ضیایی ترکیب (photosyntheses)

د نباتاتو فزیالوژیکی عملیه ده ، د لمر د وړانګو تر اغیز لاندی د نباتاتو په پاڼو کې د شین رنګې مادی (chlorophyll) په شتون کې له ریښو نه د راغلو اوبو او د پاڼې د سوریو (stomata) نه د داخل شوی کاربن دای اوکساید د یو ځای کیدو په پایله کې دا عملیه صورت نیسی او قندی مواد (sacarides) لکه ګلوکوز او نور تولیدوی .

13bd601845ad6eb76fc6dced662716c0

تولید شوی شیره د پاڼی نه د انتقالی نسجونو فلویم په وسیله د نبات بیلا بیلو برخو ته لیږدول کیږې او د نبات د اړتیا وړ انرژی ، ودی او پایښت په موخه په مصرف رسیږې.
په دغه تعامل کې د چاپیریال خرابه هوا کاربن دای اکساید جذبیږې او یوه انداز پاکه هوا اوکسیجن چاپیریال ته اضافه کیږې نو په دغه اساس دا عملیه د چاپیریال د صفایی سبب هم کیږې .
همدا علت دی چې د نباتی پوښښ لرونکې سیمی له نورو سیمو ښکلې هوا لرې.
په درناوی
محمد جاوید بصیری

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب