د کارغه بچي ته څنګه رزق رسېږي؟

ویل کېږي چې په مرغانو کې ترټولو کم عقل کارغه دی ، کله چې دکارغه بچي پیداشي نو ښکاره ده چې بڼې پرې نه وي او یوازې سرې غوښې وي ، نو دی فکرکوي چې دایې بچیان نه دي ، هماغه وي چې له خپلې ځالي بل لور ته ولاړشي ،دامهال نو دده کوچني بچي یوازې پاتې شي ، نو الله تعالی ددوی په ججوري کې یوډول غوړ( وازګه )پیداکړي چې بوی یې ترلرې لرې سیمو ورځي ، نو کله چې ماشي اونور واړه حشرات دغه بوی وویني نومستقیم همدې ځای ته راشي ، دلته خو د کارغه بچیانو هسې هم خولې وازې نېولي وي ، نوحشرات سیده ددوی خولې ته لاړشي .پدې قسم الله تعالی دوی ته روزي ورکوي .

کارغه چې څوورځې وروسته بېرته خپلې ځالې ته ستون شي اودخپلو بچیوتازه تورې بڼې وویني نوبیا یقیني شي چې دایې بچیان دي اوبیایې پالنه شروع کړي .

نو  رزق الله ورکوي او نه ښايي چې دیوې مړۍ لپاره بندګانو ته سجدې وکړئ ،هسې نه چې دواړه جهانونه مو خراب شي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب