د ژبژغورنې ملي غورځنګ هوکړه عقاب کمپنۍ سره

د ژبژغورنې ملي غورځنګ بل پرمختګ:
نن د ژبژغورنې ملي غورځنګ مخکښ غړي انجنیر عبدالکبیر حساس د (عقاب) کمپنۍ له مشرتابه سره لېدنه درلوده، څرنګه چې د عقاب ریسیور پروګرام کې پښتو ژبه شتون نه لري، د عقاب کمپنۍ مشر د پښتو په پار د ژبژغورنې ملي غورځنګ پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه.

په عقاب ریسیور پروګرام کې د پښتو ژبې د اضافه کېدلو لپاره یې د ژبژغورنې ملي غورځنګ څخه د پروګرام پښتو ژباړې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه، د غورځنګ غړي ښاغلي حساس ورسره د ژباړې په برخه کې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دا چاره به د ژبژغورنې ملي غورځنګ د ملګرو پر مټ په مخ وړي.

د ژبژغورنې ملي غورځنګ رسمي ویبپاڼه.
د ژبژغورنې ملي غورځنګ رسمي فیسبوک پاڼه.
د ژبژغورنې ملي غورځنګ رسمي فیسبوک ډلګی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب