زمان او مکان څه ته وايي؟

څور ورځې وړاندې مې يوه پوښتنه وليده (چې زمان مخکې پيدا شوى دى او که مکان) په هغه وخت کې زه په يوه بله موضوع باندې مصروف وم وخت مې نه درلود اوس مې زړه وغوښتل چې ددې پوښتنې په ځواب کې خپل معلومات له دوستانو سره شريک کړم.

لکه چې معلومه ده چې زمونږ په ژوند کې وخت د شپې او ورځې د را تلو نه پيدا کيږي او هغه د زمکې له دوران څخه مينځ ته نو ددې معنى داده چې اول مکان پيدا شوى دى بيا زمان لکن په قرآن کريم کې د ځينې آيتونو څخه معلوميږي چې الله جل جلاله  شپه او ورځ د لمر او سپوږمۍ څخه وړاندې پيدا کړي وو په سورة الانبياء کې فرمايي :  وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴿33﴾

ترجمة : او الله هماغه ذات دى چې پيدا کړي يې دي شپه او ورځ  لمر او سپوږمۍ چې هر يو په خپل مدار کې ګرځي.

په يو حديث کې بيا يو مضمون راغلى دى چې هغه بدل دى هغه حديث دادى:

عَنْ عِكْرِمَةَ ، أَنَّ الْيَهُودَ ، قَالُوا لِلنَّبِيِّ , صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ” مَا يَوْمُ الأَحَدِ ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : خَلَقَ اللَّهُ فِيهِ الأَرْضَ وَكَسْبَهَا ، قَالُوا : فَالاثْنَيْنِ ، قَالَ : خَلَقَ فِيهِ آدَمَ ، قَالُوا : فَالثُّلاثَاءِ ، قَالَ : خَلَقَ فِيهِ الْجِبَالَ وَالْمَاءَ ، وَكَذَا وَكَذَا وَمَا شَاءَ اللَّهُ ، قَالُوا : فَيَوْمُ الأَرْبِعَاءِ ، قَالَ : الأَقْوَاتَ ، قَالُوا : فَيَوْمُ الْخَمِيسِ ، قَالَ : خَلَقَ السَّمَوَاتِ ، قَالُوا : فَيَوْمُ الْجُمُعَةِ ، قَالَ : خَلَقَ اللَّهُ فِي سَاعَتَيْنِ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ، ثُمَّ قَالُوا : السَّبْتَ وَذَكَرُوا الرَّاحَةَ ، قَالَ : سُبْحَانَ اللَّهِ ، فَأَنْزَلَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى : وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِنْ لُغُوبٍ سورة ق آية 38

د حضرت عکرمة رضى الله عنه څخه روايت دى، هغه فرمايي يهود راغلل رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل :

دا د يکشنبې ورځ څه شى ده؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل الله پدې ورځ باندې زمکه پيدا کړه او هغه يې خپره کړه.

هغوى ورته وويل : دوشنبه؟
رسول الله صلى الله وسلم ورته وفرمايل : الله پدې ورځ باندې حضرت آدم عليه السلام پيدا کړو.

هغوى ورته وويل : سه شنبه؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : الله جل جلاله پدې ورځ کې غرونه او اوبه او داسې نور شيان څه چې د الله خوښه وه پيدا کړل .

هغوى وويل : چهارشنبه؟
رسول الله ص ورته وفرمايل : الله پدې ورځ کې رزقونه پيدا کړل.

هغوى وويل : پنجشنبه؟
رسول الله ص ورته وفرمايل : الله پدې ورځ کې اسمانونه پيدا کړل.

هغوى وويل : جُمعه؟
رسول الله ص ورته وفرمايل : الله پدې ورځ کې په دوه ساعتونو کې شپه او ورځ پيدا کړل  .

هغوى وويل : شنبه؟ بيا هغوى د دمې ذکر وکولو يعني دوى داسې خبرې وکولې چې پدې ورځ به (نعوذ با لله) الله دمه کړې وي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل پاکي ده الله لره بيا دا آيت نازل شو ..

وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍ.

ترجمة : بېشکه مونږ پيدا کړل اسمانونه او زمکه او هغه چې ددې په مينځ کې دي په شپږو ورځو کې او پدې کې مونږ ته هېڅ ډول ستوماني ونه رسېده .

ددې حديث نه ښکاره کيږي چې زمان تر مکان مخکې پيدا شوى دى او د مخکنيو اقوالو له مخې مکان تر زمان مخکې پيدا ښکاره کېدو اوس ددې دواړو نظريو په مينځ کې اتفاق څنګه کيږي؟

او دلته بله پوښتنه دا هم کيږي چې ورځ څه ته ويل کيږي؟ زمونږ په اصطلاح کې خو ورځ دېته ويل کيږي چې لمر د زمکې په سر باندې څومره وخت پاتې شي دېته مونږ ورځ وايو او کله چې لمر غروب وکوي نو شپه مينځ ته راشي نو کله چې زمکه نه وه، لمر نه وو نو بيا دا ورځ له کومه پيدا کېده؟

ددې ځواب علماء داسې کوي چې الله ويلي دي چې مونږ اسمانونه او زمکه په شپږو ورځو کې پيدا کړي دي د ورځې نه مراد د وخت يوه ټوټه ده دا ورځ نه ده چې کومې ته مونږ ورځ وايو چې هغه مهلت دى په کوم کې چې لمر د زمکې په سر پاتې وي .

يو عالم دا ځواب په خپلو ټکو کې داسې کړى دى :

فالأيام هنا المراحل او الأطوار وليست أيامنا هذه التي نعهدها وذلك لأن اليوم لغة عبارة عن زمان مكث الشمس فوق الأرض من الطلوع إلى الغروب، وحينها لم يكن هناك لا أرض ولا شمس.

ترجمة : د ايام نه دلته مراد مراحل او دورې دي او مراد ترېنه دا ورځې نه دي چې کومې مونږ وينو ځکه چې ورځ په لغت کې ديته ويل کيږي چې لمر د زمکې په سر باندې څومره وخت پاتې کيږي له راختلو نه تر لوېدلو پورې او په هغه وخت کې چې الله زمکه او اسمانونه پيدا کول نه زمکه وه او نه لمر وو .

نو د پورتني ځواب نه به زما لوستونکي ته دا هم معلومه شوې وي چې کوم زمان تر مکان مخکې پيدا شوى دى هغه داسې شپې او ورځې نه وې لکه دا اوس خو البته هغه وخت او دوخت يوه دوره او يوه ټوټه تر مکان وړاندې پيدا شوى دى او دا کوم زمان چې اوس موجود دى چې شپه او ورځ دي دا تر مکان وروسته پيدا شوى دى يعني زمکه ، اسمانونه ، لمر دا هرڅه پيدا شول بيا د شپې او ورځې دا سيستم پيدا کړل شو .

خو لږ د نور وضاحت لپاره ستاسې پام د زمان په اړه يو څو ټکو ته را ګرځوم .

دا زمان چې ياديږي دا په څو ډوله دى :

زمن الخلق يا د پيدائښت زمان:

دا خو هغه بسيط او د وخت وړوکې برخه ده چې لکه د سترګو د رپ په اندازه وه چې په هغې کې الله مخلوقاتو ته د کن امر  وکولو او او په هغه امر سره الله کائنات پيدا کړل خو هغه د کُن امر د اوس وخت په نسبت په څومره وخت کې وشو څرنګه چې مخکې تېر شول په هغه وخت کې څرنګه چې دنيا نه وه ، لمر نه وو نو دا د ورځو سيستم موجود نه وو او قرآن کريم مونږ ته صرف (يوم)  لفظ ياد کړى دى هغه کله کله مطلق وخت ته هم ويل کيږي اوس قرآن کريم مونږ ته دا نه دي ويلي چې دا يوم  څومره وخت وو.

الزمن المعاش يا د ژوند زمان:

دا هغه زمانه ده چې د شپې او ورځې نه را پيدا کيږي. د لمر د حرکت نه مينځ ته راځي او دا د زمکې ، اسمانونو او لمر څخه وروسته را پيدا شوى دى او دېته انساني زمان هم ويل کيږي  .

الزمن الضوئي يا د رڼا زمان:

د ا هغه زمانه او وخت دى چې رڼا يې په خپلو راتلو کې نيسي کله چې هغه په خپل انتهايي تيز سرعت سره زمکې ته را رسيږي چې په يوه ثانيه کې 186.000 ميله مسافه وهي .

که زه تاسې ته ددې څلورو زمانو شکل در کول غواړم نو زه به درته څلور دائرې پداسې توګه جوړې کړم چې يوه به لويه وي بله به له هغې څخه وړکې او بيا ورپسې وړوکې او داسې آخري به د ټولو دايرو په مينځ کې وي او ددې ټولو دائرو مرکز به يو وي نو اوس به تاته ووايم چې پدې څلورو کې بهرنۍ دائره اشاره کوي مطلق زمان ته او ورپسې دايره اشاره کوي زمان خلق ته او بيا د هغې څخه د ننه زمانه د معاش ده او بيا په آخر کې دائره اشاره کوي زمان الضوئي ته.

ددې لپاره چې دا موضوع لږ ساده کړم ستاسې په مخ کې زه د يو فيلم مثال اېږدم د مثال په توګه مونږ کينو د مثال په ډول يو فيلم line of the desert  د عمر مختار فيلم ګورو دا ټول فيلم به مونږ په دوه ساعتونو کې وګورو خو پدې سره مونږ د عمر مختار د شلو کارو نه ستړي کيدونکو هلو ځلو او رنګين تاريخ نه خبر شوو اوس په هغه فلم کې داسې نشي کېدلى چې هغه مونږ ته د هرې دقيقې د ژوند د عمر مختار نه خبر راکړي ځکه پدې وخت کې مونږ د هغه ژوند نه بهر ژوند کوو په کوم کې چې عمر مختار ژوندى وو او مونږ د هغه مکان څخه بهر يو چېرته چې هغه اوسيدو نو دا مثال مونږ ته وايي چې دا معلومات مونږ ته څومره هغه فيلم معلومات راکوي دومره زمونږ عقل له مونږ سره مرسته کوي چې په هغه زمان باندې پوه شو نو د انسان عقل د الزمن المعاشي (د ژوند زمان) سره تړاو دى هغه تړاو يې دادى چې د انساني عقل ترکيب له معنويت له نقطې نه  حافظه ده چې له پخوا نه يې واقعې ساتلې دي او په موجوده وخت کې هم لګيا ده ساتنه کوي او بله خيال ده چې د راتلونکي وخت په اړه باندې تصور او فکر کولى شي همدا نقطه ده چې د انسان عمر يې په دريو ورځو باندې تقسيم کړى دى يوه هغه ورځ ده چې تېره شوه بله هغه ورځ ده چې اوس روانه ده او بله هغه ورځ ده چې صبا به راځي نو داسې د انسان په ورځ کې درى ساعته دي هغه چې تېر شوى دى هغه چې روان دى او هغ چې وروسته راځي نو د همدې فکر نه زمونږ او ستاسې ساعت پيدا شوى دى په کوم چې مونږ وخت معلوموو چې ورته Biological Watch ويل کيږي دا ساعت په اول کې هم د همدې لپاره اختراع شوى وو چې انسان ته احساس ورکړي چې وخت څومره په سرعت سره ځي او تيريږي او دا چې کوم وخت تېر شو هغه هېڅوک بېرته نشي راګرځولى هغه بايد انسان پريږدي په موجوده وخت کې عمل وکوي او د راتلونکي وخت لپاره ځان تيار وساتي او همدا ساعت د حواسو له لارې عقل ته خبر ورکوي چې دومره زمان يعني وخت تېر شوى دى د مثال په ډول انسان ساعت ته په سترګو وګوري نو پوه شي چې دوه ساعته نور تېر شول او کله چې دا حواس کار نه کوي د مثال په ډول انسان ويده شي نو بيا انسان پدې نه پوهيږي چې څومره وخت ويده شوى وو او کله کله چې لدې ماشين او ساعت نه څوک استفاده نه کوي دده نفس ده ته دوکه هم ورکوي او ده ته غلطه فيصله کوي د مثال په ډول يو څوک د چا انتظار کوي او ساعت ته  نه ګوري نو چې يو ساعت انتظار وکوي ده ته داسې محسوس کيږي لکه ده چې درى ساعته انتظار ويستلى وي او څوک چې لداسې چا سره ناست وي چې دده زړه غواړي له هغه سره کېناستل او دى خوشحال وي نو دده ګمان وي چې دى يو ساعت هلته کېناستلو لکن چې کله وروسته معلومات وکوي نو ده ته ښکاره شي چې دى درى ساعته هلته ناست وو او په همدې وخت کې دا احساس د دوو کسانو لپاره بدل بدل وي يو کس به پداسې حالت کې وي چې په مجلس کې ښه خوشحال وي دا درى ساعته هغه ته لکه يو ساعت داسې محسوس کيږي او يو کس به وي چې دلته به تنګ وي هغه ته دا درى ساعته لکه نه ساعته داسې سخت ښکاره کيږي حال دا چې وخت او زمان دواړو په يوه اندازه تېر کړى دى …

نو کوم زمان چې اوس مونږ حساب پکې کوو او مونږ ورباندې خپل حسابونه کوو تنخوا ورباندې اخلو او له خلکو سره ورباندې وعدې کوو دا هغه زمان نه دى چې په کوم کې الله زمکې او اسمانونه پيدا کړل دا زمان معاشي يعني د ژوند زمان دى دا د زمکې ، اسمان او لمر تر پيدا کېدلو او بيا د شپې او ورځې تر مينځ ته راتلو نه وروسته مينځ ته راغلى دى.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب