زکات

زکات:

زکات داسلام دريم ستر رکن دی  چه ډير  ېواهم عبادت دی  ‍ په  قرآنکرېم کی ډېرځاېه لمونځ اوزکات ېوځای ذکرشوی . چه دغه دواړه عبادتونه دټول دېن ترجمانی کوی. په بدنی عباداتوکی لمونځ دټول دېن نماېندګی کوی اوپه مالی عباداتوکی زکات دټول دېن نماېندګی کوی .
زکات په ټولنه کی د بی وزلی او فقر پر وړاندی تر ټولو غوره وسيله ده ، د زکاة په اداء سره  په کور ، کلی ، ولس  او هيواد باندی  الهی  رحمتونه او برکتونه  نازليږی  ځکه په کوم قوم  کی چه رحم ،زړه سوی  او يوله بله  کومک   وی  نو پر هغه قوم باندی  هم خدای ج خپل رحم تونه نازلوی له بلا او آفاتو يی ساتی .

په کوم قوم کی چه زکات نه وی  پر هغه  به هميشه لوږه او فقر ح اکم وی  ډول ډول آفات به ورباندی راځی .

د زکات حکم :

زکات د اسلام دريم ستر رکن دی  چه پر مسلمانانو نر اوښځه فرض دی .
په قرآنکريم تر ۸۰ ذيات ايتونو کی  زکات  له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی .

وَأَقيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ  ( البقره ۴۳ ).
لمونځ قايموی (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوی زکات ! او رکوع کوی سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو) .

وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ).
لمونځ قايموی (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوی زکات ! اودپيغمبر اطاعت وکړی  هيله ده چه پر تاسی رحم وکړای شی.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب