
زرینې ویناوې!
۲۰ غوره ویناوې:
1-د حاکم یوه شپه دانصاف د60 کالوعبادت نه غوره ده.
2- یتیم هغه نه دي چې دخپل پلار اومورله سیوري څخه محروم شي، بلکه یتیم هغه دی چې د ا خلاقو نه محروم شي.
3- همیش ریښتیا وایه! که څه هم ترخه وي.
4- مفت شی چاته ورکول اوبېرته ورنه غوښتل داسې دي لکه انسان چې خپل قی وخوري.
5- سلام کوونکی ته 90 نیکۍ اوجواب ورکووني ته 10 نیکۍ ورپه برخه کیږي.
6- دشرک نه وروسته لویه ګناه انسان ته ضرر رسول دي.
7- له ایمان نه وروسته ترټولوغوره نیکی مخلوق ته ارام وربښل دي.
8- دجادعیب په لټه کې مه اوسه ، دچا پټې خبرې مه اوره.
9- دیومسلمان ورورپر بل مسلمان پنځه حقوق دي :1.دسلام جواب. 2- دناروغ پوښتنه کول. 3- دجنازې سره تلل. 4- د دعوت قبلول.5- دپرنجی ځواب ورکول.
10- دمؤمن ژبه دزړه نه وروستۍ ده یعني کله چې خبره کوي لومړی سوچ وهی بیا خبره کوي.
11- ګنهکارسخی دالله تعالی په نزد تر بخیل عابد غوره دی.
12- دالله تعالی په نزد دوه څاڅکي ترټولوغوره دی . اول هغه څاڅکی چې دالله تعالی له ویرې توی شي دوهم هغه څاڅکی چې دالله تعالی په لاره کې توی شي.
13- دیومسلمان سره چې دبل مسلمان غم نه وې هغه زما له امت څخه نه دی.
14- سخی سړی الله تعالی ته نژدې، خلکوته نژدې، له دوزخ څخه لرې دی.
15- هغه انسان په ما ایمان نه دی راوړی چې خپله خیټه یې مړه کړه او ویده شو اوحال داچې ګاونډي دهغه وږی پاتې شي.
16- ترټولو غوره کارهغه دی چې په انصاف سره وشي.
17- دمسلمان اومافر ترمنځ توپیر په لمانځه سره دی.
18- کوم انسان چې دراکړې عادت خپل کړي الله تعالی به په هغه دمحتا جي دروازه خلاصه کړي.
19- د الله تعالی ذکر داسې په کثرت سره کوئ چې خلک مولیوني وبولي.
20- په سلام سره ابتدا کوونکي له کبر نه خالي وي.