روژه او د بدن رطوبات 

روژه او د بدن رطوبات:

 په عادی حالت کی دانسان رطوبات په مناسب مقداراواندازې سره وي، په ځانګړي ډول سره هغه ښځې چي وزن ئې ډېروی رطوبات ئې نسبت وعادي انسانانوته ډېردي، خوبل لورته دنارینه ؤرطوبات وښځینه وته ډېردي؛ هغه په دې مطلب چي په اوسط ډول سره دنارینه په دبدن کی د٪۵۵ سلنه څخه تر ٪۵۹ سلنه پوری رطوبات دی اووبل لورته دښځینه ؤرطوبات د٪۴۷ سلنه څخه ٪۵۷ سلنه پوری دی، دزیات عمردڅښتنانورطوبات لږاوبل لورته په ماشومانوکی درطوباتواندازه ډېره ده؛ په عمومی ډول سره دانسان ژونکې (حجرې) پردوه ډوله دی:
۱: داخلي ژونکې (Inter Cellular) چي په وینه کي دی
۲: اضافه ژونکې (Extra Cellular) چي رطوبات ورڅخه جوړیږی اویادرطوباتوسره یوځای کیږی، خوپه دې رطوباتوکي بدلون حتمي دی، هغه په دې مفهوم که انسان دنس ناستی (ډایریا) ښکارشی، یوانسان په ځانګړي ډول سره ماشوم دګرمۍ (تودې لمبې) ښکارشی، اویاهم انسان ولوړعمرته ورسیږی؛ اوکله چي دانسان رطوبات کم شی ددې ژورې اغیزې په ټول بدن کی پرپوستکی (پوټکی) ډېرې ژر جوتیږی۔
دروژې په نیولوسره دانسان په بدن کی داکمبوتات راځی

 د اوبو کمی:

کله چي روژه په اوړی کی وی لکه همداکال نوطبعي ده چي انسان دتندې ښکارکیږی، اوزیاته تنده دااغیزې لری چي دخولې رطوبات وچيږی، ژبه وچه اوسخته شی، پوستکی وچ ښکاري، سترګې څه ولویږی اوپه بولوکی هم لږوالی راځی، چي په مجموع کی روژه دبدن اوبه کموی۔
داوبودکموالې سره ـ سره دسودیم، پوتاشیم اوکلسیوم کموالی هم صورت نیسی ،چي هریوئې خپلې اغیزې پربدن باندی لري۔

 روژه اوميتابوليزم:

 میتابولیزم(Metabolism) څه شی ته وایی؟
د هغه ټولو کیمیاوي او فزیکي مرحلو مجموعه ده چي دهغې په واسطه ژوندی موجودتولیدشوی اوساتل شوی مواداورګانیزکوی اویاهغه طریقه چي دهغې له لارې دژوندی موجودلپاره انرژي چمتوکوي۔
دپېشلمې څخه څلورساعته وروسته دغذادحل کېدومرحله پیل کیږی، چي (Fasting Cycle Feeding) ورته وایی، په دې وخت کی ګلوکوز، ترای ګلیسرائیدونه اوامینواسیدونه په زیاته اندازه سره په وینه کی جذبیږی؛ اوکه چيری زیاتی سی نودګلائیکوجن په بڼه سره په وینه اوغوښوکی یوځای کیږی؛ له دې څخه وروسته هضمٍ شوی اوتقسیم شوی امینواسیدونه، غوښې اوګلیسرائیدونه په غوړکی سره یوځای کیږی اودوخت په تېرېدوسره ګلوکوز(Glucose) انسولین (Insulin) په خپل واک کی راولی۔
 د( ۵ – ۱۸) ساعته وروسته بیامیتابولیزم صورت نیسی اودموادودجذب مرحله پیل کیږی چي دجذب نېټې ته (Catabolic Phase) ویل کیږی، په دی وخت کی ګلوکوزاوترای ګلیسرائیدونه (Triglycerides) په وینه کی لږترسترګوکیږی، دګلوکوزدسمون په خاطروګلائیکوجن ته اړتیاده؛ چي دوینې اوغوښې ګلایکوجن ماتیږی اودګلوکوزڅخه علاوه ازاده ترشی اوغوړراوځی اودوینې سره یوځای کیږی اوپه پایله کی په بدن کی داکیمیاوی بدلون صورت نیسی۔
چې مطلب داورڅخه رواځی چي په روژه کی هرڅنګه چي دانسان په بدن کی کیمیاوی تعاملات اوبدلونونه راځی داهرڅه دانرژۍ دلاسته راوړول په موخه ترسره کیږی۔
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب