روژه څه ته وايي؟

د روژې تعريف:

(صوم) روژه په لغت کې بندولو ته وايي.
د روژې اصطلاحي مانا: روژه په اصطلاح کې د ځان بندول دي، د خوړلو، څښلو او جماع څخه د فجر صادق (سبا راختلو) څخه تر لمر پريوتلو پورې.
فقه السنة (٣٨٧- زادالمعاد ١/٢٢٦)

د روژې د فرضيت تاريخچه:

د رمضان د مبارکې مياشتې روژه د هجرت په دويم کال د شعبان د مياشتې په دويمه نېټه د دوشنبې په ورځ فرض شوه. فقه السنة ١/٣٨٢، علامه ابن القيم په خپل کتاب زادالمعاد کې ليکي، چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) (نهه رمضانه) روژه نيولې ده، او همدارنګه نوموړي د روژې فرضيت په درېيو (٣) مراحلو ويشلې.

لومړۍ: کله، چې روژه فرض شوه؛ نو انسان لپاره خپله خوښه و، چې روژه نيسي او که د روژې نيولو پر ځاى فديه ورکوي.
دويم: په دويمه مرحله کې د روژې فرضيت به د ويده کېدلو څخه پيل کېده، که څه  هم يو شخص به د شپې لخوا ويده شو.
درېيم: په درېيمه کې د روژې نيول د سبا (فجر صادق) څخه پيل او د لمر تر ډوبېدو پورې دوام کوي، چې د شپې پر مهال د انسان لپاره خوراک، څښاک او د خپلې بي بي سره جماع کول روا دي. زاد المعاد ١/٢٢٧  ، کې ليکي د درېيمې مرحلې روژه د قيامت تر ورځې پورې دوام لري. په بخاري کتاب کې د براء ابن عازب (رض) حديث نمبر ١٩١٠ وګوره، او د لا ډېرې پوهې لپاره تفسير ابن کثير ١/٣٠٢ (ط بېروت) وګورئ.

د روژې حکم:

د رمضان د مبارکې مياشتې روژه نيول په هر  عاقل، بالغ مسلمان باندې فرض ده (چې کوم شرعي عذر ونه لري) او منکر ور څخه کافر دى. سورة البقره  اية ١٨٤ فقه السنة ١/٣٨٣
څلورم بحث: د روژې ځېني ډولونه:

روژه په څو ډوله ده،

فرض، لازم (واجب)، سنت ، حرام، مکروه

١: د رمضان د مبارکې مياشتې روژه فرض ده.

٢: نذري روژه لازم او واجب ده.

٣: د عاشورا (د محرم لسم)، د عرفې ورځ، د دوشنبې او پنجشنبې ورځ همدارنګه د ايام البيض (د هرې مياشتې ديارلسم، څوارلسم، پينځلسم) روژې سنت دي،چې په صحيح رواياتو کې يې ذکر راغلي دي.
فقه السنة ١/٣٩٧-٤٠٢ مشکوة المصابيح ١/٦٣٣-٦٤ (ط بېروت)

٤: ناروا (حرامه) روژه: يانې په دغو ورځو کې روژه نيول الله پاک حرامه ګرځولې، لکه: د کوچني او ستر اختر په ورځ روژه نيول، همدارنګه د ستر  اختر د دويمې، درېيمې او څلورمې ورځې روژه نيول ناروا دي چې ديته ايام التشريفق وايې. د تل لپاره روژه نيول چې يوه ورځ هم نه افطار نکوي، او دوه، درې … ورځې پرلپسې روژه نيول چې صوم وصال ورته وايې ناروا دي.
فقه السنة ١/٣٩٣-٣٩٧ او مشکوة المصابيح کتاب الصوم .

د روژې د نه نيولو ګناه:

هر څوک چې د روژې فرضيت څخه انکار کوي؛ نو کافر او مرتد بلل کېږي، او هغه څوک چې د رمضان روژه فرض ګڼي او نه يې نيسي؛ نو دا د کبيره ګناه مرتکب دى او دغه کار فسق، فجور او معصيت دي. رسول الله (ص) فرمايې ( چا چې د رمضان مبارکې مياشتې يوه روژه قضداً او بې له شرعي عذره وخوړله؛ نو کچيرې ټول عمر روژه ونيسي؛ نو د يوې قضا شوې روژې ثواب نه شي پوره کولى. مشکوة المصابيح (٢٠١٣) بخاري ترجمة الباب
د ابن عباس (رض) څخه په يو روايت کې راغلې، چې اسلام پر درېيو شيانو بناء دى، يانې د اسلام اساسات درې دي، چا چې يو پرېښود؛ نو کافر دي، (د مسلمانانو امير به يې وينه تويوي)
١: ددې خبرې ګواهي ورکول، چې اله، معبود او د عبادت حقدار يوازې الله (ج) دى، بل هيڅوک نشي کېدلى.
٢: د فرض لمونځ ادا کول، ٣: د رمضان د مبارکې مياشتې روژه نيول.
رواه ابويعلى والديلمي وصححه الذهبي فقه السنة ١/٣٨٤

د روژې موخې:

علامه ابن القيم رحمة الله  فرمايې، چې د روژې اصلي موخه د الله(جل جلاله) سره مينه، محبت او د هغه رضا حاصلول دي، همدارنګه روژه د الله (جل جلاله)  او بنده تر منځ يو خاص او پټ راز دى،چې بل څوک پرې نه پوهېږي. بې له الله (جل جلاله) څخه ،چې دغه انسان خوراک، څښاک او جماع نه کول يوازې د هغه لپاره پريښي چې په دې خبره انسانان او بني ادم نه خبرېږي ؛ نو ځکه وايو، چې د روژې هدف د خوراک څښاک او د جماع د شهوت کنترول او برابرول دي،چې انسان په دغه مياشت کې د اخرت او جنت د نعمتونو د لاس ته راوړلو لپاره تيار او وروزل شي، او د روژې بل هدف انسان ته د وږو، مسکينانو، بنديانو، مجاهدينو او مهاجرينو د حال يادونه کوي،چې پر خپل ځان د شيطان لارې بندې کړي ځکه کله، چې خوراک او څښاک کنترول شي؛ نو وينه او د وينې رګونه کنترول او د شيطان لارې بندې او تنګې ش، چې په پايله کې روژه د انسانانو لپاره د شهواتو او شيطان په مقابل کې واګي او ډال ګرځي، چې د ګناهونو نه پرې ځان د الله (ج) په مرسته ساتي. روژه د نيکانو لپاره د باغيچې مثال لري، چې يوازې د الله (جل جلاله) لپاره تر سره کېږي. زادالمعاد ١/٢٢٦

د روژې ګټې :

الله تعالى فرمايې: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ} [البقرة : 183]  ( سورة البقره ١٨٣)
ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي)
قرطبي په ٢ جز ٢١٠ مخ کې ليکي چې په يهودو او نصارو يوه يوه مياشت روژه فرض وه. خو دوى بيا په کې زياتوالى راوستو. او د مجاهد څخه قرطبي نقل کوي چې روژه په هر امت فرض وه. او تشبيه په نفس فرضيت کې دى.
د روژې نيولو پنځوس ګټې. او د نه نيولو پنځوس زيانونه چې دا ګټې انسان له لاسه ورکوي.
١: د روژې په هره شپه کې الله تعالى ځېنې بنده ګان د اور څخه خلاصوي. (مشکوة ١٧٣).
٢: د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي. (مشکوة ١٧٣)
٣: د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو مياشتو څخه غوره ده.
٤: د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې د ١٠ څخه تر ٧٠٠ پورې اجرونه ورکوي.
5: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې.
6: روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د قيامت په ورځ کې  چې د الله تعالى سره لېدنه کوي.
7: د روژ ه نيونکي خوله ښايسته بوي کوي.
8: د روژ ه نيونکي د خولې خوشبوئي د الله تعالى په وړاندې د مشکو د خوشبوئي څخه ډېره خوښه ده.
9: روژه د شيطان لپاره ډال دى.
10: روژه باطلو ته ډال دى.
11: روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى .
12: روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کېږي.
١4: روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کېږي.
١5: روژه نيونکى به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي. مکشوة المصابيح ١٧٣
١6: د روژې په راتللو سره شيطانان او پيريان تړل کېږي. (مشکوة ١٧٣)
17: د روژې په راتللو سره د جنت دروازې خلاصېږي. (مشکوة ١٧٣)
18: په روژه کې د الله تعالى له لورې اعلان کوونکي اعلان کوي. چې اى د خير غوښتونکيه! د خير غوښتنه کوه. او د شر غوښتونکيه! د شر څخه ځان وساته. (مشکوة ١٧٣)
19: د روژې مياشت د برکت او د خير مياشت ده. ( چې انسان ته په روژه نيولو حاصلېږي) (مشکوة ١٧٣).
٢0: روژه د مسلمانانو لپاره شفارس کوي چې الله تعالى دا بنده وبښه. (مشکوة ١٧٣).
٢1: رسوالله (ص) فرمائي: چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي. د ايمان له کبله او د ثواب د غوښتلو له کبله ؛نو مخکني ګناهونه يې بښل کېږي. (بخاري، مشکوة ١٧٣).
٢2: د روژې نـسبت الله تعالى ځانته کړى چې دا زما لپاره ده.
٢3: روژه کې نفل عبادت الله تعالى په فرضو عبادتونو سره قبلوي. (مشکوة ١٧٣)
٢4: روژه کې فرض عبادات الله تعالى په ٧٠ عبادتونو قبلوي. (مشکوة ١٧٣)
25: روژه د صبر مياشت ده. او د صبر ثواب او بدله جنت دى. (مشکوة ١٧٣)
26: روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده. ( د فقيرانو مسکينانو ، کونډو ضعيفانو سره) (مشکوة ١٧٣).
27: د روژې په مياشت الله تعالى دمومن رزق زياتوي. ( کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکاتو سره ) (مشکوة ١٧٣).
28: روژه ماتى ورکول روژه دار انسان ته په دې سره کناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه خلاصيږي. او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى. (مشکوة ١٧٣).
29: هر انسان چې روژه دار موړ کړي. الله تعالى به د داسې حوض څخه اوبه ورکړي. چې بيا به نه تږى کېږي. تر دې چې  جنت ته ننوځي. (مشکوة ١٧٤).
٣0: دروژې مياشت اول يې رحمت منځ يې بښل او اخر يې د اور څخه خلاصون دى. (مشکوة ١٧٤)..
٣1: روژه دار ته په اخري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کېږي لکه مزدور ته چې مزدوري په اخر کې ورکول کېږي. او دا يوازې د ليلة القدر شپې پورې ځانګړې نه ده.
32 : روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى . چې دا راز بل چا ته نه ښکاري. د الله تعالى څخه پرته نورو ته او نور عبادات خو ښکاره وي. قرطبي ٢– ٢٠٩
33: رسول الله (ص)  فرمائلي دي: هر انسان چې روژه ونيسي يوه ورځ د الله تعالى د رضا لپاره او په دې سره يې خاتمه وشي. نو دا به جنت ته داخل شي. رواه احمد الترغيب والترهيب ١٤١٠ مخ وصححه اﻻلباني.
34: رسول الله (ص) فرمايلي دي هر هغه انسان چې روژه ونيسي د الله په لاره کې نو د دوزخ اور به ترې د سلو کلنو په مزل لرې وي. الترغيب والترهيب و صححه اﻻلباني.
35: رسول الله (ص) فرمايلي دي چې د روژې په شپه او ورځ کې انسان الله تعالى د دوزخ څخه بچ کوي. او د مسلمانانو دعا قبلوي. الترغيب والترهيب و صححه اﻻلباني. ١٤٤٢.
د ځاى د کمښت لامله مو ټولې ګټې نه شوۍ يادولې.

د انسان پر نفس باندې د روژې اغېز

ابن القيم رحمه الله  په خپل کتاب کې زاد العماد کې فرمايې چې پر نفس او بدن باندې د روژې اغېز ډېر عجيب دى، چې څوک پرې پوه شي، هغه دا چې روژه د انسان د بدن غړي او قوتونه د فاسدو غزاګانو او د هغې د خرابو اجزاوو څخه ساتي، چې د انسان د هاضمې جهاز او رګونو د پاکلوالي لامل ګرځي،چې په پايله کې د زړه او معدې څخه بوج کمېږي، چې دا ټول د انسان د روح، روغتيا او اندامونو د سلامتيا لامل ګرځي، چې سالم او قوي اندامونه انسان سره د تقوى په خپلولو او د الله (جل جلاله) په عبادت او راضي کولو کې مرسته کوي. دا ځکه چې د انسان اړيکې او اړوند د خواهشاتو څخه پرې شي او يوازې د الله پاک عبادت ته متوجه شي. زادالعماد١/٢٢٦

د روژې ماتوونکې (مفطرات):

د بحث د پيل څخه مخکې يوه خبره د يادونې وړ ده،چې په روژه کې په هېره او سهوې سره خوراک، څښاک او جماع باندې کفاره او قضاء نشته. هدايه ٢/١٠٥
١: په جماع کولو سره روژه ماتېږي، او کفاره پرې لازمېږي. کفاره يې د يو مريې يا وېنزې ازادول يا هم دوه مياشتې پر له پسې روژه نيسي او يابه شپيتو مسکينانو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکوي.
٢: خوراک کول، ٣: څښاک کول. ٤: قصداً قى کول، که په ډکه خوله وي او که نه وي. ٥: په ډکې خولې سره قى کول، هدايه ٢/١٠٦، فقه السنة ١/٤١٢
٦: استمناء (يانې د خپل بدن څخه مني، نطفه خارجول) چې په لاس سره وي، که په شهوت سره نظر وکړي، او يا ښځه ښکل کړي او يايې ځان سره پيوست کړي، اوکه  نطفه ترې خارج نه شي؛ نو روژه نه ده ماته قضاء هم نشته دى. فقه السنة ١/٤١٢
٧: که انسان په دې ګمان خوراک وکړي، چې سبا شوي نه دى؛خو سبا شوى وي،يا لمر ډوب شويدى او هغه نه وي ډوب شوى؛نو قضا به راوړي، چې دا د جمهور وعلماؤ او څلور امامانو قول دى، فقه السنة ١/٤١٢، هداية ٢/١٣٠
٨: بې هوشۍ سره روژه ماتېږي، ٩: چې انسان ليونى شي هدايه ٢/١٢٦-١٢٧
١ يادونه: په ځينو مفطراتو (د روژې ماتوونکې) کې د روژې قضاء او کفاره دواړه شرط دي. لکه جماع او ځينو نورو کې قضاء شته  او کفاره يې نشته لکه د حيض او نفاس لامله
٢ يادونه: اهل علمو دا قاعده ليکلې ده،چې بدن ته د هاضمې جهاز غذا څخه  داخله شي؛نو هغې سره روژه ماتېږي. هدايه ٢/١١٥، اعلاء السنن  ٩/١٤٦

هغه څه، چې روژه پرې نه ماتېږي.

١: غسل کول او اوبو کې ډوبېدل،
٢: رانجه استعمالول،
٣: سترګه، غوږ او پوزه کې قطره (څاڅکي) اچول،
٤: د خپلې ښځې ښکلول چې د انزال (د مني د خارجېدو) ويره نه وي،
٥: مضمضه ( په خوله کې اوبه اچول) او استنشاق (پوزې ته اوبه اچول) سره روژه نه ماتېږي، په دې شرط سره چې داوبو اچولو پر مهال قصداً اوبه تيرې نه کړي،
٦: خوشبويې (عطر) استعمالولو سره،
٧: که پر روژې انسان د جنابت په حالت کې سبا شي،
٨: د ماښام نه تر سبا ختلو پورې د روژه نيونکي لپاره خوراک او څښاک روا دى.
٩: په ښکر لګولو او د بدن څخه د وينې په ويستلو روژنه ماتېږي،
١٠: د مسواک په استعمال سره  فقه السنة ١/٤٦-٤١١

هغه کارونه چې په روژه کې ناروا دي:

١: هر ډول ناوړه کار، فسق، فجور، او بدعت تر سره کول په روژه کې ناروا دي، ځکه د روژې موخه د شهواتو څخه د نفس بندول دي، چې کنځلې کول،غيبت، زنا، فحشا، بربنډوالي په اړه خبرې کول، په چا پسې بد ويل، دروغ ويل، د نظر ناوړه استعمالول، ريا کاري، فلمونه کتل، بې ګټې مجلسونو کې کيناستل او داسې نور ناوړه اعمال هغه څه دي، چې مسلمانان بايد ترينه ځان وساتي، فقه السنة ١/٤٠٥

ځېني مهم عبادتونه.

