د ژوند په چاپيريال باندې داقليم بدلون او د هغې ناوړه اغيزې
د اقليم بدلون څخه موخه او هدف دادى چې د ځمکې پر مخ د فضله موادو تراکم او د هغې څخه خارجيدونکي مضر او خطرناک ګازونه لکه کابن ډاي اوکسايد، نايتروجن اوکسايد، سلفرډاى اوکسايد، کاربن مونو اوکسايد، ميتان او داسې نور چې په پرلپسې ډول په هواکې د موجودو عنصرو سره يو ځاى تعامل کوي او په اتوموسفير کې ګلخانه يي حالت غوره کوي چې دغه ګلخانه يي حالت د ځمکې د سطحې د ګرميدو باعث کيږي.
که څه هم ځنګلونه، ونې او بوټي د هوا څخه کاربن ډاى اوکسايد جذبوي او اکسيجن چې مونږ يې تنفس کوو خارجوي او د هوا په پاکوالي کې مهم رول لري د يادولو وړ ده چې په زياته اندازه طبيعي ځنګلونه، ونې او بوټي چې د ملي اقتصاد يو جز دى پرې شوي او له منځه وړل شويدي او ځمکه لوڅه شويده په پايله کې د اکسيجن د توليد سرچينه چې ځنګلونه دي کمه شويده.
ساينس پوهانو د محاسبې له مخې چې د ځنګلونو د پرې کيدو له امله د کاربن ډاى اوکسايد اندازه په هوا(اتوموسفير) کې هر کال د ٢٠% نه تر ٣٠% پورې زياتوالى مومي او د ځمکې د ګرمښت سبب کيږي خو دا تراوسه معلومه نده چې د ځمکې د ګرمښت اغيزې به څومره سختې وي پدې هکله ځينو ساينس پوهانو محاسبه کړيده چې دنفوسو زياتوالى (تراکم)، د ځنګلونو د پرلپسې پرې کونه، په چاپيريال کې د مضره موادو انبارول او د حمل او نقل د وسايطو زياتوالى او په هغو کې د بې کيفيته فوسيلي موادو(روغنياتو) متوازنه دوام ومومي نو کاربن داى اوکسايد اندازه به په اتوموسفير کې دوه چنده شي او د تودوخې درجه به لوړه شي او په اقليم کې (اوبو او هوا) به ژور تغيرات را منځته شي په پايله کې به زيات غريب وګړي او مالدار زيانمن شي د بېلګې په توګه د بې وخته واورو او يخ د ويلې کيدو جريان به رامنځته شي او په سيندونو کې به د اوبو سطحه لوړه شي او هغه ښارونه او کلي چې د سيندونو پر غاړه پراته دي تر اوبو لاندې (غرق) به شي او زيات مالي او ځاني تلفات به را منځته شي او همدارنګه تاريخي نښې او نښانې او لاسته راغلي معلومات او تحليلونه ښايي چې تودوخه د لوړيدو په حالت کې دى د بېلګې په ډول د تودو شپو او ورځو شمېر په زياتيدو دى او د يخنى او سړښت شپو او ورځو شمېر مخ په کميدو دى دغه معلومات د اقليم د بدلون سره تړلي دي مګر په افغانستان کې داقليم بدلون څخه په زياته اندازه غريب وګړي زيانمن کيږي په ځانګړي ډول هغه وګړي چې ژوند يې په کرنه او مالدارۍ پورې تړلي دي او په افغانستان کې د زياتو وګړو ژوند د خوړو روزمره ژوند دى نو د اقليمي تغيراتو له مخې به اکثريت وګړي به د غوربت په دام کې راګير شي او ور سره لاس او ګريوان به وي.
نو لازمه ده چې د ځنګلونو، ونو او بوټو د ضرورت څخه زياته پرې کونه و درول شي او د ککړوونکو موادو او ککړتيا مخه ونيول شي او د اقليمي بدلونو د عواملو ناوړه اغيزو په پام کې نيولو سره چې يادونه يې وشوه د چاپيريال ساتنې اداره د ټولو اړوندو بنسټونو او قدرمنو هيوادوالو څخه غواړي چې د اقليمي بدلونونو د ناوړه اغيزو په وړاندې پرېکنده تدابير ونيسي او خپله ملي او اسلامي دنده د ژوند چاپيريال ساتنې د خونديتوب په خاطر سرته ورسوي تر څو په يوه پاک او سمسور چاپيريال کې ژوند وکړو د چاپيريال ساتنه د يوې ډلې او يا ارګان دنده نده بلکې څوک چې په چاپيريال کې اوسيږي په ساتنه او بيا رغونه کې په شريکه مسوليت او مکلفيت لري.
په درنښت