سیکولریزم ولې، کله، څنګه، چېرته او د چا لخوا منځته راغی؟

په ټولې  دنيا باندې دي وخت کې د غرب لاديني فکر او تهذیب غلبه ده، غربیان د خپل دغه عالمګير حرکت لپاره هر کوښښ پر مخ وړي، د دغه بې بنياده تهذيب او فکر وړاندې کونکي غربیان خپل ځانونه روما او یونان پورې تړي، خو په حقیقت کې هغوی سره هیڅ اړيکه نه لري. يوناني تهذیب له بت پرستۍ،  ماديت پرستۍ او عقل پرستۍ څخه  متاثر وو. او رومي تهذیب له دنیا پرستۍ، ظاهر پرستۍ، شاعرۍ، ساز او سرود، مذهب څخه لري والۍ، او شهوانیت څخه متاثره وو.

دغه شیطاني غربي پروژه د یو منظم پلان له لارې په ټوله دنیا کې فعالیت کوي، دوی حقیقت کې دجال او شیطان پرستان دي، دوي وایي چې یو مذهبي ته اسانه نشي ويلی چي شیطان او دجال ته عبادت وکړه، البته اول قدم کې یې خپل رب نه منکر کړي،  کله چې هغوی انکار وکړې بیا به په اسانۍ سره دوی ګمراه شي، او ورسره  هغوى په دې پوښتنې عادي کړي چې هر وخت دا پوښتنه کوي چې کوم ده  خداي؟؟  کوم ده رب؟؟؟ دا ځکه چې د دجال راتلو پورې په دوی کې د رب لټون هم ژوندی وي، بیا هر کله چې  دجال راشي نو هغه ظاهري اختيار چې دجال ته الله ورکړې چې مړي ژوندي کړه، رزق ورکړه، مال ورکړه، وغيره نو دغه کمزورې مفکوره لرونکي الحادی خلک به د مچانو په شانې دي مردارې پسې حرکت وکړي.

د دوی مشري او مالي همکاري ملټي نیشنل شرکتونه، او مؤسسې کوې او بیا د دغو مشرانو خلکو هر فعاليت د ملل متحد د تاثیر او امر لاندې وي.

ددې شیانو څخه  په استفادې د ټولې دنیا انساني اذهان مذهب، الله او د اخرت د تصوراتو نه لرې ساتلو منظم پلان جوړ شو، او په تعليمي میدان کې داسې اصلاحات وشوه چې له هغې سره به نوی نسل مذهب او خداي نه بې زاره پاتې کړې،  د دغو فعاليتونو له وجې انسان اخلاق حسنه نه محروم وساتلې شو، او له انسانه د کامل حیوان جوړولو لاره هم پرانيستل شوه، نتیجه کې اخلاقي پست او بې قيمته خلک د ټولنې اشرافی برخه وګرځولی شوه.

ډیر وخت مخکې کله چې دغه پلان جوړ شو نو د همدې پلان لاندې د سیکولر تعليمي نصاب بنیاد کېښودل شو او بیا دغه تعليمي نصاب ته د دنیا په ټولو تعليمي نصابونو باندې تسلط ورکړل شو، او متاسفانه د افغانستان معصوم بچي هم د دې پلان برخه وګرځېده، ورځ تر بلې د تعليمي اصلاحاتو په نوم نصاب کې تغیر راځي، ترڅو چې ورنه خالص سیکولر تعليمي نصاب جوړ او شروع  شي، چې د هغې بنيادي نقطې همدا دي چې د انسان داخل نه د مذهب ګرفت ختم شې، او د اباحیت نظریه چې هر څه جايز دي او مذهبي اصطلاحات جايز ناجایز حلال حرام بې معنا شیان دي،  د دې خبرو د انسان په زړه کې کېنول د دوی د عمده اهدافو نه دي.

ددغه خطري سازش نتیجه همدا شوه چې نن دنیا کې ډېر داسې خلک پیدا شوه چې عصري تعلیم لري او خپل الله نه نا خبره دې، او په دې نا خبرۍ فخر هم کوي.

د همدې منفي کوښښ نتیجه ده چې نن د عصري علومو زده کونکې اسلامي علومو نه لري پاتي دي او د سیکولرازم تیارو کې راحصار دي.

دا چې په اسلامي هيوادونو کې دغه فکر ولې رايج شو په دې کې زموږ د علماء کرامو هم کوتاهي شته دي، او دوی هم خپل مسولیت نه دي ادا کړی او نه یې اوس ورته فکر دی، متاسفانه داخلي اختلاف موږ نه هر څه پاتې کړي، د لادينيت او الحاد شروعات هم د عیسوي علماو د ناکامۍ او داخلي اختلاف له وجې وشو اګر که د هغوی دین منسوخ دین وو خو بیا هم باید دوی د الحاد خلاف فعاليت کړی وای، خو دوی داسې ونه کړل نو له ناکامۍ سره مخ شوه. راځئ دغه حالت درته لږ روښانه کړم چې الحاد او لا دينيت  له کوم وخته شروعات وکړل؟؟؟

د ۱۸۰۰ عيسوي پيړۍ په دوران کې کله چې په غرب کې روميانو د دین مبین حليه خرابه کړه نو نتیجه کې مال پرست راهبانو مذهب نه ټوکې جوړې کړې، د رهبانیت په نوم باندې مسيحي مذهب يې د غلطو افکارو نه ډک کړو.

چې له دې کار سره خلکو د مذهب نه وېره پیدا کړه او بیا د عقل ضد، کلیسا اول په خپلو مقدسو کتابونو کې تحريف وکړ او بیا یې ساینس پوهانو ته سختې جزاګانې ورکړې چې له دې کار سره عقل او مذهب مسیحيت کې دښمني پیدا شوه او ساينسي علومو پوهانو د مذهبي تعلیماتو تغلیظ شروع کړو.

هر کله چې عیسایت انحراف سره مخ شو او د دوي تعلیمات قریبا مسخ شوه، نو د دغو کړنو له وجې عیسایت خپل اصلي صورت له لاسه ورکړ، کله یې چې اصلي صورت له لاسه ورکړ، بیا د ساينس پوهانو مخ ته په عیسایت کې هغه زور پاتې نه وو نو ځکه د دوی په عقيده کې ډېر متضاد حالات مینځ ته راغلل.

(عیسایې دنیا نن هم همدي حالت سره مخ ده) هر کله چې عیسایت د عقلي بیدارۍ مخ ته ناکام شو نو په دوی کې د مذهب نه بیزاري زور ونیولو او ورځ تر بلې عیسایت له انسانیت نه د حیوانیت په لور سفر شروع کړ،  بیا چې په اخلاقو کې ورته له مذهبه څه پاتې وو هغه هم په ختميدو شول.

د عقليت تحت اثر د مکتبونو له لارې د فعاليت یو تحريک راپورته شو، هغوی د ځان لپاره ارسطویي منطق، او د عصري  فلسفوي علومو بنیاد کیښوده، ترڅو د ارتهوډکس عیسایې افکارو حقانیت ثابت کړې، د همدې حرکت په نتیجه کې د هیبرس، بولوګنا، آکسفورډ، او کیمرج پوهنتونونو شروعات وشول.

ددې مکتبونو له جوړولو وروسته عیسایې دنیا کې (هیومن ازم) تحریک انسانیت راپورته شو، دا د یو څو بې دینانو فلاسفه و تحریک وو، د دوی مقصد ظاهراً د انسان د عظمت ثبوت او انساني عقل او شعور د الله پاک ورکړی مقام نه هم پورته  مقام ته رسول وو، لاکن حقیقت کې د بشريت تنزل وو، دې حرکت د مسيحي نظرياتو د ځنځیرونه په ماتولو کې ډېر ستر رول ولوبولو.

د وخت په تېريدو سره د عیسایېت په ضد تر ټولو ستر اقدام پورته کړای شو،  تاريخي اثارو نه داسې برېښي چي تحریک (اصلاح دین) د عیسایانو ستر زوال ثابت شو، دا حرکت هغه وخت کې مينځ ته راغی، کله چي د رومن کاتولیک پادريانو مال پرستي، او د کليسا مذهبي جبر خلاف مارټن لوټهر (اصلاح دین) په نوم یو تحریک شروع کړو، د دې تحریک مقصد د الهامي متونو د تشریح حق هر سړي ته ورکول وو، نه يوازې کلیسا ته، يعنې هر سړی باید مجتهد وي په دینی معاملاتو کې، د پاپ مکمل اقتدار غلط دی، حقیقت کې د لوتهر تر شا هم عقليت پرست او د هیومن ازم اثرات وو، دغه د الحادي فکر ابتدا وه.

«دغه تاریخ ته چې ګورم، په اوسني وخت کې مې له بعضې ساده مسلمانانو نفرت راشي چي دوي وایې هر سړي دې خپله احاديثو نه استنباط وکړي او بخاري او مسلم نه دي مسلې راواخلي».

د ۱۸ عیسوي صدۍ په اخر کې د فرانسې د انقلاب له لارې چې  ظاهرا يې د پاچا ختمول غوښتل، خو په حقيقت کې د دې پاڅون ترشا دوی يوازې د ډيموکراسۍ، هیومن ازم، آزادۍ او مساوات غوښتونکي وو.

په نولسمې عیسوي پيړۍ کې چې کله د نوښت حرکت ابتدا وشوه، نو د دوی اوله غوښتنه همدا وه چې مسيحي عقايد ساينس او عقل سره پرتله کړي.

دغه وخت مذهبیت ډېره ضربه وخوړله، او د ساینس اجاره داري قايمه شوه، او دغه نظریه تسلیم شوه چې حقايق درک کولو لپاره د هيڅ بل شي ضرورت نشته، چې د کوم شي ضرورت دی هغه عقل دی،  تجربه ده،  مشاهده ده همدې شيانو ته اعتبار دی همدغه وخت وو چې د (جدیدیت) عصریت حامي فلسفيانو ما بعد الطبیعیات مذهبي مزعومات د دې لپاره رد کړل چې ساینس سره یې سمون نه خوړلو.

د نوښت دغه تحريک قوم پرستي، نسایت، د انسان کامله آزادي، د مذهب رد او دا ډول نور نظریات یې ایجاد کړل

بلاخره دغه منسوخ شوې کمزوري او داخلي اختلاف لرونکي عیسایې مذهب دنیا ته  د الحاد او لادينيت د راتلو سبب شو.

خو ساده ملحدان دې د اسلام په رابطه دا سوچ نه کوي، اسلام یو داسې دين دی، چې په خپل اصلي حالت کې موجود دی،  او تر قيامته راتلونکو انسانانو ته هدايت او لارښودونکی دی، اسلام د ساینس رد نه کوي، اسلام د تفکر، تدبر دعوت په خپله ورکوي او الحمد لله د ساينسي علومو اکثرو پوهانو د قران حقانیت منلی او راتلونکي وختونو کې به مسلمانان نور زیري هم واوري.

لیکنه : ابو خالد عثمان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب