د تسبیح لمونځ څه ته وايي؟ د صلاة التسبیح بیان
صلاة التسبیح:
دا ډېر مبارک لمونځ دی ، عبد الله بن عباس رضي الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم عباس رضي الله عنه ته اوفرمايل چې : که دې دا لمونځ وکړو نو : الله جل جلاله به ستا ټول ګناهونه وبخښي ، مخکني وي که وروستني ، نوي وي او که زاړه ، قصدًا دې کړي وي او که په خطا کې ، واړه وي او که غټ ، پټ وي او که ښکاره .( ابوداؤد )
د صلاة التسبیح طريقه:
د څلورو رکعتونو نيت به وتړي ، ټول رکعتونه به ډک کوي يعنې سورت به هم پکې وايي ، په اول رکعت کې چې سورت ختم کړي نو له رکوع څخه مخکې به هماغسې په ولاړه باندې پنځلس وارې سُبْحَانَ اللَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَ اللَّهُ أَكْبَرُ وايي ، بيا به رکوع وکړي ، په رکوع کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به له رکوع څخه سر را پورته کړي او همدا کلمه به لس وارې او وايي ، بيا به سجدې ته لاړ شي او په سجده کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به له سجدې څخه سر را پورته کړي او همدا کلمه به لس وارې اووايي ، بيا به دوهمې سجدې ته لاړ شي او په سجده کې به همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به له سجدې څخه سر را پورته کړي او ( له پورته کېدو نه مخکې به ) په ناسته همدا کلمه لس وارې اووايي ، بيا به دوهم رکعت ته پورته شي = دا په هر رکعت کې پنځه اويا وارې ويل کېږي ( چې په څلورو رکعتونو کې درې سوه واره پوره کوي ) بيا به په دوهم رکعت کې هم همداسې وکړي په درېم کې هم او په څلورم کې هم ) بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل چې : که دې هره ورځ کولای شوای نو کوه يې ، که دې نشوای کولای نو په جُمعه کې يې کوه ، که دې دا نشوا ی کولا ی نو په مياشت کې ، کنه نو په کال کې او که دې دا هم نشوای کولای نو په ټول عمر کې ( يو وارې وکړه ) . ( ابوداؤد ) که دې ګناهونه د سمندر د زګ هومره ډېر وي يا د رېګ د غونډيو په څېر زيات وي نو هم به يې الله جل جلاله درته وبخښي . ( ترمذي )
يوه خبره :
ځينې پوهان وايي چې : څوک د دې لمونځ دا لوی ثواب واوري او بيا يې هم نه کوي نو د هغه په زړه کې به د دين قدر نه وي . قال بعض المحققين : لا يسمع بعظيم فضلها و يتركها إلا متهاون بالدين . ( رد المحتار ، مطلب في صلاة التسبيح )
دوهمه طریقه : ترمذي له عبد الله بن مبارک رحمة الله علیه څخه روايت کړې ده ، هغه داده چې : له سبحانك اللهم و بحمدك و تبارك اسمك وتعالى جدك و لا إله إلا غيرك څخه وروسته او له الحمد لله څخه مخکې به ۱۵ وارې دا تسبيحات اووايي ، بيا به د سورت له ختمېدلو وروسته ۱۰ وارې ، بيا په رکوع کې ۱۰ وارې ، بيا چې له رکوع څخه را پورته شي ۱۰ وارې بيا په سجده کې ۱۰ وارې بيا د دوه سجدو په منځ کې ۱۰ وارې بيا په دوهمه سجده کې ۱۰ وارې ، بيا به سيده دوهم رکعت ته را پورته شي . همداسې په څلورو رکعتونو کې ، پدې روايت کې له دوهمې سجدې نه وروسته تسبيحات نشته ، د دې په ځای په قيام کې لس وارې زيات وايي .
کومه طريقه سمه ده ؟
پدې هکله ابن عابدين رحمة الله عليه په شامي کې ډېره ښه خبره کړېده ، هغه فرمايي چې : د اول روايت د پرېښودلو وجه داده چې په هغې کې له دوه سجدو نه وروسته ناسته ده ، خو تاسو پوهېږئ چې په صلاة التسبيح کې د استراحت جلسه د همدې لمونځ له حديث څخه ثابتېږي ، له همدې امله مناسبه خبره داده چې کله دې په يوه او کله په بل عمل وشي ، هغه فرمايي : قلت لعله اختارها في القنية لهذا ، لكن علمت أن ثبوت حديثها يثبتها و إن كان فيها ذلك فالذي ينبغي فعل هذه مرة و هذه مرة ( رد المحتار ، مطلب في صلاة التبسيح )
صلاة التسبیح مسایل:
مسئله :
دا تسبيحات به په زړه کې شماري او په ګوتو باندې به يې نه شماري ، خو که يې په زړه کې نشوای شمارلی نو بيا دې په ګوتو باندې داسې شماري چې د ګوتو په بندونو يا په يوې يوې ګوتې باندې زور کوي ( کښېکاږي دې ) و في القنية : لا يعد التسبيحات بالأصابع إن قدر أن يحفظ بالقلب وإلا يغمز الأصابع ( رد المحتار ، مطلب في صلاة التسبیح )
مسئله :
د رکوع او سجدې خپل تسبيحات به وايي ، يعنې په رکوع کې به درې وارې سُبحانْ ربي العظيم وايي ، بيا به دا تسبيحات شروع کوي ، او په سجده کې به هم درې وارې سُبحانَ ربي الأعلی وايي ، بيا به دا تسبيحات شروع کوي ( ترمذي ) .
عن عبد الله بن المبارک أنه قال : يبدأ في الركوع بسبحان ربي العظيم و في السجود بسبحان ربي الأعلى ثلاثا ثم يسبح التسبيحات ( الترمذي )
مسئله :
او په ژبه دې نه شماري ځکه چې پدې سره لمونځ ماتېږي . وَاحْتَرَزَ عَنْ الْعَدِّ بِاللِّسَانِ فَإِنَّهُ يُفْسِدُ الصَّلَاةَ ( العناية ، فصل : یکره للمصلي أن یعبث بثوبه ) مسئله :که په يو ځای کې تسبيحات ور څخه پاتې شي نو په راتلونکي ځای کې دې وايي ، يواځې په دوه ځايونو کې دې د بل ځای تسبيح نه وايي ، اول – چې له رکوع څخه را پورته شي ، دوهم – له دوهمې سجدې وروسته ، ځکه چې د دې دوه ځايونو اوږدول ندي پکار ، ابن عابدين فرمايي : قال الملا علي في شرح المشكاة ، مفهومه : أنه إن سها و نقص عددا من محل معين يأتي به في محل آخر تكلمة للعدد المطلوب ا ه ـ قلت : و استفيد أنه ليس له الرجوع إلى المحل الذي سها فيه ، و هو ظاهر ، و ينبغي كما قال بعض الشافعية : أن يأتي بما ترك فيما يليه إن كان غير قصير ، فتسبيح الاعتدال يأتي به في السجود ، أما تسبيح الركوع فيأتي به في السجود أيضا ، لا في الاعتدال لأنه قصير . قلت : و كذا تسبيح السجدة الأولى يأتي به في الثانية لا في الجلسة لأن تطويلها غير مشروع عندنا على ما مر . (رد المحتار ، کتاب الصلاة ، مطلب في صلاة التسبيح )
لیکوال : مفتي محمدشریف راشد