سایبري جګړې یا په نړیواله ډیپلوماسۍ کې نوی جنګی ډګر؟

نړۍ د جګړې له نوي نوعې سره مخه ده کومه کې چې نه ټانګ ته اړتیا ده نه طیارې ته، بلکې دا سایبري جګړې د مجازي فضا له لارې ترسره کېږي.

حکومتونه له دې جګړې څخه د خپلو سیالانو د کمزوري کولو، ناسمو معلوماتو خپرولو او د حیاتي زیربناوو د کنټرول لپاره کار اخلي.
په اوس وخت کې سایبری ډیپلوماسۍ د نړیوال ثبات د ساتلو او ګډوډۍ د مخنیوي لپاره یو مهمه وسیله ګرځیدلې ده.

د NETSCOUT د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې نړیوال سایبری بریدونه ۱۲ سلنه زیات شوي او د جیوپولیټیکي ترینګلتیا لرونکو سیمو کې د سیاسي انګیزو لرونکي بریدونه بیا تر ۲۵ سلنه لوړ شوي، چې دا ترټولو لوړ مقدار ښیي.
یو بریالی سایبری برید کولی شي د یو هیواد د انرژی شبکې ګډوډه کړي، مالي بازارونه یې له بحران سره مخ کړي او ځینې وختونه کولی شي ان پوځي غبرګونونه وپاروي.

سایبري جګړې

ځینې دا ډلې چې سایبری بریدونه کوي د روسیې، چین او شمالي کوریا د حکومتونو له لوري سپانسر کیږی او د هغوی له کامل ملاتړ څخه برخمن دي.
د ۲۰۲۴ دسمبر کې، د اروپا اتحادیه د لومړي ځل لپاره د روسیې په هغو سازمانونو او کسانو د بندیزونو غوښتونکي شو، چې ناسم معلوماتو د خپرولو او د سایبری بریدونو تور پرې لګیدلی و.

په امریکا کې هم استخباراتي ادارو خبر ورکړی چې بهرني هکران چې د مختلفو حکومتونو له لوري یې ملاتړ کیږي، د مهمو زیربناوو لکه بریښنا کوټونو او روغتونونو د تخریب هڅې کوي.
د سایبری بریدونو زیاتوالی، حکومتونه دې ته متوجه کړل چې سایبری امنیت یواځې یو تخنیکي مسئله نه ده، بلکې د ملي امنیت یو حیاتي برخه ده.

همدارنګه، ملګرو ملتونو هم یو نړیوال تړون تصویب کړ چې هدف یې د سایبری جرمونو لپاره نړیوال قوانین ټاکل دي.
خو ځینې د بشري حقونو ډلې بیا اندېښنه لري چې دا تصویب شوی قانون ممکن د انټرنېټ د سانسور او د بیان د ازادۍ د محدودیت لپاره وکارول شي.

د پوځي بریدونو خلاف دا بریدونه (سایبری بریدونه) د نامعلومو کسانو له لوري ترسره کیږي او پېژندل یې سخت دي.
په ۲۰۲۳ کال کې، ناټو اعلان وکړ چې که د یوه غړي هیواد پر ضد سایبری برید وشي، دا به یو پوځي غبرګون رامنځته کړي. (یوه سایبری حمله ممکن د یوې لویې جګړې لپاره لاره جوړه کړي.)

لکه څنګه چې د Stuxnet ویروس حمله په ۲۰۱۰ کال کې د ایران د اټومي پروګرام پر ضد، او د NotPetya ویروس حمله په ۲۰۱۷ کال کې، چې میلیاردونه ډالر زیان واړاوه، وښوده چې سایبری بریدونه جدي او خرابي پایلې درلودلای شي.
نو، د راتلونکي ډیجیټلي امنیت د خوندي کولو سیالۍ لا مخکې پیل شوی، او یواځې هغه هیوادونه چې د سایبری امنیت لپاره پانګونه کوي د راتلونکو جګړو لپاره چمتو دي.

ستاسو په نظر زموږ هیواد د دې جګړې لپاره څومره چمتو دی؟
آیا زموږ هیواد د سایبری امنیت په برخه کې کافي پانګونه کوي؟
د سایبری جګړې د پرمختګ په اړه کوم ګواښونه زموږ هیواد ته متوجه دي؟

لیکنه: خالد افغانمل

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب