سطحي توب، د فکري انحراف ستر لامل

الله تعالی د اسلام حق دين د انسانانو د لارښوونې،هدايت او د دنيا او اخرت دکاميابۍ اوسرلوړۍلپاره راليږلی دی او بلې خواته الله تعالی ټول انسانيت په دې مکلف کړی چې همدا دين پرځمکه پلی او اقامه کړي او دا خبره هم ښکاره  ده چې د دنيوي او اخروي ټولو مشکلاتو حل يواځې او يواځې  د اسلام په پلې کولو کې دی.
د اسلام ستره ځانګړتيا:
زمونږ د دين ستره ځانګړتيا دا  ده چې د هغه بنسټ پر الهي وحې باندې ايښودل شوی دی په دې اړوند الله تعالی فرمايي:
{قُلْ إِنَّمَا أُنْذِرُكُمْ بِالْوَحْيِ وَلا يَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَاءَ إِذَا مَا يُنْذَرُونَ} (الأنبياء:45)،
ورته ووايه چې زه تاسې د وحې په وسيله ويروم او کاڼه بلنه نه اوري کله چې دوی ويرول کيږي.
دقرانکريم په يو بل ايت کې الله تعالی داسې فرمايلي دي :
وَأَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيماً (النساء: من الآية113).
الله تعالی پر تا کتاب اوحکمت رانازل کړی او تاته يې هغه څه درزده کړل چې ته پرې نه پوهيدې اوپر تا د الله ستر فضل دی.

د رسول الله طاعت:

الله تعالی پر انسانانو د خپل ځان او د هغه د رسول تابعداري لازمه  ګرځولې ده او د رسول طاعت په حقيقت کې د الله طاعت دی:په دې هکله په قرانکريم کې راغلي دي :
{مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظاً} (النساء:80
چاچې د رسول طاعت وکړ،هغه په حقيقت کې د الله تعالی طاعت وکړ او چا چې شا کړه نو ته مونږ  پر هغوی باندې د ساتونکي په توګه نه يې ورليږلی،نوله همدې کبله  د دين اقامه د وحې (قران او سنت) په اړه له  ژور علم څخه پرته  امکان نلري.
ابوحمزه البزاز وايې:  څوک چې دحق لار وپېژني نوبيا په اسانۍ سره کولای شي چې په دې لاره سم پرمخ ولاړ شي

دعلم ترلاسه کول:

د حق په لارهغه څوک تللی شي چې دقران اوسنتو درست اوپوره علم ورسره موجود وي، همدا لامل دی چې الله تعالی مسلمانانو ته له ټولودمخه دعلم ترلاسه کول ترټولو لومړی او لوړ مقام ګرځولی دی:
{فَاعْلَمْ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ } (محمد:19)
نو علم حاصل کړه اوپوهه شه چې پرته له ايکي يوه حق معبود څخه بل په حقه معبود نشته او د خپلې ګناه بښنه وغواړه  او د مؤمنو نارينوو او ښځينوولپاره هم بښنه وغواړه.


په دين کې ژوره پوهه:

الله تعالی فرمايي:
{وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ} (دا له امکانه وتلې خبره ده چې دوی دې ټول په علم پسې روان شي)  نوولې له هرې فرقې او ډلې څخه يوڅه کسان په علم پسې نه وځې چې په دين کې پوهه ترلاسه کړي اوکله چې له علم حاصلولو څخه بېرته راوګرځي نوخپل قومونه او پرګنې  وويروي، کيدای شي چې دوی وويريږي.

په دين کې د پوهې فضيلت:

(مَنْ يُرِدِ اللّهُ بِهِ خَيْراً يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ)
په چاچې الله تعالی د ستر خير اراده وکړي نو په دين کې پوهه ورپه برخه کړي . د دې حديث له مخالف مفهوم څخه دا خبره جوتيږي چې څوک له ديني  پوهې څخه محروم وي هغه د الله تعالی له سترخير څخه محروم اوبې برخې دی.

