د یو جنګي سر تیري د پند نه ډکه کیسه
نن مجبوره شوم ، چی د دښمن په یوه سر تیری باندی ډز وکړم ،کله چي پرمځکه راوغوځیدی، نو د خپل د ښځي نوم یې واخیست او څو ځلي یی ږغ وکړ ماریا ،ماریا او زما د سترګو وړاندې یې ساه ورکړه ، یوه غاړکی یې په غاړه کې ځړیدلي وه، چی د یوی ښځي او یوی ماشومی عکس په کې وو ،او په قوی ګمان سره چی همدا ماریا وه ،د ده ماینه یا ښخه ،باور وکړه چي د ځانه څخه مې نور بد راغي ،او د جنګه څخه می ډیره کرکه ، اګرکه ډیر ځله به ما کوښښ کاوه چي د دښمن خپه په نښه کړم. او هغه هم په دي منظور چې دښمن زما د تعقیب څخه لاس واخلي ،خپلي اوچتي انساني همدردۍ او زړه سوانده دا اجازه نه راکوله ،چي انسان ووژنم، او دا ځما عادت وو، چي هر کله به می دښمن د خپي له خوا ټپي کړ، خو له بده مرغه څرنګه چي ما د دي سر تیری خپه په نښه کړه ،هغه نا څاپه سر ټیټ کړ او مرمۍ د ده په سینه ولګیده ،اوس به نو د هغي دا وړه ماریا څومره د دي انتظار وباسي، او د ده ماریا به څومره شالونه او ګرمی جامی اوبدی ،او پلوری تر څو خپله ګذاره پری وکړي، په دې تمه چې یوه ورځ به یې څښتن د جګړې څخه بیرته راوګرځي، ماریا بیچاره به په دې هم نه پوهیږي ، چې د ده څښتن د باران د لاندې د آخري ځل له پاره د ده نوم په خوله واخیست ،د بشر بد ترینه فکر اوتصور جنګ دی ، ما په خپل ماشومتوب کې دا فکر کاوه ، چي مګر دا انسانان مجبور دی چی سره و جنګيږی ؟ او اوس ګورم هوکي ځیني وخت مجبور دي ،ځکه هغوی چي د جنګ دستور ورکوی ،د باران ،چقړو،خټو،یخنیو،ولږه ،او بی خوبیو د ستم لاندی نه دي، او د مرمیو د بارانه څخه هم بچ دي ،او د ماریا د شنو سترګو د لیدو په آرمان نه مري .هغوی په خپل ګرمو کورونو کې په پستو فرشونواو بالښتونو ډډه لګولي وي ، او حلقه حلقه د سګروټو دودونه هوا ته غورځوی ،کاشکي می خپله سلاح یا وسله د هغه کسانو و سیني ته نیولي وای ، هغوی چي په خپل ګرمو کورونو کې ناست وي ، او ماشومان یي په لویو ،پراخوحوضونو کې لامبي او د نیا د ټولو نعمتونو څخه برخورداره وي ،او هغوی په ډیر قیمتي قلم ، لکه د ماریا په شان د زرګونوماریا ګانو د څښتنانو د مرګ حکم لاسلیک کوي.
سید عبیدالله نادر