صلاح الدین ایوبي رح د ارناط سره غزوة

تاریخ لیکي: صلاح الدین ایوبي ته خبر ورسېد، چې د “کرک” واکمن “ارناط” فرنګي د حاجیانو د تګ موخه ډب کړې؛ د هغوی پتمنې یې بې پته کړې او وژلې؛ د هغوی د معصومو او نازکو ماشومانو سرونه یې غوڅ کړي، تر ټولو بده یې لا دا، چې هغوی ته یې د وژنې پر مهال دا خبر په ډېر کبر او غرور سره کاوه:

«قولوا لمحمدكم أن يدافع عنكم!»

ژباړه: اوس مو “محمد” را وبلۍ چې له مرګ نه مو وژغوري!

له مسلمانانو نه یو وګړی په تېښته بریالی شو، یاد خبر یې د وخت د مسلمانانو واکمن نوموتي اتل (صلاح الدین ایوبي) ته را ورساوه.

هغه – رحمه الله – په یاده مجرا (کیسه) زښت ودردېد؛ وځورېد او دمعتکف په څېر یواځې په یوه کوټه کې کېناست، له خلکو او د کورنۍ له غړو سره یې اړیکه وشلوله، یواځې ستر څښتن (جل جلاله) ته زړېده؛ د رڼو اوښکو په باران یې دا دعا بدرګه کوله:

«يا رب هل تسمح لي أن أنوب عن رسولك محمد صل الله عليه وسلم في دفاع عن أمته»

ژباړه: اې زما ربّه! ته راته اسانه کوې/ ته مې ملتیا کوې، چې زه ستا د نازولي حبیب (محمد رسول الله) نائب جوړ شم او دهغه له امت نه دفاع وکړم؟!

دوه شپې یې په همدې توګه رڼې کړې، د کفارو له لوري و نبوي څېرې ته سپکاوي، پر مسلمه امت د هغوی ظلم او وحشت کړاوه!

لښکر یې را وباله؛ په دردمنه او زړه را ښکونکې لهجه یې دا خطبه ورته واوروله:

اې محمدي لښکره! “ارناط” د “کرک” واکمن، پر مسلمانانو د ظلم او وحشت طوفان را ویستی؛ د الهي بیتې پر لور روان د حاجیانو کاروان یې لوټ کړی؛ پتمنې یې بې پته کړې؛ وژلې او د معصومو ماشومانو پاکه وینه یې بې درېغه بهولې؛ په داسې حال کې، چې د یاد واکمن پر ژبه یاده هیښونکې او پاروونکې وینا (محمد مو را وبلۍ چې و مو ژغوري) جاري وه!

زما خپل روح او خپله ساه له محمد (صلی الله علیه وسلم) نه ځار ده، ځه د هغه مبارک نائب یم او د هغه مبارک له امت نه – په هره بیه چې وي – دفاع کوم، څوک زما په دې سرښندونکي سفر کې ملتیا کوي؟ هر څوک که په دې فدا کاره سفر کې زما ملتیا کوي هغه دي په ما پسې شي!

ټول لښکر په دې مقوله (وینا) سیمه ولړزوله:

كلنا فداء لرسول الله

موږ واړه له رسول الله نه ځار یو…

کله چې د “حطین” غزوه د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېده، فرنګیان ځیني مړه، ځیني په تېښته او ځیني اسیر کړل شول، د اسیرانو (بندیانو) په کتار کې یاد ظالم (ارناط) هم شتون لاره!

یاد اتل هغه ور وباله او ورته کړه یې: هغه ته وواېه، چې د مسلمانو حاجیانو د وژنې پر مهال دي دا وینا په خوله وه: اوس مو محمد را وبلئ چې ومو ژغوري؟!

ارناط ورته کړه: هو کې.

یاد اتل ور غبرګه کړه: زه هغه عاجز بنده یم کوم چې مې ګورې؛ همدا اوس د محمد (صلی الله علیه وسلم) له امت نه دفاع کوم. سمدلاسه ور وخوځېد؛ د یاد ظالم (ارناط) مرۍ یې غوڅه کړه، په همدې اساس یې خپله وعده – د هغه جل جلاله په مرسته – رښتینې کړه.

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب