د Adobe کمپنۍ ولې په دې نامه يادېږي؟
د Adobe په نامه شرکت چې زياتره د انځور او فلم په برخه کې کمپيوټري پروګرامونه جوړوي. دا کمپنۍ دهغه سيند Adobe Creek نوم دى چې دهمدې کمپنۍ د مشر جان وارناک د کور تر شاه د کليفورنيا په لاس الټوس کې بهېږي. او د همدې کمپنۍ لوګو چې د انګرېزي A توری پکې ښکلی ډيزاين شوی دی ددې شرکت د مشر جان وارناک مېرمنې Marva Warnock لخوا چې ګرافيک ډيزاينره وه ډېراين شوې ده.
د دې کمپنۍ مشهور سافټويرونه ځينې په لاندې ډول دي:
• Photoshop
• Illustrator
• InDesign
• Acrobat
• Flash
• Flash Builder
• Dreamweaver
Fireworks
لیکنه: نور احمد عایل