
سلطان علي شاه
سلطان علي شاه دزمان شاه زوى،دتيمورشاه لمسى او داحمدشاه بابا کړوسى و.
کله چي په افغانستان کې خپلمنځي جګړې شروع شوې، شاه شجاع دمحمود له لاسه سکانو ته وتښتيد،محمود له فتح خان سره په ناځوانۍ کې يواځي ترهراته محدودشو.په کابل کې بارکزي وروڼه واک ته ورسيدل،هغوى هم په خپل منځ کې ارام نه کښېناستل،هرسردارخپل باچاپيداکړ،محمد عظيم خان ايوب شاه دتش په نوم پاچا په توګه ومانو او دوست محمدخان سلطان علي شاه پاچا او ځان يې دهغه وزير کړ.[1]
دا دواړه واکمنان په يوه قصر کې اوسيدل،ددوست محمد خان او سردارعظيم خان تر منځ تر ډېره په دې مجادله وه ، چي کوم يو به باچا کوي.په پاى کې دوست محمدخان دغزني په لور لاړ.[2]
سلطان علي شاه او ايوب شاه هم په قصر کي غلي نه کښېناستل،يو دبل په ضد يې دسيسې شروع کړې او ديو بل دراپرځولو لپاره يې سرداران دځان تابع کول.
دادواړه سدوزي شهزادګان دژوند تر وروستۍ مودې خپلواکۍ ته ونه رسيدل او دبارکزي سردارانو په لاسونو کي لوبيدل .
په پايله کې دايوب شاه زوى شهزاده اسمعيل راولاړ شو او سلطان علي شاه يې دخوب په خونه کي خفه کړ[3].په دې توګه له دوو لاسپوڅو شهزادګانو څخه يواځي ايوب شاه پاتې شو.
سرچينې :
[1] – افغانستان از امير کبير تا رهبر کبير(حقيقت التواريخ) ٧٥ مخ . علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش. [2] – پورتنى ماخذ. [3] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان ٦٠ مخ. احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.