د گناه ۲۶ دنيوي زيانونه
1.ګناه سړى د ديني علم څخه بې برخې کوي .
2.ګناه په روزۍ کې کمبود راولي.
3.ګناه سړى د خداى څخه سرکښه کوي .
4.ګناه کول د خلکو په خاص ډول د نيکو کسانو د نفرت باعث ګرځي .
5.په ګناه کولو سره په زياتره کارونو کې ستونزې را پيدا کيږي .
6.په ګناه کولو سره په زړه کې يو ډول تياره محسوسيږي .
7. ګناه زړه او وجود کمزورى كوي.
8.په ګناه کولو سره سړى د اطاعت څخه بې برخې کيږي .
9.په ګناه کولو سره عمر کميږي او د ژوند برکت له منځه ځي .
10.په ګناه کولو سره يوه ګناه د بلې سبب ګرځي .
11.په ګناه کولو سره د توبې اراده کمزورې کيږي، تر دې حده چي د توبې توفيق بيخي له منځه ځي .
12.په ګناه کولو سره په څو ورځو کې د ګناه بدوالى د زړه څخه وځي .
13.هره ګناه د خداى د دښمنانو څخه د يوه مراث ده ، نو دا کس د ملعونو قومونو وارث جوړيږي.
14.په ګناه کولو سره سړى د خداى جل جلاله په نزد ذليل او خواريږي او په مخلوق کې يې هم عزت له منځه ځي .
15.د ګناه د تاثير څخه نورو مخلوقاتو ته هم ضرر رسيږي، له دې امله نور مخلوقات پر هغه کس لعنت وايي .
16.په ګناه کولو سره په عقل کې سستي او کمى را ځي .
17.په ګناه کولو سره سړى د ملايکو د دعا څخه بې برخې کيږي .
18.په ګناه کولو سره په ځمکه کې ډول ډول خرابيانې را پيدا کيږي، اوبه، هوا، غله او ميوې عيب لرونکې کيږي.
19.په ګناه کولو سره حيا او غيرت له منځه ځي .
20.په ګناه کولو سره د الله عظمت د زړه څخه وځي .
21.په ګناه کولو سره نعمتونه کميږي، افتونه او مصيبتونه ډيريږ ي .
22.په ګناه کولو سره د ستاينې او عزت لقبونه چاڼيږي، پرځآى يې د ذلت او رسوايۍ لقبونه را منځ ته کيږي د بيلګې په ډول فاسق، فاجر، ظالم او نور .
23.په ګناه کولو سره شيطانان پر هغوى مسلط کيږي .
24.په ګناه کولو سره د زړه اطيمنان له منځ ځي .
25.په ګناه کولو سره د خداى د رحمت څخه ناهيلي پيدا کيږي، له دې امله نو توبه هم نه کوي او بې توبې مري .
26.په ګناه کولو کولو سره هغه ګناه په زړه کې ځاى نيسي، تر داسې حده چې د مړينې په وخت کې يې کليمه هم تر خولې نه وځي .
العياذ باالله
الله جل جلاله دې موږ ټول په خپل پناه کې وساتي