شل دقیقې ولسمشري!!
د زیاتې ولسمشرۍ په اړه به مو ډیر څه اوریدلی وي، کیدای شی ځینو هیوادونو کې ولسمشري شاهي وي تر مرګ پورې د یو ولسمشر واک چلیږي، مګر تر ټولو کمه موده ولسمشري به مو نه وي اوریدلي، دا ځل به تر ټولو کمه ولسمشري درته په ګوته کړو.
د نړۍ تر ټولو کمه ولسمشري شل دقیقې ده، چې د فرانسې نولسم لویس کړې ده چې د بوربون له کورنۍ څخه دی، نوموړي ته په ۱۸۳۰م کال کې د اګسټ په دوهمه د خپل پلار لوری واک وسپارل شو، متأسفانه چې ملت یې لاریونونه وکړل او نوموړی یې د ولسمشر په حیث قبول نه کړ، نو همغه وو چې شل دقیقې وروسته له ولسمشرۍ څخه برطرف شو.