د ږیرې پرېښودل مکمل بیان

د ږيرې پريښودل طاعت او تابعداري ده.

الله جل جلاله فرمايي: {ما كان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضى الله ورسوله أمراً أن يكون لهم الخيرة من أمرهم} الأحزاب: ٣٦
ژباړه: او هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ته مناسبه (او جائزه) نه ده (البته) کله چې الله جل جلاله او د دې پيغمبر صلی الله عليه وسلم يو کار فيصله کړي، چې دوی لره دې په خپل کار کې (د هغه په خلاف) غوره کول وي (په دوی باندې فقط اطاعت واجب دی).
بل ځای کې فرمايي: {فليحذر الذين يخالفون عن أمره أن تصيبهم فتنة أو يصيبهم عذاب أليم} النور: ٦٣
ژباړه: نو هغه کسان (منافقان) دي وډار شي چې (په چل او پټه سره) د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د امر څخه مخالفت کوي (او کار ورانولو ته ملاوې تړلې وي البته د دې خبرې څخه) چې دوی ته به (په دنيا کښې) فتنه (مصيبت) ورسيږي او يا به ورته (په اخرت کې) دردناک عذاب ورسيږي.
او له هغو احاديثو څخه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په کې د ږيرې د پريښودو امر کړی(۱۱) ځينې دا دي:
عن ابن عمر رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم أمر بإحفاء الشوارب، وإعفاء اللحية. [رواه مسلم] ژباړه: له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بريتانو په وړولو او د ږيرې په پريښودلو امر کړی.
وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (جزوا الشوارب، وأرخوا اللحى وخالفوا المجوس). [رواه مسلم] ژباړه: ابو هريرة رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «بريتان واړه کړئ ـــــــ په وړولو کې يې مبالغه وکړئ ـــــــ، او ږيرې پريږدئ، او د مجوسو مخالفت وکړئ».
کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د کسرا دوه را ليږل شوي استازي وليدل چې ږيرې يې خرېيلې وې او بريتان يي پريښي او غټ کړي ول، نو بد يي وګڼل چې ورته وګوري، او ويې ویل: «هلاک شئ! په دې درته چا امر کړي؟» هغو په ځواب کې وويل چې: مونږ ته زمونږ رب (کسرا) په دې امر کړی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «ما ته خو مې رب د ږيرې په پرېښودو او د برېتانو په وړولو امر کړی».
او علماوو دا بيان کړي چې د “امر” صيغه په وجوب او فرضيت دلالت کوي، چې کونکي ته ثواب، او پرېښودنکي ته جزا پرې ورکول کيږي.(۲)

———————————————-
(۱) له رسول کریم صلی الله علیه وسلم څخه د ږيرې د پريښودو امر په مختلفو صيغو راغلی چې له هغې څخه (أعفوا، أوفوا، أرخوا، أرجوا، وفروا) چې د دې ټولو مشترکه معنی (د ږيرې په خپل حال پريښودل) دي
(۲) فقهي قاعده وايي چې امر د وجوب او نهې د حرمت معنا ورکوي. معنا دا چې کله الله تعالی د يو کار په کولو یا نه کولو امر وکړي، نو سرغړونکی ګهنګار بلل کيږي او د جزا مستحق ګرځي. (ژباړن)

د ږيرې کلول معصيت او ګناه ده

الله جل جلاله فرمايي: {ومن يعص الله ورسوله فقد ضل ضلالاً بعيداً} الأحزاب: ٣٦
ژباړه: او هر څوک چې د الله جل جلاله او د ده د پيغمبر صلی الله عليه وسلم (د امر څخه) عصيان (او نافرماني) وکړي، نو يقينا هغه لاره ورکه کړه څرګند ورکول.

همدارنګه فرمايي: {ومن يعص الله ورسوله فإن له نار جهنم خالدين فيها أبداً} الجن: ٢٣
ژباړه: او هر څوک چې د الله جل جلاله او د ده عز وجل د پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه (د کفر په غوره کولو سره) عصيان وکړي نو يقينا همدغو (عاصيانو) ته دوزخ (ټاکلی شوی) دی په داسې حال کې چې دوی به پکښې همېشه اوسېدونکي وي همېشه.
مخکې تېر شول چې رسول کريم صلی الله علیه وسلم د ږيرې په پرېښودو امر کړی، نو د هغه د امر مخالفت ګناه او ناروا کار دی.

الله تعالی فرمايي: {وما آتاكم الرسول فخذوه وما نهاكم عنه فانتهوا} الحشر: ٧
ژباړه: او (ای مؤمنانو!) هغه شی چې تاسو ته پيغمبر درکړي نو هغه واخلئ او د کوم شي څخه يې چې منعه کړي يئ د هغه څخه منعه شئ).

او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (ما نهيتكم عنه فاجتنبوه) [متفق عليه] ژباړه: «ما چې له څه منع کړي یاستئ نو له هغه ځان وساتئ».

د ږيرې په پرېښودو امر په خپله د هغې د کلولو یا افراطي لنډولو په نهي او حرمت دلالت کوي، ځکه فقهي قاعده وايي چې: (په يو څه باندې امر د هغه ضد او مخالف نه نهې ده)(۱).

رسول الله صلی الله علیه وسلم بل ځای کې وايي: (لا تنتفوا الشيب فإنه نور المسلم) [حديث حسن] ژباړه: «سپين ويښتان مه وباسئ، ځکه هغه د مسلمان رڼا او روښنايي ده».

د سپينو ويښتانو وېستل، که د سر وي يا د ږيرې نو ترمنځ یې توپير نشته، ځکه انس رضی الله عنه وایي: «د سر او ږيرې سپين ويښته اېستل مکروه دي»[مسلم روایت کړی]

نو څوک چې ږيره خريي د هغه سپين ويښتان ــــ چې د مسلمان رڼا ده ـــــ څه چې تور ويښتان هم نه خوښېږي.

د عمر رضی الله عنه او ابن ابي يعلی (د مدينې قاضي) په هلکه روایت شوي دي چې دوی دواړو د هغه چا شاهدي نه منله چې ږيره به يې اېستله.

امام غزالي او امام نووي رحمت الله عليهما وايي: «ږيره د نوي را ختو په حال کې ویستل د (المُرد)(۲) يعنې لوڅ مخو سره مشابهت دی، او له لویو ګناهونو څخه دی».

—————————-
(۱) قاعده داسې ده: (الأمر بالشيء نهي عن ضده). (ژباړن)
(۲) مُرْد: د امرد جمع دی، او امرد هغه ځوان ته ويل کيږي چې بريت يې را ختلي وي، او ږيره يې را ختو ته نږدې شوي وي، خو لا ښکاره شوي نه وي.


د ږيرې پرېښودل محمدي سنت دي

الله جل جلاله فرمايي: {لقد كان لكم في رسول الله أسوة حسنة} الأحزاب: ٢١
ژباړه: (ای مؤمنانو!) يقينا تاسوته د الله جل جلاله په پيغمبر کې غوره (او ښايسته) اقتداء پرته ده.

همدارنګه فرمايي: {وما أرسنا من رسول إلا ليطاع بإذن الله} النساء: ٦٤
ژباړه: او مونږ هيڅ يو پيغمبر (د بل هيڅ شي د پاره) ندی ليږلی مګر د دې دپاره چې د هغه اطاعت د الله جل جلاله په اذن وکړی شي (همدا مضمون مو اعلان کړی دی).

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (خير الهدي هدي محمد صلى الله عليه وسلم)
[رواه مسلم] ژباړه: «تر ټولو غوره طريقه او سنت د محمد صلی الله علیه وسلم طريقه او سنت دي»

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خِلقي صفاتو کې دا ثابت دي چې د ګڼې او غټې ږيرې څښتن وو. انس رضی الله عنه وايي: (وكانت لحيته صلى الله عليه وسلم قد ملأت من هاهنا إلى هاهنا، وأَمَرَّ يده على عارضيه) [تاريخ ابن عساکر] ژباړه: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم ږيره له دې ځايه تر دې ځايه وه، او لاس يې د خپل مخ په دواړو اړخونو را تېر کړ».

صحابه کرامو ماسپيښين او مازديګر لمونځونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قراءت د هغه د ږيرې له خوځيدو معلوماوه. [صحیح بخاري]

کله به چې رسول مبارک صلی الله علیه وسلم اودس کاوه، نو يوه لپه اوبه به يې راواخيستې او د زنې لاندې به يې د ږيرې د لمدولو په موخه تېرې کړې[صحیح]

پورتني او دې ته ورته ډېر نور احاديث راښيي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د لويې ږيرې څښتن و.

خو افسوس دی پر هغو کسانو چې د رسول مبارک صلی الله علیه وسلم د مينې دعوه کوي، خو د هغه شکل او صورت يې نه خوښېږي! بلکې د هغه د دښمنانو شکلونه او څېرې خوښوي! او الله جل جلاله فرمايي: {قل إن كنتم تحبون الله فاتبعوني يحببكم الله} آل عمران: ٣١
ژباړه: ووايه (ای پيغمبره!) که چېرته تاسو (ای خلکو!) یاستئ چې د الله جل جلاله سره محبت لرئ نو زما متابعت وکړئ الله جل جلاله به تاسو محبوب وګرځوي.

کومه مينه چې خپل څښتن د خپل محبوب تابعدارۍ او له هغه سره ورته والي ته مجبوره نه کړي، نو دا ريښتيني مينه نه، بلکې تش د خولې لاپې دي(۱).

يو صحابي وايي: «په داسې حال کې چې پر لار روان وم، له شا را ته آواز وشو چې (لنګ دې پورته کړه، ځکه هم تقوی په کې ده او هم پاکوالی) شاته مې چې وکتل پر رسول الله صلی الله عليه وسلم مې سترګې ولګېدې، نو ورته مې وويل چې: اې د الله رسوله! دا خو د لنګ د ټوټې يوه برخه ده، څه ارزښتناک شی خو نه دی چې د کبر او غرور تصور په کې وشي، يا د تقوی او پاکۍ خيال پرې وساتل شي، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل: (ولې! نه غواړې زما پيروي وکړې؟ او ما غوندې واوسې؟) صحابي وايي چې ومې کتل نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل لنګ د پنډو تر نيمائي پورې راوچت کړی و». [حسن لغیره]

نو اې ږيره خروونکيه! که تاته رسول الله مبارک صلی الله علیه وسلم ووايي چې: «ولې! نه غواړې زما پيروي وکړې، او زما غوندې واوسې؟» نو څه ځواب به ورکوې، او څه بانې به وړاندې کوې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱) د رسول الله صلى الله عليه وسلم پيروي او په ټولو کارونو کې هغه غوندې کول الله ته خوښ دي، ولو که واجب هم نه وي، ځکه ريښتينی مين د واجب او غير واجب ترمنځ توپير ته نه ګوري، بلکه هغه د خپل محبوب پيروي هغه سره د مينې له وجې کوي، دا لا څه کوې چې دا کار واجب هم وي، لکه د ږيرې پريښودل.


د ږيرې کلول افراط او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لارې سرغړونه ده

الله جل جلاله فرمايي: {من يطع الرسول فقد أطاع الله، ومن تولى فما أرسلناك عليهم حفيظاً} النساء: ٨٠
ژباړه: هر څوک چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم اطاعت وکړي نو يقينا هغه د الله جل جلاله اطاعت وکړ او هر څوک چې (ترې) مخ واړوي نو (هغه د الله جل جلاله د اطاعت څخه مخ واړوه او په تا باندې يې مسؤليت نشته ځکه چې) مونږ خو په دوی باندې ته د ساتونکي په صفت نه يې استولی.

ږيره پرېښودل د رسول الله صلی الله علیه وسلم قولي، فعلي او صفتي سنت دي، نو د هغې خرېيل د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له مبارکې لارې سرغړونه ده، او د هغه د سنتو قصدي پرېښودل دي، او رسول کريم په مختلفو ځايونو کې ويلي چې: «څوک زما سنت په قصدي ډول پرېږدي نو له ما څخه نه دی».[متفق عليه]

او همدارنګه يې فرمايلي: (من عمل عملاً ليس عليه أمرنا فهو رد) [رواه مسلم] ژباړه: «څوک چې داسې يو کار وکړي چې زمونږ له کړونو څخه نه وي نو کار یې مردود دی».

په بل ځای کې يې فرمايلي: (ليس منا من عمل بسنة غيرنا) [حسن] ژباړه: «له مونږ نه نه دی هغه څوک چې د نورو په لارو او طريقو عمل کوي»

هغه دوه استازي چې کسرا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را استولي ول، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې راغلل چې ږيرې يې خرېيلې وې او بريتان يې پريښي او غټ کړي ول، نو رسول مبارک صلی الله علیه وسلم ورته ونه کتل، او ويې ويل: «هلاک شئ! په دې درته چا امر کړی (د ږيرې په خرېيلو)؟» هغو ورته په ځواب کې وويل: چې مونږ ته زمونږ رب (کسرا) په دې امر کړی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما ته خو مې رب د ږيرې په پرېښودو او د برېتانو په کمولو امر کړی» [حسن]

اې ږيره خروونکيه! چې رسول صلی الله علیه وسلم دې څيرې ته له کتلو کرکه وکړي، نو ستا به څه احساس او شعور وي؟! او چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم در څخه مخ واړوي او درته ووايي: «هلاک شې!! په دې درته چا امر کړی؟!» نو څه به ورته وايې؟!


د ږيرې پريښودل انساني فطرت دی

الله جل جلاله فرمايي: {فأقم وجهك للدين حنيفاً فطرت الله التي فطر الناس عليها لا تبديل لخلق الله} الروم: ٣٠
ژباړه: نو (ای پيغمبره!) خپل مخ دې الهي دين ته ودروه (خپله ټوله توجه ورواړوه) په داسې حال کې چې (د ټولو باطلو اديانو څخه) څنګ کوونکي يې (او ستا امت دې هم همدغسې کار وکړي او دا ځکه چې دا دين) د الله جل جلاله هغه دين دی چې ټول خلک يې په همدغه دين باندې (همدغه دين ته) مستعد پيدا کړي دي. د الله جل جلاله پيدا کولو ته هيڅ بدلون نشته.

د پورتني مبارک آیت معنی دا ده چې: ځان دې برابر کړه، او پر هغه دين چې الله درته له ابراهيمي ملت څخه غوره کړی روان شه، او په دې سره به له هغه انساني فطرت سره چې الله پرې پيدا کړی يې برابر اوسې. او دا فطرت د الله پيژندنه، د هغه يووالی، او ورسره فطرتي لازم صفات دي.

د ام المؤمنين عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې رسول کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لس شيان فطري دي: د بريتانو کمول، د ږيرې پرېښودل، مسواک وهل، استنشاق کول (پوزې ته اوبه اچول)، د نوکانو اخيستل، د براجمو(۱) مينځل، د تخرګ د ويښتانو ويستل، د نامه نه لاندې د ويښتانو کلول، استنجاء کول» مصعب چې د حديث له راويانو څخه دی وايي: «لسم شی را څخه هېر دی، خو ګومان نه کوم چې بې له مضمضې (خولې ته اوبه اچول) بل څه وي».

فطرتي صفات:

هغه شکل او هيئت ته ويل کيږي کوم چې الله جل جلاله د بندګانو لومړی پيدايښت پرې کړی، او د انسانانو په طبيعت کې د هغه د کولو او هغه ته د مايل کيدو ماده اچولې، او د هغه له ضد او مخالف څخه د کرکې او نفرت احساس پیدا کړی، نو که یو کس دغه صفات پرېږدي او ځان پرې نه برابروي نو د ده شکل به د انسانانو په څير نه وي، نو د مسلمان په څېر خو لا نشي کيدای!

د سليم فطرت خاوند چې د بهرني ما حول د فساد تر اغيزې لاندې نه وي راغلی، هغه هميشه هغه څه بد ګڼي چې د ده د بدن د بدرنګۍ سبب ګرځي، او دغه فطرتي صفات ولو که پرې شريعت هم نه وي نازل شوي خوښوي، دا چې په هغې د پيغمبرانو دينونه راغلي وي او امر پرې شوی وي خو بيخي اړينه ده.

امام سيوطي رحمه الله وايي: «د فطرت تر ټولو ښه معنی چې شوې هغه دا ده چې: فطرت هغه زاړه سنتونه دي کوم چې پيغمبرانو انتخاب کړي، او ټولو شریعتونو پرې اتفاق کړی وي، ګویا هغه طبيعي څيزونه دي چې ټول پرې روزل شوي دي».

————————–
(۱ ) براجم د بُرجمة جمع دی، او برجمة د ګوتې د پوستکي هغې برخې ته ويل کيږي چې د ګوتې د را خلاصولو پر وخت ګونجې کيږي.


د ږيرې کلول د الـٰهي خلقت او پيدايښت بدلون دی

الله تعالی فرمايي: {لا تبديل لخلق الله} الروم: ٣٠
ژباړه: د الله جل جلاله پيدا کولو ته هيڅ بدلون نشته.

د دې مبارک آیت په تفسير کې ويل شوي: دا آيت اخبار دی چې د طلب او غوښتنې معنی په کې پرته ده. مفهوم يې دا دی: (تاسې الهي پيدايښت او هغه شکل او صورت چې تاسې يې پرې پيداکړي یاستئ مه بدلوئ) چې دغه فطرت د الله پېژندنه، دهغه يووالي، او دې پورې نور تړل شوي فطرتي صفات دي.

الله جل جلاله مونږ ته د ابليس لعين څخه خبر راکوي چې هغه وايي: {ولآمرنهم فليغيرن خلق الله} النساء: ١١٩
ژباړه: او خامخا ضرور به په دوی باندې امر وکړم، نو خامخا دوی به خلق الله تغير کړي.

دا مبارک آیت په دې کې صريح نص دی چې څوک الـٰهي خلقت کې داسې بدلون راولي چې شرعې د هغې اجازه نه وي ورکړې(۱)، نو هغه د شيطان پيروي او د الله جل جلاله نافرماني کړې ده.

کېدای شي الله جل جلاله په دې قول کې {وصوركم فأحسن صوركم} د شکل او صورت د ښايسته کولو او پاک ساتلو امر ته اشاره وي، ګويا داسې يې فرمايلي وي چې: (الله تاسې ته ښايسته څېرې او بشپړ هيئت درکړی، نو په داسې څه يې مه بدلوئ چې بدرنګه او بې ډوله شئ) يا يې داسې ويلي وي: (نو تاسې د هغې د ښايسته کېدو ساتنه وکړئ، او د الـٰهي خلقت په بدلولو کې د شيطان پيروي مه کوئ).

همدارنګه رسول کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي: (لعن الله الواشمات، والمستوشمات، والنامصات، والمتنمصات، والمتفلجات للحسن، والمغيرات خلق الله) [متفق عليه] ژباړه: «الله جل جلاله لعنت ويلی پر هغه ښځينه چې خالونه لګوي، او پر هغې چې د خال لګولو غوښتنه کوي، او پر هغې چې د نورو د وريځو ويښتان وباسي، او پر هغې چې د وريځو د ويښتانو د ويستلو غوښتنه کوي، او پر هغې چې د ښايست لپاره د خپلو غاښونو تر منځ جدا والی راولي، او پر هغې چې الـٰهي خلقت کې بدلون او تغيير راولي».
پورتني حديث کې د لعنت علت چې د دې کارونو د حرمت دليل دی، د (الهي خلقت بدلون) ګڼل شوی.

نو د ښايست لپاره د ږيرې خروونکی د الـٰهي خلقت بدلوونکی دی، بلکې له نورو ډېر د دې وعيد لاندې راځي، ځکه ښځينه ته له نارينه څخه د ډېر ښايست اجازه ورکړ شوې ده، او د ږيرې کلول د (نمص) تر چتر لاندې راځي، چې هغه د مخ د ويښتانو یا د وريځو اېستل دي، چې ښځې يې د ډول او ښايست لپاره کوي، نو د سړي په هکله بيخي بد ګڼل کېږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱ ) له دې معلوميږي چې هر بدلون د الهي خلقت بدلون نه دی، ځکه داسې بدلونونه شته چې الله يا د الله رسول د هغې اجازه ورکړې، بلکې واجب يا يې مستحب ګرځولي، لکه: د احرام څخه د ځان د حلالولو په وخت کې د سر کلول، د تخرګونو او نامه نه لاندې د ويښتانو لرې کول، د ماشومانو سنتول، د نوکانو اخيستل … او داسې نور


د ږيرې پرېښودل د پيغمبرانو صفت دی

مخکې مو وويل چې فطرت يعنې د پيغمبرانو سنت، الله جل جلاله فرمايي: {وإذ ابتلى إبراهيم ربه بكلمات فأتمهن} البقرة: ١٢٤

ژباړه: او هغه وخت (ياد کړه) چې کله ابراهيم عليه السلام لره خپل رب په څو کلماتو (ارشاداتو) سره امتحان کړ نو ابراهيم عليه السلام دا (ارشادات) پوره کړل (او په امتحان کښې کامياب شو).

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه ثابت دي چې هغه د دې آيت په تفسير کې ويلي: «هغه کلمات چې ابراهيم علیه السلام پرې آزمويل شوی هغه دغه فطرتي صفات دي».

د هارون علیه السلام په هکله هم قرآني آيات دا ښيي چې د غټې ږيرې څښتن وو، الله جل جلاله په قرآن کې موسی عليه السلام ته د هارون علیه السلام وينا داسې بيانوي: {قال يبنؤم لا تأخذ بلحيتي ولا برأسي} طه: ٩٤

ژباړه: هارون عليه السلام وويلې چې: ای زما د مور ځويه! زما ږيره او زما (د) سر (ويښتان) مه نيسه.

نو که يې ږيره خرېيلې وه، نو موسی عليه السلام به هغه له ږيرې څنګه نيوه؟!

الله جل جلاله په بل آيت کې وروسته له دې چې د ځينو پيغمبرانو نومونه ذکر کړل، چې له هغوی څخه ابراهيم او هارون علیهما السلام هم دي داسې فرمايي: {أولئك الذين هدى الله فبهداهم اقتده}  الأنعام: ٩٠

ژباړه: دغه (پيغمبران عليهم السلام) هغه کسان دي چې الله جل جلاله (ورته) هدايت کړی و، نو د دوی په هدايت پسې اقتداء وکړه (او د هغوی په څېر با عزمه اوسه).

په پورتني مبارک آيت کې الله جل جلاله خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته مخکنيو پيغمبرانو پسې د اقتداء امر کړی، چې دا امر مونږ ته هم شامل دی، ځکه پيشوا ته امر د هغه پيرويانو ته هم امر  دی.

په بل ځای کې الله جل جلاله  فرمايي: {لقد كان لكم في رسول الله أسوة حسنة} الأحزاب: ٢١

ژباړه: (ای مؤمنانو!) يقينا تاسو ته د الله جل جلاله په پيغمبر کې غوره (او ښايسته) اقتداء پرته ده.


د ږيرې پرېښودل د مؤمنانو لار ده

الله جل جلاله فرمايي: {كنتم خير أمة أخرجت للناس} آل عمران: ١١٠

ژباړه: (ای مؤمنانو!) تاسو (داسې) بهتر امت ياست چې د خلکو (د ګټې) له پاره (ميدان ته) راويستلی شوی.

بل ځای کې فرمايي: {واتبع سبيل من أناب إليّ} لقمان: ١٥

ژباړه: ته د هغه چا پيروي وکړه چې مونږ ته رجوع کوي (او تا سمې لارې ته دعوتوي).

