د ګل پاچا الفت تکلونه

تکل څه ته وایي؟

تکل د نثري ادبي ژانرونو هغه فورم دی، چې په ټوليز ډول د ټولو نثري کالبونو او په ځانګړي ډول د ادبي ټوټو سره جوت او معلوم توپير لري.

د تکل پېژندنې په تړاو د نړۍ ليکوالو او پوهانو خپل نظرونه ورکړي دي، چې د الفاظو په تغير او تبديل سره ډېر وخت د دوی په ويناوو کې يو شان منځپانګې ته نغوته شوې ده.

د تيوري د علم پر بنسټ د ادبي ژانرونو پېژندنه کې په علت او معلول پوهېدل اړين دي او همدا بېلا بېل ټولنيز لاملونه دي، چې د بېلا بېلو معلولاتو زېږنده شوې ده.

هره ټولنه بېلا بېل سياست، اقتصاد، فرهنګ، د انسانانو د پوهې د کچې توپير، محيطي شرايط، ارثي ځانګړنې او همدارنګه په لسګونو نور لاملونه د دې سبب کېږي، چې د ادبياتو منظوم او منثور ژانرونه بېلا بېلې خواوې خپلې کړي، نو دا چې ټولنيز ارزښتونه توپير لري او همدارنګه په لسګونو نور توپيرونه موجود دي، نو ځکه هر ژانر په هره جغرافيه کې خپل ارزښت لري او د هماغو خلکو له ديده پېژندل کېږي، چې د تکل په اړه هم پوهانو ډول ډول پېژندنې کړې دي.

د تکل پېژندنې په اړه په سلګونو پېژندنې په بېلا بېلو کتابونو کې راوړل شوې دي، چې زه د دې تعريفونو نه څو بېلګې د موضوع د شرايطو سره سم راوړم:

پښتو پښتو تشريحي قاموس لومړي ټوک کې د تکل لغوي پېژندنې په اړه راغلي دي:

(د سفر اراده، د سفر نيت، د سفر عزم، نيت، اراده، عزم او قصد ته وايي. په اصطلاح کې د هنري نثر يو ډول دی، چې له ادبي ټوټې سره ډېر او له لنډې کيسې سره لږ ورته والی لري، خو له هغوی سره يې توپير جوت دی.(۲۰: ۷۰۹)

نثري ادب ډولونو ليکوال د زرينې څانګې اثر په حواله وايي:

(تکل د هنري ادب يو بل ډول دی. په تکل کې معمولاً يوه کيسه، پيښه، يا خاطره رانغښتله کېږي، خو د فن له پلوه د لنډې کيسې غوندې چوکاټ او بنديزونه، نه غواړي. ليکوال خپله کيسه او پېښه يوازې په ادبي او هنري ژبه بيانوي، نور نو کولی شي خپله عقيده هم پرې ورګډه کړي، نتيجه هم ترې واخلي او مقدمه ورته کېږدي، خو زيات تکلونه دومره خواږه، خوندور او د لوړې ادبي پايي او سويې درلودونکي وي، چې تر لنډې کيسې يې هم اغېز زيات او ژور وي. پر دې سربېره په تکلونو کې ټولنيز او فلسفي مضمونونه هم په پخه ادبي ژبه بيانېږي.

همدارنګه يوه بله پېژندنه ده:

(تکل د ادب يو لطيف صنف دی، چې په دې کې د غزل غوندې ايجاز، د افسانې په شان تاثير، د ناول غوندې فلسفه حيات او د ډرامې په شان د انتظار ګړۍ وي، د  دې ټولو سره سره د ذات د انکشاف عمل، چې خاص د تکل لپاره مخصوص دی، هم دلته موندی شي. تکل په يو وخت نثر هم دی او نظم هم….. په تکل کې موضوعات يا داخليت هم دا شان ضرور دی، څنګه چې د شعر له پاره وزن او اهنګ.

د يو فنکار هم له ژوند سره دومره نږدې او ژور تعلق نشته څومره چې د يو تکل نګار دی. د تکل ليکوال د ژوند له هر اړخ سره مينه لري. هغه يوازې صداقت سره دلچسپي نه لري، بلکې د دروغو وجود هم په ډېره مينه زغمي، دغسې د تکل د ليکوال لپاره د ژوند مثبت او منفي دواړه اړخونه زړه راښکونکي دي.) (۶۰: ۴۹۴ ـ ۴۹۶)

(ادب څه دی؟) ليکوال اثر وايي:

(تکل د مغرب نه راغلی دی. دا يو ډېر وړوکی، غېر مرتب، غېر مسلسل او شاعرانه توکی دی. په يو خاص چرت کې چې د بنده خيال د يوې خبرې نه بلې خبرې ته او د يو خيال يا ياد نه بل ياد ته ځغلي د هغې ډېر ازاد بيان وي. په دې کې ليکونکی په خپل ځان او پر خواو شا باندې ډېر په ازاد مټ ولې نيمګړې نيمګړې خبرې کوي، ځکه چې د مضمون په شانتې په دې کې پر يوه خبره باندې پرله پسې. د يوه مقصد لپاره ليک نه کېږي…) (۶۲: ۲۳۰)

همدارنګه په لسګونو نورو پېژندنو کې چې څومره پېژندنې راغلي دي، زيات و کم د لږو توپيرونو سره يو شان مانا لري.

د ګل پاچا الفت نثري کليات(لومړی، دويم او درېيم) ټوک کې ادبي ټوټو ډېرې بېلګې شته، خو کله کله يې په ليکنو کې له تکلونو سره هم مخامخېږو. د ده ادبي ټوټې چې کوم محتوا او منځپانګه لري، دغه شان يې تکلونه هم لري.

د ادبي ټوټې او تکل توپير

ادبي ټوټې له تکل او تکل له ادبي ټوټو سره توپير لري، له دې سربېره چې د دواړو تر منځ د بېلتون کرښه نرۍ ده او کله کله سړی په ستونزه کې پاتې شي، خو بيا هم سره يو شان نه دي. د محتوا له مخې د الفت هغه نثرونو چې د تکل فورم کې دي، بېلا بېلې منځپانګې لري.

کله چې د ادبي ټوټو او تکل پېژندنه وکړو، نو د دواړو د بېلوالي کرښه هم روښانه کېږي، د ادبي ټوټې په اړه ويل کېږي:

(ادبي ټوټه د لنډو ادبي نثري ليکنو يو ډول دی، چې ليکوال په شاعرانو تعبيرونو او لوړ تخيل سره زياتره خپل رومانتيک احساسات او عواطف په يوه ځانګړي طرز او انداز بيانوي. ادبي ټوټه نه شعر دی، نه کيسه، بلکې يوه داسې ادبي تخليقي ليکنه ده، چې د شاعرانه تعبيرونو او رومانتيکي فضا له امله کولی شو هغه شاعرانه نثر وګڼو.)

بله پېژندنه يې ده:

ادبي ټوټه هغه نثري ليکنه ده چې په هغې کې ليکوال متنوع انداز خپلوي. د ژوند يوې عادي او معمولې پېښې ته په ډېر ژور نظر ګوري او په لوړ ادبي الفاظو او کلماتو کې يې رانغاړي، هڅه کوي چې مانوس او نامانوس لوري ته بوزي. په دې ډول ليکنه کې د ليکوال دروني حالات، احساسات او جذبه ډېر ارزښت لري.(۶۰: ۳۰۹)

د تکل پېژندنې په اړه پورته توضيحي او تشرېحي بحث وشو، له هغو څخه دا جوتېږي چې په تکل کې هم دا پورتنۍ ځانګړنې په لږو ډېره پيمانه موجودې دي، خو يوازني څه چې د دې دواړو ادبي ژانرونو تر مينځ د بېلتون کښنې زياتې او موضوعګانې پکې لږې وي، خو په تکل کې بيا د ادبي ټوټې په پرتله د الفاظو رنګينې او لفاظې لږې موضوعګانې پکې ډېر، خواره واره او کيسه ييزه بڼه لري او هغه (ادب څه دی؟) ليکوال په قول چې: په تکل کې په نثر کې شاعري کېږي، ولې که ډېر روماني شي، نو بيا ترې د ادب لطيف(ادبي ټوټه) جوړ شي او انشاييه(تکل) پاتې شي او تکل يا انشاييه د مضمون او ادبي ټوټې تر مينځ وي.

د ګل پاچا الفت ادبي ټوټې او تکلونه د دننني او بهرني هغه توکي چې د ادبي ټوټو لپاره ټاکل شوي دي، له تکلونو او تکلونه يې له ادبي ټوټو سره توپير لري او يو شان نه دي.

د مانا له مخې د الفت تکلونه

د ارواښاد الفت تکلونه د معنوي جوړښت له مخې بېلا بېلې خواوې لري. تکل لکه د نورو نثري ژانرونو په شان هغه کالب دی، چې ډېر نظرونه او فکرونه پکې راتلای شي. په ادبياتو کې د پنځونو کالبونو ته (ځمکه) او منځپانګې او مانا ته يې(کَر) ويلای شو.

د بېلګې په ډول د استاد الفت نثري کلياتو نه يو تکل راوړم:

(نوی فکر

هر چېرته لاړم، هر چاته ورغلم ښکته پورته ډېر وګرځيدم.

ښارونه مې ولټول په هېڅ ځای کې يې له هېچا سره پته نه وه. هغه څه چې زه غواړم دلته نه پيدا کېږي، چا چې غټه چوکۍ غوښتله پيدا يې کړه، څوک چې په نوي موټر پسې ګرځيدل هغه دی په کې ناست دی، هغه چې په پيسو پسې لالهانده وو بانکونه يې ډک کړه.

يوازې زه خپلې ارزو ته ونه رسېدم. په رښتيا چې زه په ډېر نادر او ناياب څيز پسې ګرځم او زما حرص له ټولو نه زيات دی.

هو! زه نوی فکر، نوی خيال او نوی جهان غواړم. دلته نوې راډيو ګانې، نوي قلمونه، نوی خيال او نوی جهان غواړم. دلته نوي راډيو ګانې، نوي قلمونه، نوي ساعتونه، نوي فيشنونه پيدا کېږي، مګر نوی فکر او نوی مضمون نشي پيدا کېدای.

دلته شاعرانو ډېرې سندرې وويلې، خو نوی فکر په کې نه و، پسرلی بيا هماغه ګلونه راوړل چې موږ څو ځله ليدلي او بوی کړي دي. موږ په قرنو قرنو د ګل او بلبل زوړ مضمون ارو را اړوو، مګر څه نوی څه نشي پيدا کولی. موږ نوي مضمونونه په زړو موضوع ګانو کې لټوو او د زړې بوډۍ په سر نوې دړۍ ږدو.

دلته ميندې نوي اولادونه راوړي، مګر دماغونه نوي فکرونه نشي راوړی. دلته ښځې له کورنو نه وتلی شي، خو نوی مضمون له دماغونو څخه نه راوزي. دلته دا عادت دی چې پيغله د پلار په کاله زړېږي او بيا ودرېږي. دلته اوس هم د زړو فکرونو کاله ته ريبارونه ځي او راځي او له نوو نه زړې خبرې ښې خرڅېږي.

دلته د بوډۍ په ټال کې زړې ارزوګانې زانګي او زاړه سرودونه غږېږي، دلته به خيرات خواره مليونران، بيسواده به ريسان شي، ښځې به په ميړونو زورورې شي، ملايان به د رندانو په مجلس کې ګډون وکړي، مګر نوی فکر او نوی مضمون به پيدا نشي.

زموږ کوچنيان چې پيدا شي، نو سپين ږيري وي او په ډېره زړه زانګو کې څملي، زموږ للو ډېره زړه ده او زړه دايي زموږ د ماشومانو تربيت کوي. موږ نوې خولۍ په سر کړې، مګر نوي فکرونه مو رد کړل. نوي ښارونه مو جوړ کړه، مګر زاړه بوډاګان په کې ناست دي زړې قصې کوي.

موږ د زړو بوډاګانو په محفل کې زوړ راګ غږوو او له سپين ږيرو نه د ځوانانو اتڼ غواړو. دا آرزو بيهوده ده، زه بايد په نوي فکر پسې بل چيرته لاړ شم.

که د اتيا کالو بوډا نوی واده وکړي هم زوړ دی، که زوړ سړی نوی پوستين واغوندي بيا هم زوړ دی، که له زاړه ښار نوي ښار ته راشي هم زوړ والی ورسره دی.

هو! کور يې نوی دی، مګر فکر يې زوړ دی، په دغسې نوي کور کې نوی فکر او نوی مضمون نه پيدا کېږي.(۶۰: ۵۱۹ او۵۲۰)

د ارواښاد استاد الفت ډېرې نثري ليکنې د قوت او فکر هغه پانګې دي، چې ساری يې پښتو ژبه کې کم ليدل کېږي، دی د فکر، بيان او ملي ازادۍ ارمانجن ليکوال او پوهان و. ده سالم نظام غوښتنه، د ده اميد په ټولنه کې د ښوونې او روزنې پر ګاڼه سمبال انسانان وو، خو افسوس چې د استاد پر وخت يې دا امېد د ځان سره خاورو ته ويوړ.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب