صالحه ښځه څه ځانګړتياوي لري؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: مؤمن د تقوا څخه وروسته تر دغه غوره شی لاس ته نه دی راوړی چي دی صالحه ښځه ولري. داسي صالحه ښځه چي دی امر ورته وکړي او دا يې اطاعت کوي او چي دی خپلي ښځې ته وګوري دا يې خوشحاله کوي او چی دی خپلي ښځې ته قسم ورکړي نو دا قسم نه پر اړوي او چی کله دی ځني غايب سي (په سفر ولاړ سي) نو دده ښځه هم په خپل ځان کي او هم دده په مال کي خيانت نه ورسره کوي (هم د خپل ځان او هم د خاوند د مال حفاظت کوي).
رواه ابن ماجه