د کاریزمايي شخصیت خواص

لیکواله: جنیفر کوهن

ژباړه او خلاصه: عثمان افضلي.

په فوربس کې د جنیفر کوهن د لیکنې په اساس کاریزمایي شخصیت ۵۰٪ ارثي او ۵۰٪ کسبي دی. کاریزمایي شخصیتونه تر ټولو کامیاب ګڼل کېږي. د کاریزمايي شخصیت جوړېدنې لپاره ځینې کړنې کلیدي رول لري چې په تمرین سره د شخصیت برخه ګرځي او له نورو سره زمونږ تعامل تر پخوا ښه کوي.

د کاریزمايي شخصیت د انکشاف لپاره اووه کړنې:

۱- فعاله غوږنیونه: کله چې چا ته غوږ نیسئ باید په دقیقا ورته متوجه اوسئ او په اړه ترې نورې پوښتنې وکړئ. د خبرو جریان کې خپل موبایل تر یو ځل ډېر مه ګورئ، حتی بهتره ده چې هېڅ‌ یې ونه ګورئ. فعاله غوږنیونه په کاري او کورنیز چاپیریال کې زمونږ ارتباطات پیاوړي کوي.

۲- واضحې خبرې کول: مخکې له مخکې د هرې جملې په اړه فکر وکړئ. هر څومره چې غیر ضروري ډکوونکې کلیمې کاروو، هم هومره مو د خبرو وضاحت کمېږي. خصوصا کله چې له یوه ډېرو خلکو یا یوه ګروپ خلکو ته لومړی ځل وینا کوئ باید له مخکې یې تمرین کړئ. ځان نه پوښتنه وکړئ چې آیا ټول ضروري شیان وایئ؟ آیا همدا ټولې خبرې ضرور دي؟ آیا د خبرو مقصد مو واضح دی؟

۳- حقیقي موسکا وکړئ: خالصه او له زړه موسکا بهر هم احساسېږي، او داسې موسکا د سترګو او خلې په حرکت کېږي. هدف دا نه دی چې ټوله ورځ‌ دې پیخ ګرځو، خو که مو خندا له زړه وي خلک مو په ښه توګه استقبالوي. کله چې په تبسم او مهربانه شخصیت خلکو سره برخورد کوو، نو خلکو ته ډېر‌ څه ورکوو او خلک مونږ ته ډېر څه راکوي.

۴- سیده درېدل: خپل بدن سیده ساتئ. د بدن سیده ساتل مو مطمئن او استوار معرفي کوي. که کله مو طبیعت خراب وي نو کوشش وکړئ چې ځان جعلا سیده وښايئ.

۵- د خلکو تحسین وکړئ: وايي؛ دا مهمه نه ده چې څه وایاست، بلکې دا چې څنګه وایاست؟ که د اصلاح په منظور په چا نقد کوئ، نو اول ځان سره فکر وکړئ چې تاسو خپله څنګه غواړئ نقد شئ. مشکل مستقیما مطرح کړئ، حل وړاندې کړئ، فیډبک ورکړئ او د سمېدو لپاره یې وخت وټاکئ. په عین حال کې، د ښو کړنو تقدیر او تحسین هم وکړئ. د کاري محیط خلکو ته د هغوی د اهمیت احساس ورکړئ. ځان مطمئن شخصیت جوړول مهمه دي، خو کاریزماتیک اشخاص هغه دي چې نورو کې د اطمینان حس پارولای شي.

۶- نومونه په یاد ساتئ: ډیل کارنیګي وايي چې د یوه شخص نوم هغه ته تر هر څه ډېر خوږ غږ دی. نوم یاد ساتل ساده مګر یو مؤثر کار دی. کله چې لومړی ځل د چا نوم اورئ بېرته یې ورته تکرار کړئ. مثلا احمده، له لیدو دې خوښ شوم. د خبرو ختم کې ورسره په نوم خدای پاماني وکړئ. کولای شئ د یوه کس نوم ته د هغه له ځینو ځانګړنو سره تړاو ورکړئ (هر انسان د بل د نوم یاد ساتلو بېلې طریقې لري، یوه یې دا هم ده چې د ده څېره له بل یوه کس سره چې همدا نوم لري وتړئ. – ژباړن). که هېڅ طریقې کار ورنکړ، نو نوم یې په خپل موبایل کې له یوې لنډې تشرېح سره ثبت کړئ.

۷- مخامخ کتل (د سترګو تماس ساتل): کله چې څوک درته غږېږي یا چا ته غږېږئ، سترګو ته یې ګورئ. د سترګو تماس د افهام او تفهیم یو مهم عنصر دی او مونږ ته راښيي چې آیا پیغام مو اخستل کېږي که نه. همدا رنګه مقابل شخص تاسو ته متوجه ساتي، او تاسو هم د مقابل کس د کلیماتو او جملو معنی ته ځير ساتي. که تقریر کوئ یا پرېزینټېشن وړاندې کوئ، له څومره ډېرو خلکو سره چې ممکن وي باید د سترګو تماس وساتئ. دې سره اورېدونکو ته ستاسو مجلس ډېر شخصي ښکاري او ښه توجه ورته کوي. (البته د سترګو تماس کې باید کلتوري او دیني حدود هم نظر کې ونیول شي).
پای

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب