
زموږ د ستر لارښود حضرت محمد ﷺ سپیڅلي اخلاق
مخکې له دې چې د حضرت محمد ﷺاخلاقي نمونې ستاسې لوستونکو ته وړاندې کړم، راځم دې ته چې اخلاق څه ته وايي؟
د اخلاقو تعریف: اخلاق په لغت کې خوی، خصلت او طبیعت ته ویل کیږي. په اصطلاح کې اخلاق په نفس کې له هغه ځای په ځای شویو صفتونو یا خویونو څخه عبارت دي، چې انسان د هغه په وسیله ښه له بدو او وړ له ناوړو څخه بېلوي.
په ټولو ادیانو کې د اسلام سپېڅلی دین دی، چې بشریت ته یې د غوره اخلاقياتو لومړۍ لارښوونه کړېده. په بشري تاریخ کې تر اسلام د مخه د ځمکې پر مخ هغه څه وو چې تاریخ یې یادونه د جهالت په نامه پیلوي.
کله چې د غوره اخلاقو یادونه کېږي یا یې د محبوبیت احساس درک کېږي، دا ټول د اسلام د سپېڅلي دین د حقانیت تثبیت کوي. د اخلاقو د اهمیت په اړه پیغمبر ﷺ فرمايي (أنما بعثت لا تمم مکارمم الاخلاق)
ژباړه: زه د دې له پاره رالېږل شوی یم چې مکارم او نیک اخلاق بشپړ کړم.

حضرت محمد ﷺ د اللّٰه «ج» له طرفه د بشر د لارښوونې او هدایت لپاره یوه ډالۍ وه، دا هغه ډالۍ وه چې انسان ته یې د انسانیت معنوي ارزښتونه ور وبښل. د وجدان، تقوا، جهاد، حیا، حق وینا او سالمې مبارزې د ځواک زړي ېې د انساني تفکر پر ځمکه وشیندل او دې تخم هغه حاصل راوړ، کوم چې له پيله بيا ترپایه به تجربه نه شي.
محقیقین علماء په دې اتفاق لري، چې حضرت محمد ﷺ ته الله ج کوم اخلاق ورکړي وو، هغه فطري وو. په ریاضت يې خپل کړي نه وو؛ مګر دا د الهي ذات پېرزوينه وه. (۱)
د وحې د پيل پرمهال رسول الله ﷺ ته بي بي خدیجې «رض» په دې الفاظو سره تسلې ورکوله« زما دې پر اللّٰه ج قسم وي چې هېڅکله به تاسې غمګین نه شئ، ځکه چې تاسې د پوروړيو پور ادا کوی، له بې وزلو سره مرسته کوی، د میلمنو پالنه کوی، د حق پلوي کوی او په سخته کې د خلکو په کار راځی.(۲)
حضرت محمد ﷺ به کور ته په داسې حالت کې د ننه کېدو چې ټنډه به یې خلاصه او خوله به یې له تبسم ډکه وه، هر کله به چې له دوستانو سره په مجلس کې ناست و، هېڅکله به یې پښې نه غځولې.(۳)
له علي«رض»، عائشې«رض» او انس«رض» نه روایت دی چې محمد ﷺ ډیر نرم طبعیته، خوش خلاقه او د نېک سیرت څښتن و، د رسول الله ﷺ مبارک مخ به روڼ و، په درناوي او ارامۍ به یې خبرې کولې، دا یې عادت و، چې له چا سره به مخ شو لومړی به ده پرې سلام اچولو، که چا به ورسره خبرې کولې، مخ مبارک به یې تر هغې بل لوري ته نه اړاوه؛ ترڅو به چې مقابل لوري خبرې نه وې خلاصې کړې، چا به چې ورته لاس ورکړ، تر هغې پورې به یې رسول الله ﷺ لاس نه پرېښوده؛ ترڅو به چې مقابل لوري نه و پرېښی، په هر مجلس کې به چې کېناست، زنګنونه مبارک به یې له ملګرو څخه نه مخکې کول.(۴)
له على«رض» څخه چې حضرت محمد ﷺ روزلی او د نبوت له پیله تر پایه يې د دوی په مقدس خدمت کې تقریباً درویشت کاله تېر کړي و، يو ځل حسين«رض» د محمد ﷺ د اخلاقو او عادتونو په باره کې پوښتنه وکړه، حضرت علی«رض» ورته وويل چې حضرت محمد ﷺ د ورین تندي، نرم خوی او د مهربانه طبیعیت خاوند و؛ د سخت زړه او تنگ نظر خاوند نه و، د چا په مقابل کې به يې شور نه کاوه او نه به يې کومه بده خبره له خولې ایستله. که کومه خبره به يې خوښه نه شوه پر هغې به یې سترګې پټولې.
حضرت محمد ﷺ له درېیو خبرو ځان بېخي خلاص کړى و، لکه: له بې ګټې او بې اړتیا بحث او مباحثې، له اړتیا څخه زیاتو خبرو او له بې مطلبه خبرو. همداراز به یې له درېیو خبرو څخه ډډه او پرهیز کاوه، لکه: چاته به يې بد نه ویل، د چا عيبونو ته يې ګوته نه نيوله او نه به يې د چا د شخصي او پټو حالاتو د معلومولو هڅه او پلټنه کوله. په کومه خبره به چې خلکو وخندل، نو دی مبارک به هم مُسکی شو، کوم مجلس ته به چې له بهر څخه نابلده شخص راغی او په بې باکۍ سره به یې خبرې وکړې، نو ده به صبر او زغم کاوه (۵)
زیاتره وخت به ورته مریانو او وينځو اوبه راوړې، څو حضرت محمدﷺ د تبرک لپاره لاس پکې ښکته کړي، که د ژمي سهار وختي به هم و، رسول الله به ترې انکار نه کاوه (۶)
عائشه«رض» فرمايي: ما تر نبي ﷺ زیات د ښو اخلاقو څښتن نه و ليدلی، د هر چا سوال ته به یې په لبیک ځواب ورکاوه.(۷)
ابو قتاده«رض» فرمایي: د نجاشي پاچا له طرفه يوه ډله خلک مدينې ته راغلل نبي کریمﷺ د هغوی خدمت په خپله کاوه، موږ ورته وويل يا رسول الله ﷺ تاسو ولې تكليف کوئ موږ یې خدمت کوو. حضرت محمدﷺ وفرمايل: د دوی خدمت زه کوم ځکه چې دوی زما د اصحابو خدمت کړی دی (۸)
جریر بن عبد الله «رض» نومی صحابی و، رسول الله ﷺ به چی کله دی ولید، نو له مينې نه به ورته مسک شو، دا صحابي وایي: هېڅکله داسې نه ده پېښه شوې، چې زه دې مبارک حضور ته ورغلي يم او دی دې له مينې نه ماته نه وي مسک شوی. (۹)
که د چا کومه خبر یا کوم شی به یې خوښ نه شو، نو مخامخ به يې هغه ته نه یاداوه.
یو صحابي په ژېړ رنګ جامو کې د حضرت محمد ﷺ حضور ته راغی، حضرت محمد ﷺ ورته مخامخ هېڅ ونه ویل مګر کله چې لاړ، نو چاته يې وويل چې ده ته ووايه چې دا رنګ ومينځي (۱۰)
رسول اللهﷺ فرمايي: زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې نېک اخلاق پوره کرم (۱۱)
يو صحابي وایي: په کوچنیوالي کې د انصارو د کجورو بڼ ته تلم او د کجورو څانګې به مې په ډبرو او لوټو ویشتلې، په دې ترتيب به مې د كجورو له لښتو څخه كجورې راټولولې، د دې کار په کولو زه خلکو ونيولم او د حضرت محمد ﷺ خواته يې بوتلم، حضرت محمد ﷺ له ما پوښتنه وکړه چې ونې ولې په لوټو ولې؟
ما ورته وويل د دې لپاره چې کجورې را توی کړم،
حضرت محمدﷺ راته وفرمایل: هغه كجورې چې په خپله پر ځمکه رالوېدلې وي، هغه خوره او په لوټو ویشتل مه کوه!
تر دې وينا وروسته يې زما پر سر لاس تېر کړ او ماته يې دعا وکړه.
ام المؤمنین حضرت عایشه رضي الله عنها فرمایلي دي: د پېغمبر ﷺ اخلاق قران کریم و، یعنې د پېغمبرﷺ ژوند د قرانکریم د احکامو او عالي ارزښتونو عملي تطبیق و، هر مسلمان چې قرانکریم تلاوت کړي او ځان پرې پوه کړي، د اسلام د ګران پېغمبرﷺ اخلاق په غوره توګه پېژني او عمل پرې کوي.
د یادونې وړ یې بولم چې د پيغمبر ﷺد مبارکو اخلاقو بحث د زرګونه کتابونو له توان څخه وتلې موضوع ده. د لنډ درک لمن په همدې سپيڅليو بېلګو راټولوم او د دې لیکنې ټکی ږدم.
د پورته ليکنې ماخذونه:
(۱): الشفا لومړی ټوک ۸۹ مخ.
(۲): بخاري شریف، اخلاق نبوي ۱۱ مخ.
(۳): ابن سعد «رض».
(۴): ابوداود شریف، ترمذي شريف.
(۵): ابوداود شریف، ترمذي شريف.
(۶): صحیح مسلم شریف.
(۷): اخلاق نبوي ۱۸ مخ.
(۸): بیهقي.
(۹): صحيح مسلم شریف.
(۱۰): ابوداود شريف دوهم ټوک.
(۱۱): الشفا لومړی ټوک.
ليکنه او تحقیق: ماسټر حسیب الله «وحدت»