ددين داقامې درسته طريقه:

د دين د اقامې لپاره د قراني او نبوي سنتو درست او ژورعلم او پوهه لازمي خبره ده، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته الله پاک د جبريل  په واسطه ژوره پوهه ورزده کړه او بيا هغه خپلو اصحابوکراموته همدغه پوهه ورنقل کړه، نوځکه هغوی په درسته توګه د دين اقامه وکړه اوپه سمه اوکامله توګه يې الهي نظام په ځمکه باندې پلی کړ نو په اوسني پېرکې  پر اسلامي حرکاتو لازمه ده چې د دين د اقامې لپاره هماغه تګلاره غوره کړي، کومه چې  اصحابوکرامو غوره کړې وه او د دين پوهه په هغې طريقې سره ترلاسه کړي کومه چې له اصحابو کرامو، تابعينو،تبع تابعينو، فقهاوو اومحدثينو څخه مونږ ته په ميراث راپاتې ده چې له دې څخه مونږ په اهل سنت والجماعت سره تعبير کوو.

دسطحې توب نښې اومظاهر:

لومړی:
سطحي اوکم علمه خلک دشريعت مقاصد نشي درک کولای، له همدې امله کم علمه اوسطحي خلک له نصوصو څخه غلط مطلب ترلاسه کوي ،بلکې قراني اونبوي نصوص په غيراصولي توګه تفسير اوتشريح کوي. همدې ته ورته خلکو په اړه (کله چې يوه ناپوهه سړي رسول الله ته  وويل چې ای محمده له الله نه وويريږه) رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د دغه سړي له نسل اوکهول څخه يا له ده څخه وروسته به داسې قوم رامنځ ته شي چې قران به لولي خو د دوی له ستوني څخه به  نه ښکته کيږي.
داهغه خلک دي چې دقرانکريم تلاوت به کوي خوژوره پوهه به نه لري او د قران په مقاصدو به نه پوهيږي،
دوهم:
سطحي خلک محکم نصوص پريږدي اوپه متشابهاتو استدلال کوي، مسلمان بايد په ټول قرانکريم  ايمان او باور ولري، متشابه وي اوکه محکم، البته د احکامو استنباط بايد له محکماتو څخه وکړي، د تاريخ په اوږدو کې چې څومره خلک منحرف اوبې لارې شوي هغوی له همدې امله چې محکمات يې ترک کړي او له متشابهاتو څخه يې دخپلو نفسې غوښتنو سره سم استنباطات کړي، لاره ورکه کړې ده.
زمونږ د اهل سنت والجماعت  د پوهانو اصول دا دي  چې د احکامو استنباط به له محکماتو څخه په هغه طريقه اوتګلارې سره کوي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مونږ ته د اصحابو کرامو په واسطه او  بيا دتابعينو اوتبع تابعينو په وسيله رانقل شوې وي چې همدغه اصول، ضوابط او قواعد د اصول فقه او اصول حديث په کتابونو کې ذکر شوي دي.
دريم:
د سحطې اوکم علمه خلکو بله نښه  دا ده چې هغوی ځينې نصوص په نظرکې نيسي اوځينې نور پريږدي.د ژور فهم څښتنان د احکامو د استنباط پرمهال ټول شريعت اوټول نصوص او د هغو ډولونه په نظرکې نېسي ، ځکه چې د شرعې دلايل په څو ډوله دي ، يو شمير يې کلې دلايل دي او ځينې نور يې جزيي. په همدې ډول په دلايلو کې عام او خاص ، مطلق او مقيد، مفسر او مجمل او داسې زيات شمير ويشونه شته.
نوکله چې کوم عالم اومفتي حکم  اوفتوی ورکوي نو بايد په دلايلوکې نظر وکړي اوپه هغه طريقه حکم وکړي کومه چې مونږ ته له سلفو څخه په ميراث راپاتې ده
سطحې اوکم علمه خلک دغه ډول ويشونه په پام کې نه نيسي، او نه په  کې د دې اهليت وي چې په دغه تقسيماتو پوه شي، له همدې کبله محضې د يو حديث يا يو ايت په ليدلو سمدلاسه حکم صادروي او ديته نه ګوري چې کيدای شي بل نص داسې موجود وي چې دغه آيت يا حديث يې مقيد کړی وي يا ېې خاص کړی  وي او داسې  تراخره پورې.
څلورم:
ناپوهه اوسطحې خلک د کړنو او د خپل حکم او فتوی انجام او پايلې  نه سنجوي،کله چې مسلمان کوم کار ترسره کوي نو ګوري چې ايا په دې به څه مصلحت مرتب شی اوکه نه ؟ او يا دا چې کومه مفسده او فساد به پرې  دفع کيږي که نه ، د مصالحو جلبول او د مفاسدو دفع  ( جلب المصالح و درء المفاسد) په دين پوهنه کې سترمقام لري بلکې تقريبا ټول اسلامي شريعت له همدې قاعدې څخه عبارت دی.د دې قاعدې د ثبوت لپاره پوهان په دې ايت شريف استدلال کوي :
{وَلا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْواً بِغَيْرِ عِلْمٍ } (الأنعام:108)
ای مؤمنانو! تاسې د مشرکانو خدايانو ته کنځل مه کوی (ځکه چې که تاسې د دوې خدايانو ته کنځل وکړی ) نو دوی به په ناحقه او ناپوهۍ سره الله ته کنځل وکړي.
له دې مبارک ايت څخه پوهانو دا قاعده  راويستلې ده چې هرهغه روا عمل چې په پايله کې يې بدي رامنځ ته کيږي،پريښودل  يې ضروري دي.

پنځم:
سطحې اشخاص د امورو ترمنځ موازنه اوپرتله په نظرکې نه نيسي او په همدې توګه په کارونواوکړنوکې لومړيتوبونه له پامه غورځوي چې په پايله  کې يې کارونه ګډوډيږي اود سمون پرځای ډيرې ناوړه اغيزې  پرځای پريږدي ، په دې اړه زمونږ فقهاء وايې څوک چې لومړيتوبونه او اولويات له پامه غورځوي هغوي احمقان دي.

د سطحي توب ناوړه اغيزې:

په دين کې په کم فهمۍ اوسطحي توب باندې  چې کومې بدې او ناوړه اغيزې مرتبيږي په دې توګه دي:
سياسي او ديني واکمني به د ناپوهو خلکو په لاس کې پريوځي.اوتر ټولو ستر مصيبت او بلا چې په اسلامي امت  مسلطيږي هغه دا ده چې پاخه پوهان او عالمان به ختم شي او ناپوهه  اوجاهل خلک به واکمن شي، دحکومت چارې به د دوی لاس ته ورشي او د فتوی مقام به هم د جاهلانو لاس ته ورشي نو د دغسې ناپوهو حاکمانو اومفتيانو د ګټې پرځای زيان زيات وي، داصلاح اوسمون پرځای فساد رامنځ ته کوي اوپه غلطه اوناسمه توګه داسلام او اسلامي نظام تمثيل او نمايندګې کوي ،په دې اړه امام بخاري يوحديث روايت کړی دی :
عن عبدِ اللهِ بنِ عمرو بن العاص قال: سَمعتُ رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يقول: (إنَّ اللهَ لا يَقبِضُ العِلمَ انتزِاعاً يَنتزِعُهُ من العِبادِ، ولكنْ يَقبِضُ العِلمَ بقَبض العُلماءِ، حتى إِذا لم يُبقِ عالماً اتخذَ الناسُ رُؤُوساً جُهَّالاً فسُئلوا فأفْتَوا بغير علمِ فضلُّوا وأضَلُّوا)
له عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنه نه روايت دی، هغه وايې چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې اوريدلي دي چې فرمايل يې: الله تعالی د بندګانو له سينوڅخه علم  نه راوباسي،خو علم د پوهانواوعالمانو په قبض کولو سره پورته کوي، تر دې چې هيڅ عالم پاتې نه شي نوخلک  به جاهلان د حاکمانو په حيث  مقررکړي، هغوی به په بې علمۍ سره فتوی ورکوي نو دوی به بې لارې شي اونورخلک به هم بې لارې کړی.
د همدې کم علمۍ له کبله سطحي خلک د دين په بڼه کې په غيرشعوري توګه دخپلو نفسې غوښتنو اوشيطان  بندګي کوي اوخپلې نفسي غوښتنې په  قراني نصوصو اونبوي احاديثو ثابتوي
دتاريخ په اوږدوکې دې ډول خلکومسلمانانو ته سخت مشکلات او ستونزې را ولاړې کړي دي او د بې شميره مسلمانانو وينې پکې په ناحقه توګه توی شوي دي اومسلمانان يې له ناکامۍ سره مخامخ کړي دي.
————————————————————————————
قافله مياشتنۍ دعوتي او تربيتي مجله، ۱۳۸۹ كال جوزا مياشت

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب