د ګور شپه نه په کور کېږي
یوه ورځ وه، مرګ د سړي څنګ ته ورغی، ورته ويې ويل
نن دې په نړۍ کې وروستۍ ورځ ده
سړي وویل: نن خو زه چمتو نه يم.
مرګ وویل: نور نه پوهيږم، نوم دې زما د لست په سر کې دی…
سړي وویل: سمه ده، خور راځه چې له تګ وړاندې درباندې يوه پياله قهوه وڅښم
مرګ وويل: سمه ده
سړي په قهوه کې د خوب درمل واچول او پياله يې مرګ ته ور وړاندې کړه
مرګ قهوه وڅښله او په ژور خوب ویده شو..
سړي د مرګ له جيبه لست را وايست او خپل نوم يې تر ټولو وروسته کړ
مرګ له خوبه را ويښ شو، سړي ته يې مخ کړ، ويې ويل
نن دې را باندې ډيره مهرباني وکړه، زه هم ستا د مهربانۍ په بدل کې نن خپل کار د لست له پايه پيلوم.