
د ښځو مکر ؛ د خره زو زده یې کړه!
یوه سړي له کوهي سره نږدې یوه ښځه ولیده؛ له هغې یې پوښتنه وکړه چې د ښځو مکر څه دی؟
ښځې نارې او بغارې کړې چې خلک پر ځان راټول کړي؛ سړی چې ډېر بېرېدلی ؤ پوښتنه یې وکړه: ولې داسې کوې؟ ما خو ستا د اذیت کومه اراده نه درلوده؟
په دې وخت کې ښځې د اوبو ډک سطل راواخیست او پر ځان یې توې کړ، نو سړي په تعجب وپوښتل ولې داسې کوې؟
ښځې هغو خلکو ته چې له دې سره د مرستې لپاره راغونډ شوي وو ووېل: اې خلکو زه څاه ته ولویدلم خو دغه سړي وژغورلم؛ خلکو هم له سړي مننه وکړه او پخپله لار لاړل.
نو، ښځې و سړي ته ووېل: د ښځو مکر دا دی که یې اذیت کړې وژني دې او که یې احترام وکړې نو نیکمرغه به پاته شې
شیطان چې د دې پېښې نظاره ګر وو، خپل زوی ته غلي ووېل چې: د خره زو زده یې کړه!