سیارې
سیارې
• لمر او د هغه ۹ سیارې چې د هغه په شاوخوا ګرځي، شمسي منظومه جوړوي.
• ددې منظومې مرکز لمر دی.
• د شمسي نظام ټولې سیاري خپله رڼا او تودوخه له لمر څخه ترلاسه کوي.
• هره یوه سیاره د لمر په شاوخوا په یو ځانګړی تګلوري کې خوځیږي چي دې تګلورې ته د سیارې مدار وایي.
• د لمر په شاوخوا کې د سیارو خوځیدنه د انتقالي حرکت په نامه یادیږي.
• هغه موده چې یوه سیاره یي د لمر په شاوخوا کې سرته رسوي د کال په نامه یادیږي.
• د شمسي نظام خورا لویه سیاره مشتري دی.
• د شمسي نظام خورا کوچنۍ سیاره پلوتو دی
• له لمر نه خورا لیری پلوتو او خورا نږدې عطارد دي.
زمونږ شمسي نظام
د لمر شاوخوا کې نور جسمونه، لکه ځمکه هم شته چې د هغه شاوخوا څرخیږي او یو نظام یې را منځته کړي دی. ددې نظام نوم شمسي نظام دی.
کهکشان
• د شپې د اسمان په یوه برخه کې د نوراني ګرد او دوړو په شان لیدل کیږي چي د ستورو یوه لویه مجموعه ده چې د کهکشان په نامه یادیږي.
شیري خط د لاري یا دلدل د لاري
• هغه کهکشان چې مونږ یې په شپه کې وینو د (شیري خط د لاري یا دلدل د لاري) کهکشان نومیږي.
• زمونږ شمسی نطام هم په دغه کهکشان کې دی.
سپوږمۍ
• سپوږمي یوه کوچنۍ کره ده.
• سپوږمۍ وضعي او لیږدونکي حرکت لري یعنې د ځمکې په چاپیر ګرځي.
• د سپوږمۍ او ځمکې حرکت په خپل شاوخوا او هم د لمر په چاپیر ددې سبب کیږي چې د سپوږمې ډول ډول شکلونه ولیدل شي.
• له یوه هلال څخه تر بل او له یوه بدر څخه تر بله بدره پورې ۲۹،۵۳ ورځې دي چې دغې مودې ته یوه قمري میاشت وایي.
لمریز نظام
• لمریز نظام د شمسي منظومې ټولې سیارې او نورو اجرام دي چې نهه اصلي سیارې لري:
عطارد، زهره، ځمکه، مریخ، مشتري، زحل، اورانوس، نپتون او پلوتو یي کوچني اسماني اجرام دي.
عطارد
• لمرته نږدې سیاره عطارد دی. د هغه د لیدلو ښه وخت سهار وختي او مازدیګر مهال وي.
• عطارد لمر ته ډیر نږدې دی او تودوخه یي د سانتي ګراد ۴۲۷ درجو پورې رسیږي.
• د عطارد د تودوخه د ورځې له خوا په منځنۍ توګه د سانتي ګراد ۱۹۰ څخه تر ۴۵۰ درجو پورې او د شپې له خوا منفي ۱۸۰ درجي د سانتي ګراد سړه وي.
• عطارد جامد دی او مخ یې لکه سپوږمۍ په شان د ژورو کندو لرونکی دي.
ځمکه
• ځمکه د شمسي نظام یوه سیاره ده چې له درېو اساسي برخو
• ځمکه یوازینۍ سیاره ده چې ژوند کول کې شونی دی. پر ځمکې د ژوند کولو اصلي سرچینه لمر دی.
• ځمکه له لمر څخه د واټن له مخې درېیمه سیاره ده چې دا واټن ۱۴۹،۶ ملیون کیلو متره دی.
• د ځمکې یوه ورځ ۲۴ ساعته او کال یې هم ۳۶۵ ورځې دی.
• په اصل کې د ځمکې د محوري حرکت سرعت دی. له همدې محوري حرکت څخه شپه او ورځ جوړېږي او له شپو او ورځو څخه بیا اوونۍ، میاشت او کال جوړېږي.
• د ځمکې د ننه برخه ډیر توده ده،خو د هغې بهرني مخ چې مونږ ورباندې ژوند کوو برابره تړده ده، د ځمکې نور طبقات دادي:سیال،سیما،منتل او د ځمکې د ننه هسته.
څخه جوړه ده؛ جامد برخه، مایع برخه او هوا .
مریخ
• مریخ د ځمکې به پرتله سوړ او سور رنګ لري او وروسته تر ځمکه بله کوچنۍ سیاره ده.
• د مریخ تودوخې منځنۍ اندازه یي د سانتي ګراد منفي ۵۵ درجو ته رسیږي.
• په دغه سیاره کې اور غورزونکې غرونه، دښتې او پر مخ اوبه هم شته.
مشتري
• مشتري د شمسي منظومې دیر غټ او ځلیدونکی سیارې دی .
• مشتری د خمکې به پرتله یوولس ځله غټ دی.
• د مشتری مخ د اورینو ویلې شویو ګازونو(هایدروجن او هیلیو) څخه جوړ دی.
• مشتري یو شمیر کمرنګه کړیو یو کمربند لري چي پر شاوخوایې د سوځیدو په حالت کې را چاپیر دی.
• د مشتري مخ یخني یې د سانتي ګراد منفې ۱۵۰ درجې او د منځ تودوخه یې ۲۰۰۰۰ درجې ده.
زحل
• زحل په لمریز نظام کی د دوهم لویه سیاره ده. • د زحل سطح د گازونو څخه تشکیل شوی ده. • زحل د لمریز نظام یو ښکلې سیارې دی او زحل یوه کړۍ لري.
• دغه لویې کړۍ له زرګونو کوچنیو نورو کړیو څخه جوړې دي.
• ددغه سیارې د مخ یخني د سانتی ګراد منفي ۱۸۰ درجې ده.
اورانوس
• اورانوس دلمریز دریمه لویه سیاره ده.
• اورانوس دهایدروجن، هیلیوم او میتان له ګازونو څخه جوړه شوې دی.
• د اورانوس رنګ شین ښکاریږي چې لامل یې هایدروجن او میتان ګاز دی.
• د اورانوس د مخ یخني منفي ۲۱۰ درجې ده.
نپتون
• نپتون د لمریز نظام وروستۍ ګازلرونکې
سیاره ده. • د نبتون اتمسفیر یوه اندازه ګاز لري. • ددغه سیارې مخ شین رنګ لري.
پلوتو
• پلوتو عجیبه سیاره ده چې اندازه یې کوچنۍ ده قطر یې د ځمکې له قطر څخه پنځه ځله کوچنی دی او له ځمکې څخه ډیر لرې او کوچني دی خو سره له دې هم ستورو پیژندونکو هغه په 1930 وپیژندل.