د ژر انزالېدو ستونزه؛ لاملونه او حل لاره

ژر انزالیدل

د جنسي ملګرې تر قناعت او اشباع کېدو مخکې د مني خارجېدو ته ژر انزالېدل وایي.
څېړنې ښيي چې په هرو دریو نارینه وو کې یو یې د ژر انزالیدو ستونزه لري.د انزالېدو له پاره کوم ځانګړی طبي معیار او وخت ندی ټاکل شوی، د ژر انزالېدو او په وخت انزالېدو موضوع د دواړو لوریو قناعت او اشباع پورې اړه لري.

د ژر انزالېدو لاملونه:

په سلو کې ۹۵ نارینه کومه ځانګړې روغتیایي ستونزه نلري، خو بیا هم لاندي ټکي د د ژر انزالېدو لامل کیدی شي.
۱-په ځوانۍ کې د موټک (جلق) وهل د تذکیر د آلې د حساسېدو سبب ګرځي.
۲-په ځوانانو کې د نارینه جنسي هارمون (ټسټوسټېرون) زیاتوالی د ژر انزالېدو سبب کېږي.
۳-د جنسي ملګرې ځانګړنې او داچې هغه د کوروالي نه مخکې آماده شوې وه او که نه.
۴-رواني ستونزې او اضطراب.
۵-د لاندنیو دواګانو استعمال.
– شراب(الکول).
– فشار ضد درملونه لکه: (Aldomet(Methyldopa), Inderal(Propranalol
– د معدې درملونه لکه: Ranitidine, Cimitidine, Omeprazole
– د خپګان او تشویش ضد دواګانې لکه : Stelazin(Triflouperazine), Diazepam
– د زړه د ناروغیو دواکانې لکه: Digoxin او نور.
۶- ناروغتیاوې لکه شکره، هایپرتایروېډیزم(د تایرایډ د غدې زیات فعالیت)…
۷- د بولي تناسلي سیسټم او پروسټېټ د غدې التهاب.
۸- د وېټامینونو کموالی.
۹- د عصبي سیسټم ستونزې، ضربې او د جراحۍ تاریخچه.
۱۰- Oversensitivity یانې د نارینه ډیره توجه او ډیر ګرمېدل هم د ژر انزالېدو سبب کېږي

د حل لارې:

۱- د لومړنیو لاملونو لرې کول او ښه خواړه خوړل.
۲- د پورتنیو دواګانو پرېښودل او یا کمول.
۳- ښځه باید د دخول نه مخکې کاملاً آماده کړی شي.
۴- د جنسی عمل په وخت کې سړی دې خپل فکر ډیر متمرکز نکړي، فقط کوښښ دې وکړی چې ښځه تحریک او مشبوع شي ځکه ښځې د نارینه وو په پرتله ژر نه آماده کېږي او نه هم ژر اورګازم (انزال) ته رسي.
۵- که سړی ډیر تحریک او تنبیه شوی وي نو د مجامعت نه یو تر دوه ساعته مخکې موټک ووهي.
۶- قضیب ته د فشار ورکولو طریقه (Squeeze Technique):
– د انزال د احساسېدو تر وخته دې مجامعت ته دوام ورکړی شي.
– د انزال د احساسېدو سره دې قضیب وویستل شي او د دېرشو ثانیو له پاره قضیب ته فشار ورکړﺉ.
– د هر ځل د انزال احساسېدو سره د فشار راوړلو پورتنۍ طریقه تکرار کړﺉ تر هغه چې ښځه د انزالېدو غوښتنه وکړي.
۳- د تشوش او پرېشانۍ رفع کوونکي درملونه د جماع نه څو ساعته مخکې استعمال شي لکه:
۱- Capsule Flouxetine 20 Mg
۲- یا Tablet Anofranil (Clomipramine) 10 Mg

ځوانان بايد څه وکړي؟

ځوانان بايد په دې وپوهيږي، چې بدني کمزوي، د زړه ډار، له مرګه تېښته، نهيلي، ماتې منل او همدارنګه چې څوک له ژونده بېزاري محسوسوي. دا ټول د لا شعوري ذهن اغېزې دي. د دوی په لا شعور ذهن کې دننه د ماشومتوب کوم محروميتونو چې ځای نيولی دی، د هغې اوس کرار کرار نښې راڅرګنديږي. دې علايمو تاسې له ځان څخه د خوند اخيستنې عادتي جوړ کړي ياست. اوس دا له ګناه ډک احساس کرار کرار ستاسې عصبي نظام تباه کوي. که چېرې مو عادت زيات جدي، اوپرله پسې تر کلونو پورې وي؛ نو بيا ډېرله خطره ډک هم کېدی شي.
تاسې خپل ځانونه باوري کړئ، چې نور نو د محروميتونو وخت تېر شوی دی، ستاسې د اصل شخصيت بڼه دا ډول نه ده؛ لکه تاسې چې محسوسوله. دا اصلاُ د کوچنيتوب اغېزې دي، چې د زنګ په بڼه ستاسې په شخصيت پورې نښتې دي. اوس تاسې ځوانان ياستئ، ماشومتوب له ذهنه وغورځوئ. وړاندې راځئ چې بايد نور څه وکړو.
په ځوانۍ کې د ماشومتوب خوبونه مه ګورئ!
ماشومتوب مو ښه يا خراب تېر شوی دی، که تاسې ته مور وپلار او کورنۍ مناسبه مينه په کوچنيتوب کې نه وي درکړې، دا نو د هغوی مجبوري وه. ستاسې د اړتياوو د تر سره کولو لپاره هغوی شپه ورځ په ځانونو يوه کړې وه. بهرنيو هېوادونو ته به په کلونو کلو مسافر و او ستاسې لپاره به يې يوه ګوله ډوډۍ پېدا کوله، څوک دا نه غواړي چې په کور کې له خپلو ماشومانو سره وي او ډېره مينه دوی ته ورنکړي.
اوس دا ستاسې فرض دي، چې مور و پلار ته د هغوی د محنت او خواري په بدل کې آرام او هوسا ژوند ورکړئ، یا مو که دا له لاسه نه کيږي؛ نو خپل ځانونه خو پېټي مه ورته جوړوئ. کېدای شي ستاسې مور وپلار ته د دوی خپلو مېندو او پلرونو مينه او راحت نه وي ورکړی. دا هم شونې ده، چې هغه وخت ستاسې مور وپلار دومره لوستی نه و، چې ستاسې پالنه يې د آروايي آرونو (آصولو) پر بنسټ کړې وای. په هر حال له تاسې سره چې په وړکتوب کې هر ډول رويه شوې وي،دا د يوه اروايي او قدرتي عمل پر بنسټ ستاسې خيالات او ستاسې د فکر د خرابولو سبب جوړ شوی دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب