سجده سهوه په څه واجب کیږي؟او طریقه یې څنګه ده؟

په لاندې حالتونو کې د سهوې سجده واجب کیږي:

۱-کله چې په لمانځه کې د سورة فاتحه وروسته سورت لوستل هیر شي.
۲-کله چې په وترو کې دعا قنوت ویل هیر شي.
۳- کله چې د لمونځ کوونکي څخه په دوهم رکعت کې (التحیات) هېر شي.
۴-کله چې لمونځ کوونکی د درې۳ یا څلور رکعته لمونځ په دوهم رکعت (اوله قاعده) کې، له تشهد څخه وروسته درود شریف د «الهم صل علی محمد» په اندازه ووایي او یا هم همدومره وخت چپ پاتې شي، سجده سهوه پرې واجب ده.
۵-کله چې یو لمونځ کوونکی، د اخترونو د لمونځونو تکبیرونه پریږدي، ببا هم پرې سجده سهوه واجب ده.
۶-کله چې امام په جهر لمونځونو کې قرأت هیر کړي، یا په پټو (خفیه) لمونځونو کې په جهر سره قرأت وکړي؛ نو سجده سهوه پرې واجب ده.
۷-کله چې لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړي، مثلا‌ً د یوې رکوع پر ځای دوه رکوع، یا د دوه سجدو پر ځای، درې سجدې وکړي؛ نو سجده سهوه دې وکړي.
۸-کله چې د یو واجب کیفیت بدل شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي، مثلاً د سورة فاتحه څخه مخکې، بل سورة ولولي.
۹-که لمونځ کوونکي ته په رکعتونو کې شک وشي؛ نو کوم تعداد چې یقیني وي، هغه دې سم وګڼي او نور لمونځ دې پوره کړي او په اخره کې دې سجده سهوه وکړي.
۱۰-که لمونځ کوونکی د څلورم رکعت اراده وکړي، بیا د پنځم رکعت لپاره ودریږي او سلام ونه ګرځوي او همدا اوله قاعده وګڼي؛ خو وروسته ورته رایاد شي؛ نو لمونځ کوونکي لپاره پکار ده چې، د پنځم رکعت سجده کولو څخه مخکې بېرته کښیني او سجده سهوه وکړي او که پنځم رکعت یې تر سجدې پورې ورسوه؛ نو یو رکعت دې ورسره بل هم یو ځای کړي، دا ډول به لمونځ پوره شي، په آخر کې دې سجده سهوه وکړي، څلور رکعته به فرض شي او دوه ركعته به نفل شي.
د سهوې سجدې #طریقه داسې ده:
-په آخري ناسته کې د تشهد نه وروسته، يواځې ښي طرف ته سلام ګرځول او وروسته دوه سجدې کول او بيا تشهد، درود او دُعا ويل او د سلام ګرځول.
د سجده سهوې یوه ډیره لویه آسانتیا دا ده، چې پدې سره لمونځ کوونکی د خپل لمونځ د کمي او زیاتي اصلاح کوي او همدا ډول د لمانځه د نيمګړتيا پوره والی کولای شي.
شیطان مسلمان ته په لمونځ کې دوکه ورکوي، په هغه باندې د لعنت لیږلو همدا سجده سهوه طریقه ده، همدا ډول چې مسلمان لمونځ کوونکی خپل رب ته نورې دوه سجدې هم وکړي، پدې سره شیطان ډېر زیات خفه کېږي او په خپل مقصد کې ناکامه او شرمنده کیږي، الله ددې دوو سجدو له كبله د لمونځ کمی او هیره معاف کوي.
(ترک د واجب او تآخیر د فرض)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب