د کرنيز انکشاف ميتود
د کرنيز انکشاف ميتود:
د کرنيز انکشاف يا پرمختګ لپاره ميتود ډير مهم دی چې د ساحې، اقليم، مارکيټ او نورو طبعي منابعو په رڼا کي جوړيږي.
که ميتود سم نه وي بوديجه او وخت بي ځايه په مصرف رسیږي او که ميتود سم وي بوديجه هم پر ځای مصرفیږي او په کم وخت کې ډيره ښه پايله تر لاسه کيدلای شي.
متاسفانه نن سبا په افغانستان کې د کرنيز انکشاف لپاره تر ټولو اوليت بوديجي ته ورکول کيږي او د ميتود جوړولو نور معيارونو ته هيڅ ارزښت نه ورکول کيږي ځکه خو اکثريت پروګرامونه او پروژي بي ګټي او بي پايلې پای ته رسيږي او په اخير کې صرف د مصارفو ګراف او ډيټابيس پاتي وي.
که ميتود سم نه کړو باوري درته وايم چې سل چنده نورې پيسې مصرف شي هم ګټه به تر لاسه نه کړو.
د ښه ميتود جوړولو لپاره بايد لاندي ټکي په نظر کې ونيول شي.
1- د با ظرفيته علمي او مسلکي اشخاصو نظرونو او مشورو ته ارزښت ورکول.
2- د ايرکنډيشن ته ناستو خلګو پر ځای د ساحوي کارمندانو په واسطه د پروپوزلونو لپاره واقعي مواد راټولول.
3- له ساحې څخه د اقليم، خاورې، خلګو، فرصتونو او ننګونو په اړه دقیق او واقعي معلومات لرل.
4- د دغه رواج ختمول چې په پروپوزل کې د ساحوي مسلکي اشخاصو ناخبري خو د پروژې په تطبيق کې ټول مسوليت چې که ښه وو او که بد کار وکړه.
5- په تطبيق کې د شناخت او واسطې پر ځای له شفافيت څخه کار اخیستل تر څو واقعي مسلکي او علمي اشخاصو ته وخت او چانس ورکړل شي.
6 – د هرې سيمې څخه د اقليم، اوبو، خاورې، بارانونو، سيلابونو او نور واقعي معلومات لرل.
که د خدای بخښلي ډاکتر صاحب عبدالوکيل خان کرنيز خدمتونه مطالعه کړو باور وکړئ چې تر اوسنيو حتي يوې کوچيني پروژې امکانات يې لا نه درلودل خو خبره دا وه چې ميتود يې ښه ميتود وو او ميتود يې په واقعي بناو ولاړ ميتود وو چې په کرنيز ډګر کې يې د لاس وهنې تاثيرات اوس هم ښه پریمانه تر سترګو کيږي.
او د اوسنيو اکثرو پروګرامونو تاثيرات چې کم دي علت يې دا دی چې ميتودونه په واقعي او حقيقي بناوو نه دي ولاړ.
په وروستيو پروګرامونو کې د اروپايې ټولنې يو پروګرام چې د افغانستان د ميوه جاتو لپاره يې په 7 زونونو کې د تحقيقاتو په موخه ملي کليکسينونه جوړ کړل او د PHDCs تر چتر لاندي يې کار کيده واقيعآ يو بنسټيز کار وشو، د افغانستان د باغداري لپاره يې يو اساسي او ډبرين تهداب کښيښود، علت يې څه وو؟
ميتود يې بهترين ميتود وو!
په اوسنيو ميتودونو کې ستونزه څه ده؟
1- له ساحې څخه واقعي معلومات نه شته، مثلآ د کندهار د دامان ولسوالۍ په اړه چې د معلوماتو په رڼا کې کوم پروګرام ډيزاينيږي هغه پروګرام د کندهار په شاولیکوټ ، ميانشين، غورک او ……… کې کاپي پيسټ کيږي حال دا چې د هغو ولسواليو اړتياوي او اوليتونه به له دامان ولسوالۍ سره ډير فرق کوي نو ځکه خو به نتيجه هم کمرنګه وي.
2- ځينې داخلي NGOs يا IPs چې له نړيوالو ډونرانو پيسي تر لاسه کوي په تطبيق کې يې ناغيړي کوي، ځکه چې دوئ دا پيسي د ظرفيت په اساس نه بلکه په نورو اړيکو تر لاسه کړي دي نو د تطبيق په وخت کې هم د خپل زړه کار کوي او د مخنيوی يې څوک نه وي، نو د يوې پروژې په تطبيق کې د بلي لپاره زده کړه يا lesson learned په برخه کې څه نه کيږي.
3- د مسلکي ظرفيتونو خاليګاوی موجودې دې، حتي لايق او مسلکي کادرونه بي کاره خو د دولسم فارغين په واسطو صرف معاشونه اخلي.
4- دولت د کرنيز انکشاف لپاره يوه جامع او واحده طرحه نلري تر څو هر پروګرام او پروژه کنټرول او د هغې طرحې په چوکاټ کې راشي.
راځئ هم مسلکو ملګرو!
هر يو يې له خپل کلي او ولسوالۍ څخه را پيل کړو او کرنيز او اقليمي معلومات، فرصتونه او ننګونې يې په علمي او مسلکي بڼه وليکو د کليو معلومات د ولسوالۍ په سطحه منظم او منسجم کړو، د ولسواليو معلومات بيا د ولايت په سطحه منظم او منسجم کړو او د هر ولايت لپاره يوه جامع او واقعې طرحې جوړې کړو تر څو پروګرامونه د همدغو طرحو په رڼا کې ميتودونه رامنځ ته کړو او کرنيز انقلاب او انکشاف رامنځ ته کړو، تر څو چې موږ په خپله کار ونه کړو نه اباديږو او نه هوسا کيږو .
ليکنه: محمد نعيم پوپل
نيټه: 2024 کال
په درنښت