د کابل ککړه هوا، لاملونه او حل لارې
د هوا ککړتیا:
د کابل د ککړې عوامل څه دي؟
په جنګ ځپلو هیوادونو او ښارونو کې د هوا د ککړتیا لوی لامل په چټکه توګه ښاري ژوند ته د راګرځیدو هوس او تلوس ده؛ چې نا پلان شوې ښاري پراختیا رامنځ ته کوي او دې ټکو ته پام نه کیږي چې د اوسیدو په ساحو کې د صنعتي فابریکو جوړول، زراعتي سیمي او شنې ساحې په پآم کې نه نیول، د نفوسو چټکه وده په پام کې نه نیول، چې په راتلونکو نږدې کلونو کې څومره چاپیریال ککړولی شي؛ چې ښه مثال یی د کابل هوایی میدان په څو کیلومترۍ کې د سرک نو او پکتیا کوټ سیمه ده چې د کابل اکثر صنعتي فابریکې پکې آبادې دي د دغې سیمي تر څنګ یی د کابل د هوا په ککړیدو کې ستر رول لوبولی دی.
دویم قدم کې د کابل ښآر د هوا د ککړوالي لوي لامل ښاري ټرانسپورټ دی. په ښاري ټرانسپورټ کې په موټرو کې د ټیټ کیفیته تیلو څخه ګټه اخیستنه، د زړو موټرو زیاتوالی او د ترافیکي مدیرت نه شتون دی، دریم لوی لامل د کابل د ککړي هوا د سون لپاره د لرګیو او ډبرو سکارو کارول دي، په کابل کې ښارګوټي او د ودونو هوټلونو کې تصفیخانې نه دي نصب شوي او داسي توکې د سون لپاره کاروي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي، څلورم لامل د په کابل ښار کې د شنو ساحو کمښت او نشتون دی او د دې برسیره د وګړو ناغیړي هم ده چې د خپلو کورونو خځلې په خلاصو ساحو کې اچوي. په کابل کې د نفوسو د شمیر زیاتوالی هم د هوا د ککړیدو عمده لامل شوی دی چې په ډیره کمه سیمه کې ډیر زیات وګړي هستوګن دي، د نفوس تراکم د دې باعث ګرځیدلی چې د کابل غرونه غونډۍ او شنې ساحې په رهایشي سیمو بدلې شي. بل داچې د کابل له ښاره غرونه را چاپیر دي او دغه شاوخوا غرونه د دی عامل ګرځیدلي ترڅو ګرد او دود پری نږدی چی د کابل له ښاره ووځي.
د کابل ښار هوا د ککړیدو مخنیوي
د افغانستان په څیر جنګ ځپلی او جګړه کې ښکیل هیواد پلازمینه کې د پورته یادو شويو لاملونه مخنیوی اسان کار هم نه دی ځکه دلته ښه حکومتولي، نتیجه وره پالیسي او اړینه تکنالوژي نشته، اقتصادي مافیه برلاسې ده، د زړو موټرو د ترمیم منظم سیستمونه نشته، له بلې خوا دا زاړ موټرونه د بیوزلو هیوادولو لپاره د روزۍ پیداکولو وسیله ده. او د له منځه وړلو په بدل کې یی د تاوان ورکولو وس په موجوده دولت کې نشته.
خو که اراده او له شته امکاناتو څخه سالمه استفاده او تخصص شتون ولري د امکان تربریده یی مخه نیول کیدای شي.
تر ټولو لومړی یوه ستراتیژک پلان ته اړتیا ده، چې په دې کې د ځمکو څخه د تل پاتې ګټې اخیستنې پلان مهم توکی دی؛ تر څو په راتلونکو کلونو کې هغه ساحې چې تر خطر لاندې وي په نښه او خوندي کړاي شي. د مثال په توګه په هغه ساحو کې باید ساختمانونه جوړ نه شي چې د ښار د اوسیدونکو د اوبو زیرمې تر خطر لاندې راولي. بل دا چې د ګڼې ګوڼې په ډکو ساحو کې د ښاري ټرانسپورټ په واسط د رامنځ ته شوي ککړتیا د اصلاح لپاره موټرونه په تکنالوژۍ سمبال او د هغو د تیلو په کیفیت تمرکز وشي او ښاري ترافیک کنټرول شي.
د برېښنا او ګاز کمیت او کیفیت ته پام وشي او بیه یې راښکته شي، تر څو خلک مجبور نه شي چې د کورونو د ګرمولو لپآره په بخاریو کې د ډبروسنکاره او نور ککړونکي توکي وکاروي.
په څاګانوکې د فاضله موادو د ذخیره کولو د منع کولو لپاره قوانین او مقررات جوړ او پلي شي. د اوسیدو ساحو کې نږدي صنعتي کار خونې وتړل شي . خام سړکونه او کوڅې پخې او د څنګ ویالې یې جوړې او د باران اوبه مدیرت شي په ښار کې فاضله مواد سم راټول، انتقال او پروسس شي.
اوسنی کابل ښار باید پراخه کړی شي. ټولې شنې ساحې بیا ورغول شي په کوڅو، د سرکونو غاړو، ګلدانونو او همدارنګه په شنو ساحو کې نیالګې ولګول شي.
دغه پورته موارد هغه وخت شوني کولی شو چې دولت اراده ولري او د ولس همکاري جلب کړي .
عبدالرحمن احمدزی