هر مومن به دغه مياشت کې ډېر عبادتونه کوي او په ځانګړي ډول په وروستيو لسو شپو کې .
١: قرانکريم تلاوت کول، د هغه تعليم، تدريس، لفظي مانا، ترجمه او تفسير کې برخه اخيستل او د قرانکريم د علومو په مجالسو کې برخه اخيستل.
٢: سخاوت يانې د نفقې او صدقې په ورکولو کې پراخي، نبي (ع) به په دغه مياشت کې ډېر سخاوت کولو. بخاري.
٣: د الله تعالى ذکر، دعاګانې، نوافل کول.
٤: وروستيو شپو کې د نوور شپو او مياشتو په پرتله ډېر عبادت کول لازم دي،کله به چې د رمضان وروستۍ لس شپې راغلې ؛ نو رسول الله (ص) به په دې شپو کې ډېر عبادت کاوه، او خپله کورنۍ او عيال به يې هم د عبادت لپاره روايښ کړل، خپل لنګ به يې کلک وتاړه، يانې جماع او د هغې اسباب به يې بند کړل. بخاري.
نو ګرانو لوستونکو موږ بايد د رمضان مياشت د عبادتونو لپاره يو فرصت او چانس و ګڼو او په دغه مياشت کې تر نورو ټولو وختونو ډېره هڅه وکړو چې خپل خالق راضي کړو.

د ليلة القدر بيان:

روژه
ليلة القدر

ليلة القدر د هر رمضان مياشتې په اخرو لسو شپو کې شتون لرياو دا په تاق شپو کې راځي، ددې شپې عبادت د زرو مياشتو له عبادت څخه غوره دى، ددې طلب کولو سره د ايمان او ثواب لامله الله پاک د انسان ګناهونه بښي؛ نو کوښښ پکار دى،چې دا وروستۍ لس شپې په عبادت تيرې شي. او د ليلة القدر نور تفصيل يې د حديثو او تفسير په کتابونو کې شته دى.

هغه عذرونه چې روژه ورسره معاف ده.

١: د داسې ناروغ لپاره روژه خوړل روا ده،چې د سختې ناروغۍ له کبله نشي کولى روژه ونيسي؛ نو که د جوړېدو تمه او هيله يې لرله قضاء به يې راوړي او که جوړېدو هيله يې نه لرله ؛ نو د هرې روژې په بدل کې به فديه ورکوي.
٢: په سفرکې روژه خوړل شته؛ خو قضا به يې رواړي.
٣: هغه لوږه او تنده چې له امله يې انسان ته د مرګ خطر وي؛ نو روژه خوړل (فطر) ورته روا دى، او قضا به يې راوړي. فقه السنة ١/ ٢٩١-٤
٤: د هغه شيخ فاني ، بوډۍ او کمزورې ښځې لپاره د روژې خوړل روا دي، چې د روژې نيولو وس او طاقت نه لري؛ خو د هرې روژې په مقابل کې په فديه ورکوي چې هغه نيمه پيمانه غنم دي، د احنافو علماؤ په نظر چې تقريباً دوه کيلو کېږي .
٥: حامله ښځه او شيدې ورکونکې ښځې چې کله په خپل ځان او يا په خپلو بچيانو د مرګ  ويره ولري ؛ نو روژه خوړلى شي او قضا به يې راوړي.
٦: ښځه به د حيض او نفاس پرمهال روژه نه نيسي او ورسته به يې قضا راوړي.
٧: هغه بنديان چې کافران او ظالمان يې روژې نيولو ته نه پرېږدي او يا داسې سخت کارونه ورباندې کوي، چې روژه ورسره نه شي نيولى؛ نو افطار کولى يې شي او قضاء به يې راوړي. فقه السنة ١/٣٨٨-٣٩٣

د روژې د مياشتې (هلال) د ليدلو حکم:

د روژې مياشتې د ليدلو لپاره د يو تقوى دار او دينداره مسلمان شاهدي او ګواهي ورکول بس دى، چې مياشت وګوري او يا به د شعبان ديرش ورځې پوره کوي. فقه السنة ١/٣٨٥ او د جمهور علماؤ په نېز اختلاف مطالع معتبر دى، په دې مانا چې هر هېواد او قوم لپاره د خپل هېواد د مياشې ليدل باور لري او يا به د شعپان ديرش ورځې پوره کوي. او د اختر د مياشتې د ثبوت لپاره د ډېرو کسانو ګواهي پکار ده، چې کله اسمان وريځ وي.
هدايه کتاب الصوم

د رمضان د مياشتې د شپې قيام (عبادت کول)

هر مسلمان بايد د رمضان مياشتې په ټولو شپو کې د تراويح او تهجد لمانځه ته ډېره پاملرنه وکړي.او د تراويح او تهجد لمونځ په پوره ډاډ، خشوع، عاجزۍ، په ښايسته تلاوت کولو او د تجويد او ښه اواز سره د قرانکريم په ويلو سره ادا کړي، د تراويح د رکعاتو په شمېر کې د علماؤ اختلاف دى، چې مسلمانان بايد ددې اختلاف څخه د اصولو اختلاف جوړ نکړي او په دې موضوع باندې د هر راز جنګ د رامنځ ته کولو څخه ډډه وکړي.
فقه السنة ١/١٨٢

د روژه ماتي بيان:

١: په روژه ماتي کې مستحب طريقه دا ده ،چې لمر ډوب شي او ماښام داخل شي ؛ نو سمدلاسه روژه ماتى وشي.
٢: روژه ماتى په طاقو کجورو (خرماؤ) مستحب او که خرما نه وي؛ نو په اوبو سره . زادالمعاد ١/٢٣٦
٣: د روژه ماتي وخت کې دعا او ذکر ښه قبلېږي او د روژه ماتي دعا دا ده. (اللهم لک صمت وعلى رزقک افطرت) ابو داؤد ٢٣٨
٤: محتاج انسان ته روژه ماتى ورکول ډېر اجر او ثواب لري. زادالمعاد ١/ ٢٣٦

د پېشنمي بيان:

١: پېشنمى کول مستحب دي.
٢: دا د خير او برکت کار دى، ځکه روژي ته قوت وربښي او روژه اسانه کوي.
٣: روژه دار باندې الله پاک رحمت رالېږي او ملائکې ورته دعاګانې کوي.
٤: پېشنمى په لږ او مناسب خوراک او همدارنګه په اوبو هم روا دى. ٥: پېشنمى د نيمې شپې څخه تر سبا ختلو (قجر صادق) پورې روا دى. او ښه دا ده، چې فجر صادق ته نږدې وي.
٦: په دغه وخت کې تهجد، استغفار د الله تعالى نه بښنه غوښتل ډېر اجر او ثواب لري.
فقه السنة ١/٤٠٣

د اعتکاف بيان:

اعتکاف په جومات کې دېره کېدل د ثواب او د الله پاک ته د نزديکت او د هغه د رضا حاصلولو لپاره دى. اعتکاف بې له مسجد څخه بل ځاى کې نه صحيح کېږي د رمضان مياشتې په وروستيو لسو شپو کې اعتکاف سنت دى او د اعتکاف پرمهال به انسان ډېر عبادت، ذکر، دعا، صدقه، تلاوت، لمونځ او نيک اعمال کوي، د اعتکاف پرمهال ډېرې خبرې او بې اړتيا د جومات نه بهر وتل ناروا دي. او د ناروغ پوښتنې او جنازې لپاره به د جومات څخه بهر نه رواځي ؛ خو که د انساني اړيتا لپاره د باندې راوتلى وي، او په لاره کې يې دا دوه کارونه وکړل؛ نو روا ده. اعتکاف په جماع کولو فاسديږي او قضاء به يې رواړي. د اعتکاف د نورو مسايلو او احکامو د پوهېدو لپاره د فقهې او حديثونو کتابونه وګورئ، همدارنګه فقه السنة ١/٤١٩- ٤٢٨ وګورئ.

شيخ القرآن مولانا احمدشاه
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب