زکات د اولاد د واده مانع ګرځي ؟ او د تجارت د مال نفع هم په زکات کې شامله ده ؟

پوښتنه : له يو نفر سره د شرعي نصاب پیسې شته لکن د زامنو نکاح نده شوی او زامن يې هم کومه د لاس ګټه نه لري نو دغه پورته ذکر شوی حوائج په اصلي حوايجو کې داخل دي او که نه ؟
اعظم الدين – افريقه
ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
اولاد که بالغ وي او که نابالغ دهغه نفقه د پلار په ذمه ده نو يواځې د دوی نفقه په اصلي حوائجو کې شامليږي او د نکاح مصارف په اصلي حوائجو کې نه شامليږي يعنې د اولاد نکاح نه د زکات او نه هم د حج مانع ګرځي .
کفايت المفتي4 /258 – هدايه 2/444 .
دوهمه پوښنته :
يو کس 350000 افغانۍ په تجارت کې ولګولې د کال 60000 افغانۍ ګټه وشوه نو اوس به د 350000 افغانيو زکات ورکوي او که د 410000 افغانيو ؟
ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
زکات د ګتې په روپو يا منافع کې هم شته .
من کان له نصاب واستفاد فی اثناء الحول من جنسه ضمه الی ماله و زکاة سواء کان المستفاد من نمائه اولاً (هندية – کتاب زکات 1/175 – رشيديه ) .

نقل فی الکفايت المفتي 4/255

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب