شکر په طبیعي ډول کنټرولولی شو

د دې ناروغي اصلي لاملونه تمبلي، ورزش نه کول، د خوږو خوړو او غوړو زیات استعمال دي.

د سبزیجاتو، میوو او ځینې نورو خوړو استعمال سره د دې ناروغي د زیاتیدو مخه نیولی او کنترولولي شو.

دلته هغه خواړه درپیژنو چې د دې پټ قاتل په کنټرول او کمولو کې په دې ناروغۍ اخته کسانو سره مرسته کوي:

ګروس (توت زمیني): د څیړونکو په نظر د ګروس د هرې ورځې له استعماله دغه ناروغي کنټرولیدلي شي. ګروس په بدن کې موجود پروټین په حرکت راولي او له بدن څخه اضافي وزن او په وینه کې موجود غوړ له منځه وړي.

مڼه: طبي څیړونکي وايي چې مڼه د شکر ناروغانو لپاره ډیره ګټوره میوه ده؛ ځکه چې دغه میوه په وینه کې د خوږو اندازه نورماله ساتي او د زیاتیدو مخه يي نیسي.

پالک: له غذایته ډک دغه خواړه هم د شکر ناروغي لپاره ډیره ګټوره ده او د څیړونکو په اند د دې سبزې ورځنۍ استعمال سره د شکر ناروغي خطر ۱۴٪ کمیږي.

مستې او پنیر: طبې څیړونکې وايي چې په مستو او پنیر کې یو ډول صحتمنده باکټریا موجود دي، چې په بدن کې د شکر ناروغي جوړولو عناصر له منځه وړي او د شکر د ناروغي مخنیوی کوي.

زرد چوبه: په زرد چوبه کې موجود ژیړ رنګ د شکر ناروغي لپاره ډیره ګټوره ده.

دار چيني: خوړو کې د ګرمې مصالې په توګه استعمالیدونکي دغه ماده د نورو ډیرو ګټو تر څنګ شکر هم را ټیتوي. دار چيني د وینې ګلوکوز نورماله ساتي او کولیسټرول او انسولین حساسیت بهتره کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب