونه جمع کړ شي مسند بلل کيږي .
راوي :
هغه کس ته وايي چې په سند سره يې حديث روايت کړی وي .
المحدث :
د حديثو عالم ته وايي کوم چې احاديثو روايت کوي او هم ورباندې پوهه لري .
الحافظ :
حافظ هم د محدث مترادف مفهوم لري مګر د ځنو په نزد حافظ هغه چا ته ويل کيږي چې ۱۰۰۰ زرو احاديثو په احوالو لکه روايت ،جرح او تعديل او نورو عالم وي .
الحاکم :
هغه څوک دی چې د ټولو احاديثو په اړه معلومات ولري مګر لږ څه ورته نا معلوم وي .
علم حديث په دوه ډوله دی :
علم حديث باعتبار درايت او علم حديث باعتبار روايت.
۱- علم حديث باعتبار درايت : هغه علم دی چې د حديث د متن او سند له احوالو او څرنګوالي د قبول او رد په لحاظ سره بحث کوي .
۲- علم حديث باعتبار روايت : هغه علم دی چې د هغه په وسيله د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال ،افعال ،تقريرات او صفات پيږندل کيږي .