رسول کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (خير الناس قرني, ثم الذين يلونهم, ثم الذين يلونهم) [متفق عليه]

ژباړه: «تر ټولو غوره خلک زما د زمانې والا دي، بيا چې له هغوی وروسته دي، بيا چې له هغوی وروسته دي».

همدارنګه فرمايي: (عليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين من بعدي, عضو عليها بالنواجذ, وإياكم ومحدثات الأمور، فإن كل محدثة بدعة) [صحيح]

ژباړه: «په تاسو زما د سنتو تابعداري، او زما نه وروسته د خلفاء راشدينو د کړنو تابعداري لازمه ده، منګولې پرې خښې کړئ، او له هغه څه نه ځان وساتئ چې په اسلام کې نوي را پيدا شوي، ځکه دا ټول نوي را پيدا شوي څيزونه له بدعاتو څخه دي».

د خلفاې کرامو او نورو صحابه وو او تابعینو به هلکه ثابت دي چې دا ټول د غټو ږيرو څښتنان ول، د ابو بکر رضی الله عنه په هکله راځي چې (د ګڼې ږيرې څښتن وو) د عمر رضی الله عنه په هکله راځي چې (د ډېرې ږيرې څښتن وو) د عثمان رضی الله عنه په هکله راځي چې (د غټې ږيرې څښتن وو) او د علي رضی الله عنه په هکله راځي چې (د پلنې ږيرې څښتن وو، چې د مخ دواړه اړخونه يې پټ کړي وه). نو دغه کسان د ټولو علماوو په اجماع چې د امت بهترین او پوه خلک دي، او له دوی نه په مرتبه کې وروسته نور صحابه او تابعين دي، هغه ريښتني مجاهدين چې د کسرا او قيصر ماڼۍ يې فتحه کړې، او ټول مشرق او مغرب ورته سر ټيټ کړی وو، په دوی ټولو کې ږيره خروونکی نه وو( )، او که د اسلامي تاريخ پاڼې يوه يوه وګورو نو د سپيڅلو امامانو او ريښتينې مشرانو څخه به يو هم پيدا نکړو چې ږيره يې کلوله، بلکې دغې ګمراهۍ هغه وخت مسلمانانو ته سرايت پيداکړ او ځينو مسلمانانو په ځانو عملي کړ چې کله کفارو زمونږ په هېوادونو يرغل وکړ، او له هغوی سره مو اړيکي پيدا شوې، او یا ځينې مسلمانان کفري ملکونو  ته لاړل، او ذهنونه يې هلته کفارو يرغل لاندې کړل، او خپل نيکو اسلافو لار څخه يې سرغړونه وکړه، او د غیر مسلمو لار يې سل پر سله تعقيب کړه، او د يهود او نصاراوو په لارو يې سر شول، او کټ مټ يې له هغوی سره ځانونه یو شان کړل.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( )  د الله د مؤمنو بندګانو له دعاء څخه دا هم وه (واجعلنا للمتقين إماماً) ځینو علماوو د دې آيت په تفسير کې ويلي دي، «مونږ د مخکينو په لار روان کړه، تر څو د دې جوګه شو چې له مونږ نه وروسته خلک زمونږ په لار روان شي» او د سلفو له يوه څخه هم ثابت نه دي چې ږيره يې کله کړي وي، ځکه دا د هغوی په نزد ناروا ول، او که چيرې دې کې خير وو نو له مونږ نه به هغوی ورمخکې شوي ول، ځکه هغو د خير له صفاتو او کارونو څخه هيڅ نه دې پريښي،  امام ابن حزم رحمه الله په خپل کتاب (مراتب الاجماع) کې وايي: «علماوو اتفاق کړی چې د ټولې ږيرې کلول مثله ده، او ناروا عمل دی» او امام ابن تيمية رحمه الله وايي: «صحيحو احاديثو ته په پام سره د ږيرې کلول حرام دي، او هيچا ندي روا کړي».

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب