شفيق د ولسواکۍ د لسيزې پياوړی صدراعظم
ارواښاد محمد موسی شفيق د مولوی محمد ابراهيم کاموي زوی، له اصله د ننگرهار د کامې ولسوالۍ اوسيدونکی او د ۱۳۰۸ لمريز کال د غبرگولي په پنځمه نېټه يې په کابل ښار کې دې نړۍ ته سترگې پرانيستې وې، دده پلار مولوی محمد ابراهيم کاموي او تره يې مولوي حبيب الرحمن ديوبندي د همدغې کورنۍ وتلی عالمان او د پلار تره يې ارواښاد لالا صيب د وخت يو ولی الله او روحاني شخصيت ؤ.
مولوي ابراهيم د انگريزي ښکيلاکگرو پر وړاندې د ننگرهار په سراج العمارت کې د جهاد فتواء ورکړی وه او خپله يې هم په جهاد کې فعاله ونډه درلوده.
مولوی محمد ابراهيم کاموي، د اعليحضرت د واکمنۍ په وخت د لويې جرگې غړيتوب درلوده او د ستونزو د حل لپاره يې هميش رغنده وړانديزونه په ډيرې زړورتیا سره کول او په همدغه وخت کې د (افغانستان جمعيت العلماء) ټولنې د لومړني رئيس او د الايمان مجلې مؤسس پاتې شو.
د شهيد شفيق زده کړې او مسلکي وړتيا:
شهيد محمد موسی شفيق لومړنۍ زده کړې په کابل او کامه کې ترسره کړې او بيا يې وروسته د خپل پلار په خوښه د ننگرهار په نجم المدارس مدرسه کې په زده کړو پيل وکړ؛ دوه کاله وروسته د کابل د دارالعلوم مدرسې په دروازه ورننوت، هلته يې دولسم ټولگی بشپړ کړ او مولوي ورڅخه راووت.
د مدرسې تر بشپړاوي وروسته، په شاهي دارالتحرير کې مقرر شو. مرحوم شفيق وروسته د پوهنې وزرات لهخوا مصر ته د لوړو زده کړو لپاره وليږل شو، چې له هغه ځایه بيا د زدهکړو تر پاې ته رسولو وروسته امريکا ته هم ولاړ.
په مصر کې يې په عدلي چارو کې د ماسترۍ او بيا يې د امريکا د متحده آيالاتو د کولمبيا په پوهنتون کې د پرتليزو حقوقو په برخه کې د ماسترۍ بل سند ترلاسه کړ او هم يې د نړۍ له مشهور پوهنتون (هارورډ) څخه په بين المللی اړيکو کې يو سند ترلاسه کړ.
ارواښاد محمد موسی شفيق په پښتو او دري ژبو سربيره -چې لومړنۍ يې د پلار او دويمه يې د مور ژبه وه- په روانه توگه په انگريزي او عربي ژبو خبرې او هم يې ليکنې پرې کولې.
په مصر کې د هستوگنې پر مهال، د قاهرې ثقافتي چاپيريال يې په رسمي زده کړې سربيره، دده فکري اړخ ته ډيره پراختيا ورکړې وه.
هيواد ته له رارسيدو وروسته، په عدليې وزارت کې د قوانينو اداري لوی مدير وټاکل شو او هم د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې د نړيوالو او مقايسوي حقوقو د استادۍ دنده پر مخ بيوله.
شفيق په مصر کې د افغانستان د سفير په توگه پاتې شوی او په نورو بيلا بيلو هيوادونو کې، لکه: لبنان او سوډان کې د سفير او په سفارت کې نورې دندې ترسره کړي دي، ښاغلی شفيق د پښتو ژبې ښه ليکوال او شاعر او په انگريزي ژبه هم ډير ښه پوهيده، چې ورڅخه دوه کتابه (عبقريان او پيغام) د خلکو لاسته ورغلي دي، خو ددغو کتابونو سره سره، زياتې پښتو او فارسي ژبو بيلابيلې ادبي او هنري مقالي يې د وخت په خپريدونکو اخبارونو، مجلو او جريدو کې خپرې شوي دی، چې لومړنۍ ليکنې يې پر ادبي او فرهنگي اړخونو او وروستيو کې يې ټولې ليکنې په نړيوالو مسئلو څرخولې دي، چې دا يې د مطبوعاتي هڅو يوه بيلگه بلل کيږي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې، د خاصو نړيوالو او پرتله يېزو حقوقو د تدريس دنده د نورو دندو ترڅنگه پرمخ بيوله او دغې درنې دندې ته يې تر ډيره دوام هم ورکړ.
په عدليې چارو کې بوختيدنه او د بهرنيو چارو په وزارت کې بيلا بيلې دندې هم د شهيد شفيق له مهمو دنده څخه شمير ل کيږي، چې لومړی په عدليې وزارت کې د قوانينو د عمومي مدير، بيا د تقنين د رئيس او وروسته د معينيت په دندو يې د يو په بل پسې خدمتونه ترسره کړي دي.
نوموړی دغه چارې د نويو غوښتنو او ميتودونو سره برابرې ترسره کړې او د هيواد د قانون جوړونې بهير يې هم تر نړيوالو پوړيو ورساوه. د دموکراسۍ په لسيزه کې، چې کله د ۱۹۴۳ لمريز کال اساسي قانون جوړيده، نو ارواښاد شفيق د نورو مطرحو علمي او سياسي څيرو، لکه: سيد قاسم رښتيا، دوکتور عبدالصمد حامد، شمس الدين مجروح او… سره مل د تسويد د کميسون غړی وو، چې د شفيق په قوانينو پوهه، پدې لړ کې د نوموړي په دغه کار کې ونډه له بل هر چا څخه زياته جوتوي، کوم قانون چې د هيواد د قانون جوړونې په بهير کې له نورو دورو ډير غښتلی او له شرايطو سره برابر قانون وو او په همدې بنياد خو د بن د توافقاتو وروسته د هيواد اداره، تر نوی اساسي قانون جوړيدا پورې، په همدې قانون عياره شوه.
د بهرنيو چارو په وزارت کې دنده او صدراعظمۍ ته رسيدل:
د بهرنيو چارو په وزارت کې يې د دندې پر وخت د افغانستان بهرنی سياست ډير غښتلی کړ، په نړيوالو اقتصادي اوسياسي سازمانونو کې برخه اخيستل او د نورو هيوادونو سره د ښو ديپلوماتيکو اړيکو برابرول، شفيق مونږ ته د يو ښه سياست پوه، نوښتگر اداره چي او د ښه ديپلومات په توگه راپيژني.
شهيد موسی شفيق په ۱۳۵۱ لمريز کال کې نږدی د رايو په اتفاق د افغانستان صدراعظم وټاکل شو، چې د هيواد په معاصر تاريخ کې يې له ټولو کمه (۹ کسيزه) کابينه درلوده. او د هيواد په جوړولو کې يې غوره کارونه پيل کړل.
د کابينې لپاره يې پداسې شرايطو کې د باور رايه واخستله چې د کمونستي گوندونو وکيلانو کلکه پتيلې وه، چې لکه دوکتور عبدالظاهر يې د گواښونو سره مخ کړی وو، شفيق هم د باور رايې اخستلو کې برياليتوب ته پرينږدي خو د ورځې ناوخته د زرنگار پارک له لوډسپيکرونو څخه د راډيو غږ واوريدل شو، چې ښاغلی شفيق د باور رايه نږدې اتفاق سره واخسته.
ښاغلي شفيق د صدراعظم په توگه له ټاکل کيدو وروسته، د هغه وخت ولسي جرگې غړيو ته يوه بشپړه وينا (چې د هيواد د بيلا بيلو سکتوري برخو د پرمختيا لپاره پکې پلانونه په پام کې نيول شوي وو) وړاندې کړه.
د هيواد د اقتصادي ستونزو حل، کرنې او مالدارۍ ته پاملرنه، د صنايعو پراختيا، د طبيعي معدنونو څخه گټه اخيستل، ښوونه او روزنه، د څو مهمو ادارو رامينځته کولو ترڅنگ د اساسي قانون د مطالعاتو مرکز پرانيستنه، د نشه يې توکو سره مبارزه، د دولت د مامورينو د اقتصادي وضعې لوړول، بهرني سياست او له گاونډيو هيوادونو سره اړيکې ښه کول او ځينې نور مسايل د ارواښاد موسی شفيق ددغه وينا مهم ټکې وو.
د شفيق له اسلامپالنې سره ژمنتيا:
د ارواښاد شفيق د خدماتو په لړ کې، چې د صدراعظمۍ په خپله له يو کال کمه موده کې يې د دين پيروۍ او اسلامپالۍ په انگيزه ترسره کړيدي، يو هم د کابل راډيو په پروگرامونو کې د داسې پروگرامونه ځاې کول وو، چې د نوموړي اسلام ته په ژمنتيا دلالت کوي، لکه له راډيو څخه د پنځه وخته آذان پيلول، د سيرت النبي د کليشې وخت زياتول او د پر مخ بيونکو لپاره يې د ښې حق الزحمی منل او له علماوو څخه يې غوښتنه، چې د چپې باطلو مفکورو پر وړاندې په جرأت سره دغه رسالت پر مخ بوځي.
همدرانگه د يوې کليسا د جوړولو مخه ډب کول او ويجاړول يې او د کابل ښار په شهر غلغله کې د يوې شرابخانې ويجاړول او د نارينه او ښځينه طبقو لپاره په شهري بسونو کې د مزي په واسطه د اختلاط مخه نيول او داسې نورې گڼې کړنې د يادونې وړ دي.
له ايران سره د اوبو په سر د تړون تاريخي مسئله:
د هلمند د اوبو تاريخي شخړه پهداسې شرايطو باندې له ايران سره حل کول د شهيد شفيق يوه ستره کارنامه ده، چې د افغانستان د اړتيا پوره کيدو وروسته د اضافه اوبو هر متر مکعب په يوه بيه باندې ايران ته وپلورل شي او پهدې ترتيب د ايران په مرسته هم بندونه جوړ شي او هم د اضافي اوبو د خپلو ځمکو له خرابولو څخه مخنيوی کول، د نوموړی د دورې هغه مهم کار دي، چې له ډير وخت يې چا د حل کولو جرأت نشو کولی ! خو ارواښاد شفيق پداسې بصيرت او د افغانستان لپاره په گټه حل کړل، تر دې چې ايراني صدر اعظم ته يې په هيواد کې ويل کيدل، چې يو ځوان صدراعظم تير ايستی يې.
او چې کله نوموړی له کابل څخه خپل هيواد ته ستون شوی وو، نو ايرانيانو يې پر خلاف لاريونونه ويستي وو. خو له بده مرغه چې افغاني کمونستانو د پخواني شوروي اتحاد په اشاره د شفيق دغه کړنه د اوبو خرڅولو په نوم ډنډوره کړه او علت يې داوو چې پدې کارسره شفيق هيواد د قطبي گاونډي له کنټرول څخه راويستل او د اسلامي نړۍ سره يې اړيکې ټينگول غوښتل، چې روسانو دا نشوه زغملی.
شفيق او د پښتونستان مسئله:
ارواښاد شفيق د خپلو لرلو پلانونو په لړ کې، لکه چې د ايران سره د اوبو مسئله ورته يوه مهمه مسئله ښکاريده، په همدې توگه د پښتونستان يا ډيورنډ فرضي ليکې په اړه، د شفيق سياست دا وو، چې د اسلامي هيوادونو سره د ښو اړيکو ټينگولو په وسله اول ځان سمبال کړي او بيا پدغه مټ سره په پاکستان د اسلامي کنفرانس له ليارې فشار راوړي او افغانستان د خپلې ځمکنۍ بشپړ تيا په لوری پاتې قدمونه هم ووهي او له پاکستان سره د پښتونستان په مسئله جدي بحث وکړي، خو شفيق د پښتونستان د مسئلې پداسې توگه پر مخ بوتلل نه غوښتل، چې پاکستان د پخواني شوروي اتحاد سره د دوستۍ (؟) په وسله ووهي، ځکه شهيد شفيق ته د قطبي گاونډي (؟) عزايم معلوم وو، بلکې نوموړي غوښتل، چې کومه وسله پاکستان کاروي، په هماغه وسله پاکستان څملوي او همدغه هڅې وې چې کله عباس هويدا (ايراني صدراعظم) افغانستان ته راغلی ؤ، نو له کابل راډيو څخه د نوموړي لخوا د پښتونستان د مسئلې ملاتړ د لومړي ځل لپاره اعلان شوي ؤ.
د مصري او ايراني دولتونو ترمينځه پر يوبل باندې لفظي بريدونه، لکه ايرانيانو به مصريانو ته فرعونيان او مصريانو به ايرانيانو ته زردشتيان ويل، پهدې اړه شفيق، په مصر کې د خپلې سفارتي دندې پر مهال د دواړو هيوادونو ترمينځه د اړيکو د ښهوالي لپاره هم کوښښ وکړ، څو دغه ناندرۍ پاې ته ورسوي، نو دا بله هغه وسله وه چې د اسلامي نړۍ اهل تسنن او اهل تشيع دواړه ډلې هيوادونو باور يې لاسته راوړ؛ چې دا يې په اسلامي امت کې د مطرح کيدو لامل هم گرځيده او بيا د اسلامي هيوادونو پر مټ خپلې ستونزې د گاونډيانو سره حل کول غوښتل، چې پدې لړ کې د پښتونستان مسئله هم وه.
يو ځل د نوموړي له بهرني سفر څخه د راستنيدو پر مهال، د افغان ملت گوند د جريدې مسؤل د پښتونستان په هکله، له شفيق څخه د پاملرنې غوښتنه کړې وه، نو نوموړی يې په اړه ويلی وو، چې زه د پښتونستان مسئله د افغانستان په بيه ( قرباني کولو ) حل کول نه غواړم.
شفيق او تجمل خوښوونه:
ځينې کسانو به د ارواښاد شفيق ظاهري بڼې د نيونکو لاندې نيولی او پدې لړ کې د چپي گوندونو لخوا دا تبليغات ډير کيدل، چې د شفيق درويشي په فرانسه کې جوړيږي او تجمل پرسته دی او د شفيق په اړه يې لدې پرته بله نيوکه پيدا کولی هم نشوه.
خو که د شفيق هيوادنۍ مينې، اسلامپالنې او خپل لرلي اقتصادي وضعيت ته يې کتلی شوي واې، نو هر چا به دا درک کړې وه، چې شفيق سياست کوي او د يو صدراعظم په توگه ورته ښه لباس آغوستل ددې پر ځاې چې دده هوس پرستې اوسي، د سياست غوښتنه ده.
شفيق خپله کورنۍ د مود او فيشن تابع نکړه او نه يې له پرمختللی دنيا سره زياتو اړيکو اسلامي تعهد مات کړ او نه يې مجلل کورونه او جايدادونه درلودل، نو دغه وضعيت، چې د شفيق تجملي لباس وو، د سياست اړتيا وه، نه د شفيق.
د ابوريحان البيروني نړيوال کنفرانس داېرول:
ارواښاد شفيق، ددې لپاره د اسلامي نړۍ سره له يوې خوا د پيوند يوه بهانه شي او له بلې خوا د خپل وخت هغه ستر عالم چې د سلطان محمود غزنوي په دوره کې تير شوی وو او د افغانستان لپاره د علمي ډگر يو ستر وياړ وو، چې علامه البيروني نوميده، ياد تازه شوی اوسي، تر نامه لاندې يې يو نړيوال کنفرانس هم داير کړ؛ چې د اسلامي نړۍ معتبر پوهان ورته رابلل شوي وو؛ نو پدې سره يې د افغانستان علمي مکانت راژوندی کړ او د اسلامي نړۍ له پوهانو سره يې اړيکه ټينگه شوه، چې د ځينو راغلو عالمانو د افغانستان په اړه د شوروي اتحاد د نفوذ له پخوا څخه لرلې ويره، د شفيق په څير قيادت لرونکی شخصيت په شتون کې کمه کړه.
خو له بده مرغه چې قطبي گاونډي دوست (؟) هم، د شفيق عبقريت او سياسي بصيرت درک کړی وو، نو ځکه يې د هغه واکمني ونشوه زغملی او ددې سره سره، چې ارواښاد شفيق د دين، هيواد او اسلامي امت سره د تړاو تنده لرله او خپل لباس او حليه يې د اسلام او هيواد دښمنه گوندونو ته ويروونکی نه بريښوله، د هيواد او اسلام دښمنانو نوموړی درک کړی وو.
نو ځکه خو افغاني کمونستانو د شاهي رژيم د ړنگولو پريکړه کړې وه او د شهيد موسی شفيق پر واکمنۍ د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنگاښ په ۲۶ نيټه د داوود خان له لورې جمهوري کودتا وشوه، د ټولو دولتي چارو څخه يې لاس لنډ او دی يې بندي کړ.
د چارو د کار پوهانو په اند د شفيق سره د بند پر وخت د وخت د واکمن داوود خان رويه ډيره بده نه وه، مشورې به يې ترې اخيستې او نه يې غوښتل چې ورته زيان ورسيږي، چې پدې لړ کې د پوهانو شهيد وفی الله سميعي رول جوت وو.
او د ځينو په اند د بندي کيدو عامل يې هم امنيتي ستونزې ښوولې وې، چې بالاخره د ۱۳۵۴لمريز کال په اوږدو کې له بند څخه خلاص شو.
محمد موسی شفيق د ۱۳۵۷ کال د غويې له کودتا وروسته سملاسي ونيول شو او بيا د همدې مياشتې د ۲۳ او ۲۴ ترمينځ شپه کې، له پوهاند ولی الله سميعي سره يوځاې په شهادت ورسول شو.
د شهيد شفيق دغه وژنه د يوې کورنۍ، سيمې او يو هيواد د بربادۍ او وير سبب نه، بلکې د پوهې، ادب، اوسياست په کورکې يوه لويه تشه رامينځته کړه، چې د ده تشې د هيواد روان مثبت بهير د ناخوالو پر لور رهي کړ او د کمونستانو د خپل ولس سره د پراخې دښمنۍ ثبوت يې ورکړ. روح دې يې ښاد اوسي.
له مجاهد اونیزې نه په مننې