د ګلانو جوړښت

د ګلانو جوړښت

ټول ګلان پر يوه ساده او ابتدايي پلان په بیلابيلو ډولونو جوړ شوي دي. ځينې ګلان کوچني دي او ليدل يې ستونزمند دي: نور بيا ډولي او ځانښودونکي او رنګين دي، لکه د ارکيده او ګلاب ګلونه. ځينې ګلان په ډله ييز شکل وده کوي خو نور يې بيا په فردي توګه غوړيږي. خو ټول ګلان يو مشترک ټکی لري چې له تخمونو ډک يو ساتونکی پښت او د ګل غوزه ده چې د ګل ګرده توليدوي.

ګلان په ځمکنيو بوټو کې وده او پراختيا کوي. رنګينې ګلپاڼې او پر هغو پرته خوږه عصاره د دې لپاره توليديږي چې حشرات غوړيدلي ګل ته راوکاږي. حشرات د يوه ګل ګرده بل ته انتقالوي، او په دې کار سره د ګلانو تر منځ هغه معلومات تبادله کيږي چې په کروموزوم کې پټ شوي دي.

د ګل کاسې پاڼېSepal

ګلان يو واضح جوړښت لري.

کله چې غوټۍ پر ډنډر راڅرګنده شي موږ يې شنې پاڼې وينو. دا پاڼې هغه شنې پرخې دي چې له غوړيدو وړاندې د غوټۍ ساتنه کوي. معمولا د هريوې ګلپاڼې لپاره يوه ساتندویه پاڼه موجوده وي. د ګل کاسې پاڼو ته په ټوليز ډول [کالکس Calyx] وايي چې د ګل کاسې يا پوښ معنی دی.

کله چې ګل وغوړيږي د ګل کاسې پاڼې بيا هم زياتره د ګل د باندې ليدل کيږي. د ګل کاسې پاڼې د يوې کاسې په توګه د ګلانو رنګينې پاڼې ساتي.

رنګينې ګلپاڼې د حشراتو لپاره د سوداګريزو اعلانونو په بڼه کار کوي، او حشراتو ته ښودنه کوي چې “د ګل خوږه عصاره دلته ده!”. د ګل عصاره د ګل په منځ کې د پاڼو له بيخونو څخه بهيږي.

د ګل عصاره د حشراتو د راکاږلو لپاره کارول کيږي او د دې لپاره په ګل کې ځای پر ځای کيږي چې حشرات د ګل پر مخ د عصارې د زبيښلو لپاره د خارپوڅو پر مهال د ګل ګرده له ځانه سره واخلي. بيا حشرات په داسې حال کې چې د لومړي ګل ګرده یې له ځانه سره اخيستلې ده د بل ګل پر لور الوځي.

راځئ د ګل هغې برخې ته لا زيات دقت وکړو چې تخم جوړوي.

د ګل په داخلي برخه کې تکثري برخې پرتې دي. د ګل غوزه چې په انځور کې نارنجي ښودل شوې ده، خال لرونکې برخه يې ګرده توليدوي. د ګل تانيث آله چې د ګل په مرکز کې ليدل کيږي د ګل ښځينه برخه جوړوي: تاسې يې په تخمدان کې ناالقاح شوی تخم وينئ چې د ګل د ښځينه برخې په بيخ کې موجود دی.

د ګل د تانيث آله Pistil

د ګل د تانیث آله هغه ده چې تخم جوړوي.

له درې برخو جوړه شوې ده:

سټيګما يا د تانیث د الې لايه Stigma

– د ګل د ګردې دانې دې کوچنۍ سريښناکه

لايې پورې نښلي

سټايل Style

  • د ګردې دانې د دې ډنډر وزمه استوانې په امتداد کې وده کوي.

تخمدان Ovary – دا هغه ځای دی چې تنکي تخمونه په ګرده کې د موجودو کروموزومونو ته سترګې په لار دي او په همدې ځای کې پخو شويو تخمونو ته وده کوي.

د تخمدان ديوالونه وده کوونکي تخمونه پخوي. کله چې تخمونه پاخه شي د ميوې او يا دانې منځ کې چې اصلا د غوزې يو ډول دی چمتو کيږي. هغه څاروي او يا مارغان چې دا ميوه او يا دانه وخوري، تخمونه يې هر ځای خپروي.

نارينه آله Stamen

د ګل نارینه آله يو استوانيي جوړښت دی چې ګرده خوندي ساتي.

له دوه برخو جوړه ده:

ګردځای Anther

– هغه کوچنی پوښ چې د ګردې دانه پکې جوړيږي

ډکی Filament

– يو استوانيي خلی چې ګردځای کلک نيسي.

د ګردې دانه په ګردځای کې جوړيږي او هغه وخت پرانستل کيږي چې ګرده پخه شي. ګرده یو پوست، پوډري طلايي رنګه ګرد دی چې د ګوتې او يا يوې حشرې په مرسته په اسانۍ سره اخيستل کيږي. يو ګل ښايي ګرده له ګڼو بيلابيلو بوټو څخه ترلاسه کړي. خو يوازې د ورته بوټي ګرده پر ودې پيل کوي. ګرده د تانيث آلې پر لايه نښلي او يو وړوکی ټيوب د ګردې له دانو څخه د لاندې پر لور وده کوي. کله چې ناالقاح شوي تخم ته ورسيږي، په ګرده کې د سپرم موجودې حجرې په ټيوب کې ښکته حرکت کوي او تخمونه پخوي. د دې کوچني ټيوب وده يوه يا دوه ورځي نیسي. کله چې تخم پوخ شي، په تخمدان کې پاتې کيږي او پخيږي. تخم دوه برخې لري: يوه حجره چې د نوي بوټي د شنه کيدو لپاره اماده ده، او يو څه غذايي مواد چې د بوټي د ودې لپاره کارول کيږي.

 

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب