
سوالګر او درویزګر چاته وايي؟
سوالګر او درویزګر هغه چا ته ويل کېږي،چې د څو روپيو لپاره بل انسان ته د سوال لاس اوږدوي. ځينې له مجبوريته ورته مخه کوي او د ځينو بيا پلرنی او د نيکونو دود وي، چې د خيرات په ډوډۍ ځان مړوي؛ خو اصلي پوښتنه د کروړپتي درویزګرو ده، هغه درویزګر، چې په خپله بډایه وي خو بيا هم له نورو د خيرات تمه او هيله لري.