روژه او ډولونه یې
روژه پر شپږو ډولونو وېشل كېږي:
د روژې ډولونه: فرض، واجب، سنت، مستحب، مكروه او حرام .
۱_ فرض روژه:
د رمضان د مياشتې له روژې څخه عبارت ده.
۲_ واجب روژه، لاندې ډولونه لري.
الف- د هغه نفلي روژې بېرته پر ځاى كول ( قضايي راوړل) چې مخكې يې فاسده كړې وي.
(ب)- د نذر روژه.
(ج)- د كفارې روژې.
د روژې كفاره په لاندې صورتونو كې لازمه ګرځي:
(الف)- له عذر پرته په قصدي ډول د روژې ماتول.
(ب)- په قصدي توګه د رمضان په روژه كې جماع كول.
(ج)- د ظهار د كفارې روژه.
(د)- د قسم ماتول.
(ه)- د احرام پر مهال د حاجي او عمره كوونكي لپاره د هغو ځينو منعه كړى شويو شيانو ترسره كول.
(و)- په خطا وژنه او هغه څه چې د هغه په حكم كې راځي.
۳_ سنت روژه:
عبارت ده، د محرم د مياشتې د نهمې يا يوولسمې ورځې روژه د عاشورا له روژې سره.
۴_ مستحب روژه عبارت ده، له:
(الف)- په هر مياشت كې درې ورځې روژه نېول، فرق نه كوي چې د مياشتې په هره برخه كې وي.
(ب)- د هرې مياشتې د بيض ( ۱۳_۱۴_۱۵) مې ورځې روژه نېول.
(ج)- په هره اوونۍ كې د دوشنبې او پنجشنبې ورځې روژه نېول.
(د)- د شوال د مياشتې د شپږو ورځو روژه نېول.
(ه)- پرته له حاجي، د عرفې د ورځې روژه نېول.
(و)- د حضرت داوود (عليه السلام) په څېر روژه نېول، هغه په دې ډول، چې يو څوك دې يوه ورځ روژه ونيسي او بله يې وخوري، او دا د روژې تر ټولو ښه ( افضلې) او هغه روژې دي، چې لوى خداى ( ج) يې ترټولو يې ډېره خوښوي.
۵_ مكروه روژې عبارت دي، له:
(الف)- د عاشورا په ورځ روژه نيول، يعنې كه هغه يې د محرم له نهمې يا يوولسمې ورځې څخه پرته په يوازې ډول ونيسي او دغې ورځې يې پرې ونه نښلوي.
(ب)- د شنبې د ورځې روژه نېول، كه يې يوازې ونيوله.
(ج)- د وصال روژه، او هغه دا ده، چې روژه نېوونكى په اصل كې له ماښامه وروسته روژماتۍ ونكړي او د سبا ورځې روژه ورسره يوځاى كړي.
حرام روژې عبارت دى، له:
(الف)- د كوچني اختر په ورځ روژه نېول.
(ب)- د لوى اختر په ورځ روژه نيول.
(ج)- د تشريق د ورځې روژه نېول او هغه عبارت ده د ذوالحجې د مياشتې له ( ۱۱_۱۲_۱۳) مو ورځو څخه.
د روژې د نيت كولو وخت:
روژه نه سهي كېږي مګر په نيت سره.
د نيت محل زړه دى.
روژه له شپې بيا د ورځې تر نيمايي پورې په نيت كولو سره سهي كېږي:
۱_ د رمضان د روژې په ادا كولو كې.
۲_ د ټاكلي نذر په روژه كې.
۳_ په نفلي روژه كې.
د رمضان د روژې نېول په مطلق او همدارنګه د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي.
د ټاكلي نذر روژه په مطلق نيت او همدا راز د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي.
د نفل روژه په مطلق نيت او همدا راز د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي.
او د لاندينيو روژو د نيت ټاكل او په شپه كې نيت كول شرط دى، چې د سهار له راختو څخه وروسته نه سهي كېږي.
۱_ د رمضان د قضايي روژې په نيولو كې.
۲_ د هغو قضايي روژو په ادا كولو كې، چې نفلي روژې يې فاسدې كړې وي.
۳_ د كفارې روژې په نيولو كې.
۴- د مطلق نذر روژې په نيولو کې.