زه او خیال | شعر
چې ســـاقي په لاس کــــــــې راکړله ، جـــــــامونه
رانه هیر یې کـــــــــړل ، د تیر عــــمر غــــــمونه
کرۍ شــــــــــــپه ده ،او ټــــــــــولي ده ، د رندانو
زه او خـــــیـال ،او د بد مســــــــــــــــتو آوازونه
چــــیرته لاړې ، ای زمـــا فلســــــــــفي خـــــیاله
راشه وســــــــــپړه ، د نوي ژوند بابــــــــــــــونه
یو ځـــــــــل بو می ځــــــــه لــه خوده ، بیخوديه
چې هجران لمــــــــبو می زیات کــړله ، دردونه
د هســــــــتي په معـــــــــــما ، باندی پوه نه شوم
څوک به وي چې راته راکـــــــــــړي ، ځوابونه
هومره پوی یم د عبرت په دې صــــــــــحرا کې
زمانه ښــــــــــــایي هر چـــــــاته ، بیل رمزونه
هسی ورک، یو څو شیبي شوم په خپل ځان کې
تصـــور کې چــــې می کېښوده ، ګــــــــامونه
ځینو لاره ، په حـــــالاتو کــــــــــــې کړه ورکه
ځیني ورک کړل ، په لويي کې خپل ځــــــانونه
نه پوهـــــــیږم دا د چــــا ، د پـــــــښو آواز دی
چې می زړه ته رارســـــــــــــــیږي ، پیغامونه
چې یې زړه په معرفت ، روښـــــــــانه نه وي
هیڅ تأثیر به پرې و نه کړي ، دا نظــــــــمونه
تربـــــیت مــــــــــو بنیادي ، ســـمول غواړي
که نه ټول عمر به مـــــــونږ یو او جنــــګونه
معرفت کې به ، ټول ســـــــــــیمه ګلستان شي
که مونږ وکرَو ، په لارو کې ، ګـــــــــــــلونه
ظلمتونه ، او تیارې به شـــــــــي ، نور ختمې
که روښــــانه کړو ، د لارې مشــــــــــــعلونه
انسانیت به خپل ، معراج ته ورســــــــــــیږي
له کینو نه که مو وژغـــورل ، خــــپل زړونه
سید عبید الله نادر
کال ۲۰۲۰ اکتوبر