د ښځو لپاره شخصیت جوړونکې خبرې

ښځې باید په خپل کورني ژوند کې داسې کړه وړه وکړي چې تل یې د خاوند نظر پر ځان وساتي، او په همدې توګه مونږ د ښځو لپاره پر ځینې ادابو په دې لیکنه کې کرښې لیکلي چې باید عادت یې وګرځوي، او هغه دا دي:

د خپل خاوند لپاره ځان سینګار کوي:

سینګار داسې څه ده، چې هر سړی غواړي ښځه یې ورته وکړي، او د خپلې ښځې له ظاهري ښکلا او سینګار څخه خوند واخلي.نو که غواړئ چې تل مو د خاوند په سترګو کې ښکلي ښکاره شئ، تل ورته هغه  ډول سینګار وکړئ، چې د خاوند د سترګو نظر مو اخلي.

پخلۍ کوي:

هر نارینه دا غواړي، چې د هغه ښځه دې ورته ډول ډول خواړه پاخه کړي،او د خپلې میرمنې د لاس خواړه وخوری، نو یوه هوښیاره ښځه د خپل خاوند د زړه لاسته راولو لپاره هغه ته پخلۍ کوي.

په هر څه پسې لاسونه نه اچوي:

په ګډ ژوند کې داسې ډېر مسایل دې چې په هغه سره ښځه خپل شخصیت نورو ته او په ځانګړي ډول خپل خاوند ته ورښکاره کوي، نو یوه هوښیاره ښځه چې کله په دسترخوان ناسته وي په هر څه پسې لاس نه اچوي، بلکی په ډېر نرمښت له نورو هیله کوي چې خواړه او یا هم د اړتیا وړ شی ورکړي.

له حده ډېره ډودۍ نه خوري:

له ډېرې ډوډۍ خوړولو مو موخه دا ده چې په داسې بڼه ډوډۍ نه خوري، چې د نورو پام ورته وشي، او ډېرې غټې غټې مړۍ نه وهي، بلکې په ډېر خاصه بڼه په خپل ښځينه سټایل ډوډۍ خوري.

په یوه وړه خبره ژر احساساتي کېږي نه:

که چېرته داسې خبره مو واورېده چې ستاسو احساسات نه شو کنټرول کولی، نو هیله ده چې د غوسې پر مهال یوه اوږده ساه واخلئ، خپلې سترګې پټې کړئ تر هغه چې خپل عادي حالت ته راګرځئ، خو هېڅ کله د غوسې او قهر په حالت کې د خاوند د خبرو ځواب مه ورکوئ. که تاسو هر څومره ریشتیا خبره هم وکړئ، خو د قهر په وخت کې د انسان لهجه ډېره تنده وي، چې سړیو ډېره بده لږېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب