ریطه د عبدالله ثقفي لور (رضی الله عنها)
ریطه د عبدالله ثقفي لور (رضی الله عنها)
ریطه (رضی الله عنها) د عبدالله لور، دا د هغې ښځې نوم دی چې له د دعوت د پيل په شپو كې د اسلام په مقدس دین باندې مشرفه شوې وه او د طایف د بني ثقیف په مشهوره قبیله کې يې خپل ژوند تیرولو.
میړه یې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ګران صحابي عبدالله بن مسعود (رضی الله عنه) وو، دی شپږم كس دى چې په اسلام باندی مشرف شوی، هغه لومړنی کس وو چې قرآن یې په مکه کې په لوړ غږ باندې تلاوت کړ او په همدې خاطر د قریشو له خوا د زیاتو ستونزو او مشکلاتو سره هم مخ شو.
عبد الله بن مسعود (رضی الله عنه) دوه ځله د اسلام په لاره کې هجرت کړی او زیات وخت به د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خدمت او ملګرتیا کې بوخت وو.
هغه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره د ملګرتیا په پایله کې په دې وتوانید چې قرآن زده او بیا یې حفظ کړي.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ده په اړه ویلي دي: څوک چې غواړي قرآن په کوم ډول نازل شوی تلاوت کړي نو د عبد الله بن مسعود (رضی الله عنه) په شان یې دې تلاوت کړي.
مور یې ام عبدالله، د عبدود لور د هغو مسلمانانو څخه وه چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خدمت باندې مشرفه شوې وه.
دې مبارکې کورنۍ له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره خالصانه اړیکې لرلې او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) کور ته یې تر دې كچې تګ راتګ کاوه چې که به کوم نوی څوک مدینې ته راتلل نو دوی به یې د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) اهل بیت بلل.
عبد الله بن مسعود (رضی الله عنه) خپله کوم عاید نه درلود او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د خدمت له لارې به یې د یو څه د لاسته راوړلو هڅه کوله.
اما د هغه میرمن ریطه (رضی الله عنها) کاریګره ښځه وه او د خپل لاس د هنر له لارې به ېې داسې شیان جوړول چې په بازار کې ښه خرڅیدل او د همدې لارې به ېې یو څه مال لاس ته راوړلو او په میړه او اولاد به یې مصرفولو.
یوه ورځ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د صدقې د ښیګړو په اړه خبرې وکړې او اصحاب یې د صدقې ورکړې ته وهڅول.
ریطه (رضی الله عنها) چې په كله خبره شوه نو عبدالله بن مسعود (رضی الله عنه) ته یې په خطاب کې وویل: ای عبدالله! په الله قسم چې تا او زوی دې زه د صدقې له فضایلو او ثواب نه محرومه کړې یم؛
ریطې به خپل ټول عاید په خپل اهل باندې مصرفولو او د صدقې لپاره هیڅ نه پاته کیدل چې له ثواب نه يې برخمنه شوې وای.
عبدالله ورته وویل: که په ما او په زوی مې له انفاق نه څه ثواب نه دررسیږي نو زه دې ته تیار نه یم چې تا د دې اجر نه محرومه کړم.
په هر صورت دواړو پریکړه وکړه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ورشي او دا موضوع ورسره شریکه کړي؛ ریطې چې کله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ولید ورته ویې ویل: اې د الله رسوله! زه د لاس هنر لرم او د همدې لارې یو څه مال لاس ته راوړم، اما دا ټول مال مې په اهل باندې مصرفوم او څه نه پاته کیږي چې صدقه يې ورکړم او د اجر نه یې برخمنه شم، زه څه وکړم؟
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ته په خپل اهل باندې په انفاق سره د صدقې له اجر نه برخمنه کیږې او هماغه د صدقې اجر تا ته هم رسیږي.
ریطه (رضی الله عنها) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دې خبرې په اوریدلو سره آرامه شوه، هغه څه ته چې غوښتل یې ورسیدله او هوډ یې وکړ چې هغه څه چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه یې اوریدلي دي ټولو مسلمانو ښځو ته یې ورسوي او زیری ورکړي.
رضى الله عنها
لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل