د ډیمکراسۍ تعریف
د ډیمکراسي لفظ له (۲) پخواني یوناني کلمو څخه جوړ دی ، یوه کلمه (ډیموس) بله کلمه (کراسي) چی د ترکیب معنٰی یې د اولس واک یا د اولس حاکمیت ، خلاصه یې داده چی د خلګو له خوا د خلګو په لاس او د خلګو لپاره د أکثریت په شکل کی له هره دیني، ایماني او عقیدتي قید او بند څخه خلاص پوره ترسره کیږي .
دیمکراسي أساساً د سیکولریزم پر بنسټ ولاړه ده سیکولران وایې : چي دین باید د ژوند، نظام، سیاست، سلطنت، ریاست، او پاچاهي په چارو کي هیڅ نقش ونلري، دین یوازي څو لمونځونه او عبادت دی ، نور په دین پوری د سیاست تعلق نسته ، حِل حرمت ، جواز نه جواز ، ښه او بد دا د پارلمان وظیفه ده .
په دیمکراسي نظامونو کی د قانون طراح او مصدر عقل دی نه الهي وحي او شریعت ، په دیمکراسي کی هر هغه څه ته ښه ویل کیږي چی د خلکو عقل یې ښه وګڼي او هر هغه څه ته بد ویل کیږي چی د خلګو عقل یې بد وګڼي .
مثلاً شراب ، زنا او لواطت چی د انسان عقل یې أسباب د نشاط بولي او أدا د شهواتو په راځي دا ښه دي ، لیکن روژه چی عقل یې ښه نه بولي د بدن ضعف په راځي دا ښه نه ده “وقِس علیٰ هذا”.
د دغسي ښیګړو په فام کی نیولو سره قوانین او قواعد جوړیږي ، په دیمکراسي کی أعلیٰ حاکمیت د اولس حق ګڼل کیږي او په اسلام کي د اللّه جل جلاله حق دی ، په دیمکراسي کی د بشر د مشکلاتو د حل او فصل لپاره قوانین د بشر لخوا د عقل پر بنا جوړیږي ، په اسلام کی به د اسلام د قانون په مقابل کی هیڅ قانون نه جوړیږي او نه به د اسلام قانون پارلمان ته د تصویب لپاره یا د رد لپاره پیښیږي او که داسي وسي نو بیا به پارلمان ته د اللّه جل جلاله پر حکم د تفوق او فوقیت حیثیت ورکړ سوی وي چی دا صریح کفر دی .
په دیمکراسي کي اوله عقیده أزاده ده، که دي هر دین ته عقیده وه د هغه دین مقلد سه او دا ځکه کفر صریح دی چی په کُره زمین کی تقریباً (۱۵۰۰۰) باطل أدیان دي دا ټول أدیان په دین مقدس اسلام منسوخ دی بل دین له اسلام سوا د هغه پیروي صریح کفر ده .
خدای متعال په قرآن عظیم الشان کي فرمایې : ﴿ وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْه ُوَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴾ (سورة آل عمران آیتــ۸۵).
ژباړه : او هر څوک چي غواړي غیر له اسلامه بل دین نو له سره به ونه منل شي له ده نه ، حال داچي وې به دی په آخرت کشي له زیانکارانو (چی د اسلام د پریښودلو په سبب به تل په دوزخ کشي پاتی کیږي).
نو بل دین ته عقیده کول د اسلام دین ترک کول صریح کفر دی او دغه عقیده په دیمکراسي کی أزاده ده چي هر دین ته دی عقیده وه د هغه مقلد سه.
(جامع الرسائل صــ۲۰۵)
لیکوال : أبوالزین ”حکیم اللّٰه صابر” الحنفي