د ښځې نفقه او استوګنځای | د ښځو حقوق
د ښځې نفقه:
د اسلامي امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده، ځکه چې د نفقې پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي قوله تعالی: (وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف) البقرة / 233 ، يعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .
وقال عز وجل: (لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله) الطلاق / 7. يعنې: توان لرونکی خاوند ښايي د خپل توان په انډول نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له ورکړي دي نفقه دې وکړي .
نبوي احادیث:
وعن جابر: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع : …………. ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف”. رواه مسلم (1218). يعنې: جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګنې ځای برابروئ.
عائشه رضي الله عنها روايت کوي: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه) .
د عقبه لور (هند) وويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم! ابوسفيان يو بخيل سړی دی، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم)، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده) .
خپلې ښځې او اولاد ته د نفقي برابرولو د فضيلت په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم).
يعنې: يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له په لار کې صدقه شي، بل هغه دينار دی چې غلام باندې ولګول شي، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .
په پورته حديث شريف کې د الله جل جلا له په لاره کې خرڅ، د غلام د آزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره خرڅ يا د نفقې د پاره لګښت ښودلی دی .
بل حديث کې راغلي: «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:55).
ابن مسعود رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي.
مسکن (استوګنې ځای):
خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادي توان موافق د استوګنې ځای برابروي چې حد اقل د ځانته اتاق برابرول دي، الله جل جلا له فرمايي: (أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق / 6.
يعنې: دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازې واوسوئ (د استوګنې ځای ورته برابر کړئ) او دوی ته ضرر مه رسوئ.