ستا د مور پښې ولي درد کوي؟!
دا ځکه چې د هغه ماشوم خواړه، چي د مور په رحِم کې وي د نُوم هغه چې په فارسي کي «ناف» ورته وایي، یا د هغه تناو د لارې ورته راځي چې په مور پورې یې تړل سوی دی. که چېرې مور پوره خواړه ونه خوري، بیا هم پر هغه جِنِینْ یا د نس پر ماشوم خواړه نه لګیږي، دا ځکه چې هلته داسې غُدل یا مرغړي شته چې د مور غاښونه او هډوکي د دې لپاره ویلوي چي د ماشوم غِذا ورپوره کړي نو ځکه د هرې مور غاښونه، زنګنونه او پښې د عمر په زیاتېدلو سره په درد اخته کیږي دا چي وایي : ښځه د نارینه د مخه زړیږي، د هغه سبب هم دغه دی، نو که هر انسان په دې پوه شي چي د ده د مور هډوکي د ده لپاره ویلیږي، نو به په حیرانتیا کې پاته شي چې د خپلې مور د ویلېدلو بدله په څه ورکړي؟!
الهي ! زموږ ميندې له هر ازاره وساتې!
غږیزه وینا : مولوي عنایت الله علمي صاحب
لیکنه : احمدجنید مبارز