د څپې تیوري | څپه څه ته وايي؟

لنډیز:

څپه چې په عربي کې یې هجا بولي، هغه ژبنی واحد دی، چې له یو واول او یا یو واول او یو یا څو کانسوننتونو څخه منځته  راغلې وي او د خولې په یو وار خلاصېدو سره ادا شي.

په دوه ډوله ده، خلاصه څپه، تړلې څپه.

د جوړښت په لحاظ درې ډوله ده: لڼډه، اوږده، راکښلې.

د فونیمونو دشمېر له مخې یې، لڼډه څپه یو فونیم او اوږده څپه شپږ فونیمونه لري. په پښتو نظمونو کې په کیفي لحاظ او په پارسي او عربي نظمونو کې په کمي لحاظ په نظر کې نېول کېږي. دنده یې د نظمونو اندازه کول او تلل دي او هسته یې د واول د تورو څخه عبارت ده.

سریزه:

الله ج انسان ناطق حیوان پیداکړی دی. ژبه یې ورکړې، چې غږونه تولید وي او د همدې غږونو د یوځای والي څخه کلمې، ترکیبونه، جملې او کلام جوړېږي. کوم غږوته چې ژبه یې تولیدوي; په څلورو ډولونو( واول، کانسونت، سیمې واول، غبرګغږونه) باندې وېشل کېږي. واولونه هغه غږونه دي چې غږیز غړي نور ټول غږونه ددوی په مرسته تولیدوي. څپه هم په کلام کې د واولونو د اداوالي او شمېر څخه عبارت ده. یعنې څپې د واولونو څخه منځته راځي او په ویي، جمله، مسره یا بیت کې د واولونو د شمېر څخه عبارت ده. کله چې د څپې بحث منځته راځي، نو دلته کیدای شي یوه څپه یوازې له یو واول څخه منځته راشي یا له یوه واول او یو، دوه یا څو کانسونتونو څخه رامنځته شي.

څپه په نظم او نثر دواړو کې د ارزښت وړ ده. پښتو نظمونه چې د کیفي وزن د څپیز خجیز وزن په اساس منځته راځي د تول او تال واحد یې څپه ده. حج چې عروضي عنصر دی، په پښتو نظمونو کې ستره وڼډه لري او د هر رکن په یوه څپه واقع کېږي. کله چې د لمړي رکن په هره څپه حج واقع شو، بیا په نورو رکنونو کې هم په همدې ډول واقع کېږي. یعنې خجنې څپې د خجنو او ناخجنې څپې د ناخجنو څپو په مقابل کې راوړل کېږي. د پښتو ژبې په نظمونو کې د څپې کیفي خوا او د عربي ژبې په نظمونو کې یې کمي خوا په نظر کې نېول کېږي.

کلیدي کلمات:

څپه، تیوري، واول، حج، رکن، وزن، ډول، بیت

د مسئلې طرحه:‌

هر لېکوال او څېړونکی، چې کله په کومه برخه کې د څه لیکلو نیت کوي، لومړی د اړونده برخې په اړه فکر کوي او یو کلي انځور طرحه کوي. وروسته له هغې په اړونده برخه کار پیلوي، چې موږ هم په همدې ترتیب د کلي انځور څخه وروسته ترخپلې وسې د الله ج په مرسته د څپې اړوند یوڅه معلومات په دې مقاله کې راوړي دي.

ارزښت:

ددې مقالې ارزښت په دې کې دی، چې څپه سره د ډولونو او اړوندو برخو او همدارنګه په پښتو او عربي اشعارو کې د استعمال تر برېده مسایل په کې په پراخ ډول راوړل شوي دي.

پوښتنې:

څپه څه شی ده؟

کوم ډولونه لري؟

جوړښت یې څنګه دی؟

له کوم وخت څخه یې په اړه نظریات موجود دي؟

په پښتو او عربي نظمونو کې یې استعمال څنګه دی؟

دنده یې څه ده؟

 

د څېړنې موخي:

د څپې اړوند هراړخیز معلومات وړاندې کول یې اساسي موخه ده.

 تاریخي پس منظر:

مخکې له دې مقالې څخه د څپې اړوند په کومه مقاله کې، زما د معلوماتو له مخې جامع او هراړخیز معلومات نه دي وړاندې شوي. ځینې مقالې چې ما ولوستلې، سرسري یا ابتدایي معلومات پکې وړاندې شوی و.

د څېړنې ډول او میتود:

د څېړنې ډول یې کتابتوني او میتود یې تشریحي دی.

 

د څپې تیوري:

١ – دانتیکي (لرغونې تیوري) لرغونې زمانې راهیسې داسې نظریې شته چې هجا د واول غږ په واسطه جوړېږي، په دې معنا چې په یوې کلمې کې د واول غږونو شمېر څومره وي هجاوې به پکې په هماغه شمېر وي.

دانتیکي اصطلاح د لرغوني یوناني او لاتیني پیر څخه عبارت ده.

٢ – د سا ایستلو تیوري: دغه تیوري د ” میرګل“ ، ” ستورم“ او نورو پوهانو د تیورۍ په نوم یادېږي، ددغې تیورۍ په واسطه هجا د غږونو هغې ډلې ته ویل کېږي چې په یوه وار سا ایستلو له خولې وځي.

 ٣ – د غړو د شخوالي تیوري: دغه تیوري د فرانسوي لینګولیست ګرامون په واسطه منځته راغلې ده، غږیز جهاز د خپل فعالیت په وخت کې داسې ډول بڼه غوره کوي چې ځینې غړي یې ډېر شخېږي او ځینې نور یې لږ.

٤ – د سونوروي تیوري، چې د مشهور ډنمارکي پوه والیسپرین لخوا منځته راغلې وايي: هجا د جګو او ټیټو اوازونو درلودونکو عناصرو څخه یوه جوړه شوې غږیزه ټوټه ده د همدې اساس له مخې ضروري ده چې په هېجا کې د زیات جګ اواز او ټيټ اواز درلودونکو عنصرونو یو له بله توپیر او وپېژندل شي.

٥ – انیسیوف : د هجا ډولونه د لغاتو په بېلابېلو ډولونو او د کلام په اجزاوو کې په مفصل ډول ترڅېړنې لاندې نیولي دي.

٦ – د فزیک له نظره(acoustics ا ) : هجا د وینا اوازییزه ټوټه ده چې یو غږ پکې د زیات دروندوالي له امله له مخکې او وروسته ګاوڼډیو غږونو څخه جلاکېږي، واولي غږونه چې زیات اواز لرونکي دي په عمومي ډول هجایي غږونه ګڼل کېږي.

څپه (هجا – سېلاب):

– څپه: عربي هجأ، انگرېزيsyllable ، لاتين syllaba، يوناني syllabē

څپه هغه ژبنی واحد دی چې له یوه خپلواک یا د یوه خپلواک او یو یا څو ناخپلواکو غږونو له یوځای والي څخه منځته راځي. لکه : د (ابا) په کلمه کې چې لومړی(ا) واول د یوې څپې او (با) یې د دویمې څپې حیثیت لري.

یا څپه هغه ژبنی یون دی، چې د خولې په یو وار خلاصېدو سره ادا کېږي.

په څپه کې تر ټولو مهم توک خپلواک غږ دی چې پرته له خپلواک غږ څخه څپه نه جوړېږي د مثال په ډول: د شخوند(xwandŠ) کلمه چې یو واول لري او پنځه بېواک غږونه او په یو وار له خولې څخه راوځي او په پښتو کې ترټلو اوږده ترینه څپه ګڼل کېږي. هېره دې نه وي چې په یوې کلمې کې څپه د واولونو د شمېر له مخې حسابېږي.

د څپې ډولونه: څپه پر دوه ډوله ده:

۱ – تړلې څپه: مخکې مو وویل چې څپه له یوه واول او یو یا څو کانسوننټونو څخه جوړه شوې وي ، نو پر دې اساس څپې کله په خپلواک او کله هم په بېواک غږ پای ته رسېدلې وي. هغه څپې چې په بېواک غږ پای ته رسېدلې هغه څپې ته تړلې څپه وايي ؛ لکه: (لمر) چې د (ر) په بېواک غږ پای ته رسېدلې نو دې څپې ته تړلې څپه وايي.

۲ – ازاده څپه:هغې څپې ته ويل کېږي چې په خپلواک غږ پای ته رسېدلې وي.  ؛لکه : ( زه) ( ته) دواړه څپې په خپلواکو غږونو پای ته رسېدلي دي دغه څپو ته ازادې څپې وايي.

د جوړښت په لحاظ څپه:

د جوړښت په لحاظ څپه په درې ډوله ده.

لڼډه څپه: هغه څپه ده چې یو واول او یو بېواک اواز ولري.

لکه: به، ته، زه او داسې نور.

اوږده څپه: هغه څپه ده، چې یو واول او دوه بېواک اوازونه ولري.

لکه: بر، سر……

راکښلې څپه: هغه څپه ده، چې له یو واول او څو بېواکو اوازونو څخه جوړه وي.

لکه: درد، مرګ، خوند…..

د څپې هسته : واول یا خپلواک اواز د څپې هسته جوړوي.

د څپې دنده: اساسي دنده یې د نظمونو اندازه کول دي.

د څپې څومره ييز والی يا د فونیمونو د شمېر له مخې څپه

 که څه هم د څپې څومره والی (لنډوالی او اوږدوالی) په پښتو کې، نه له ژبني او نه له شعري پلوه کوم څرنگيز (کيفي) ارزښت لري، خو د دې لپاره يې تر ويېنې لاندې نيسو،چې وښيو، ولې پښتو شعر له عربي- پارسي عروضي (متريک) سېستم او کچ ومېچ سره نه، بلکې له څپيز- خجيز (سېلابو تونيک) هغه سره اړخ لگوي، په داسې حال کې چې په عربي او پارسي شعر کې د څپې څومره والی د تول و تال له پلوه څرنگيز ارزښت او اغېز لري.

– يو غږيزه (يو فونيمي) څپه چې له يوه خپلواک(واوېل) څخه رغېدلې وي.

لکه: ابا – دا ابا په کلمه کې (ا) یو څپه ده چې له یو فونیم څخه رغېدلې ده.

– دوه غږيزه (دوه فونيمي) څپه، چې له يوه خپلواکغږ (واوېل) او يوه بېواکغږ (کنسوننټ) څخه جوړه وي، مانيزه، لکه زه ،ته ، آس، ته،  هو، څو، .. يا د يوه ويي دننه (زياتره بې مانا)، لکه: کو- ټه (کوټه)، دې- ره (دېره)، رو-ز-نه (روزنه).

– درې غږيزه څپه چې له يوه خپلواک او دوو بېواکو څخه جوړه وي او د يووستوي ويي په توگه مانا هم درلودای شي، لکه: کور، خور، مور، تره، ور (war)، سر (sar)، لر (lar)، بر (bar)، لور، لار، تېر، هېر، وير، وېړ، هېښ، پېښ، اند، لاس، پښه…، د بېلښتي او يا تړښتي وييونو دننه (مانانيزه يا نامانيزه)، لکه: بر- مل (برمل)، مرس-تون (مرستون)، روغ- تون، تره- گر (ترهگر)، بن- سټ-پال (بنسټپال)؛ يا له يوه خپلواک، يو بېواک او يوه نيمواک څخه يې رغښت موندلی وي، لکه: نيا، بيا، ياد، يون،  دوه، دوې، يا د يوه بېلښتي يا تړښتي ويي دننه، لکه: پوه- يال (پوهيال)، پو-هن- وال (پوهنوال)، پو- هن- مل (پوهنمل)، اور-له-گيت (اورلگيت)، اور-لو-به (اورلوبه)، بي-دي-بي-ديا (بيدي بيديا).

– څلورغږيزه څپه چې له يوه خپلواک او درو بېواکو، يا دوو بېواکو او يوه نيمواکه رامنځته شوې وي. ياد يووستوي ويي په توگه جلا کارول کېږي، لکه: ورځ، ورخ، څرخ، بړاس، وياړ، پلار، ورور، ترور، نږور، نشت، خيشت، لوند، ړوند، څورب، خوله،  غوږ،غوړ، خوږ ( xw∂ğ)، خور، لواړ، ځوړ، خوړ، کلک، پوست، ناست، تاند، واند، ورون، وران، ړنگ،  پوست.

– پېنځغږيزه څپه چې له څلورو بېواکو يا درو بېواک او يوه نيمواک څخه د يوه زړي (خپلواک) په ملتيا رغېدلې وي، مانا دا چې د پاسنيو درو ډولو غوندې په دې څپه کې هم يو خپلواک اړين دی او يو نيمواک يوازې د يوه غږ په توگه پکې برخه اخېستای شي ، که نه شتوالی يې اړين نه دی. بېلگې يې، په ازاد ډول همېشه د يووستوي يا بېلښتي (اشتقاقي) ويي په توگه راځي، لکه: خوند (xwand)، ژوند، گوند، دروند، غبرگ، کولپ، کورت، کوړم، گوټ، غوړچ، غوړپ، شخول، ملاست، ځغاست،  ولاند (مرده شو)، څښاند، ږمنځ (له منځني يا غلجايي وينگ سره)، وريځ ياخوړين (له شمالختيز وينگ سره)، ندرور، لمونځ.

– شپږ غږيزه څپه د پښتو ژبې اوږده ترينه څپه ده چې تر اوسه يې د يوې بېلگې څرک لگېدلی او هغه شخوند (šxwand) ويی دی. په دې توگه په پښتو کې کوشنيترينه يا لنډ ترينه(يوغږيزه، يوفونيمي) او لويترينه يا اوږدترينه يې شپږ غږيزه يا شپږ فونيمي څپه ده او تر کوم ځايه چې راته څرگنده ده، د څلورغږيزې او پېنځغږيزې په گډون شپږغږيزه څپه خو په هېڅ يوه آرياني او بيا آريايي ژبه کې نه موندل کېږي او د هندو اروپايي کورنۍ پر کچ يې،  ښايي په روسي او بله کومه سلاوي ژبه کې تر شپږ غږيزې هم د اوږدې څپې څرک ولگېدای شي.

په نظمي او شعري کالبونو کې د څپې ونډه:

زموږ زیاتره ژبپوهان څپه د عروضي توکو برخه ګڼي چې په اصل کې داسې نه ده. څپه نه د عروضي توکو کومه ځانګړنه لري او نه هم کوم مانیز ارزښت لري.  اصلي او اساسي دنده يې د پښتو نظمونو اندازه کول دي ، ځکه چې د پښتو ژبې د نظم سیستم څپيز خجیز دی. په دې اند علامه حبیبي لیکي: « پښتو اشعار لکه نور پخواني اریایي شعرونو د هجا په حساب وو، د ویدا او اوستا او نورو پخواني پهلوي کتابو ټول اشعار هجايي وزن لري.» د حبیبي له نظره پښتو شعرونه پر څپو تقطېع او وېشل کېږي، موزون او ناموزون یې سره بېلېږي، خو دا هم اړین برېښي چې خج هم په پام کې ونیول شي. د پښتو د نظم یوه قاعده ده چې باید د یوه بیت د دواړو مسرو وزن سره مساوي وي او دا وزن یوازې او یوازې د څپې په وسیله اندازه کیږي. د پښتو نظم په هرو څلورو څپو کې چې یو رکن کېږي په یوه څپه (اوله، دویمه، درېیمه او یا څلورمه) باندې حج واقع کېږي. په دغو څلورو څپو کې یې یوه خجنه او درې نورې ناخجنې وي. د پښتو په دېواني نظمونو کې هر بیت د رکنونو د شمېر له مخې څلور رکني، شپږ رکني او اته رکني جوړښت لري. ووړ بیت یې څوارلس څپیز او لوی بیت یې دوه دېرش څپیز جوړښت لري.

 

توره چې تېرېږي خو ګوزار لره کنه
زلفې چې ولول شي خو خپل یار لره کنه

تو ره چې تې رې ږي خو ګو زار ل ره ک نه
زل فې چې ول ول شي نو خپل یار ل ره ک نه

د پورتني بیت دواړه مسرې د وزن په لحاظ دیارلس دیارلس څپې دي چې دواړه مسرې په وزن کې سره برابرې دي. څرنګه چې مخکې مو هم یادونه کړې وه چې پښتو شعر څپیز – خجیز دی نو پورته بیت کې د هر رکن په اوله څپه حج واقع شوی دی. په پښتو دیواني اشعاروکې که چېرې حج د یو رکن په اوله څپه راغی نو په ټولو رکنونو کې به حج په اوله څپه راځي یعنې د وزن په برابرولو کې به خجنه څپه د خجنې او ناخجنه څپه د ناخجنې په مقابل کې راځي. د پښتو په ولسي ادبیاتو کې ترټولو مشهور فورم چې ټول یې پېژني هغه لنډۍ ده. لنډۍ هم ځانته ځانګړی وزن لري چې لومړۍ مسره یې لنډه نهه څپې او دویمه مسره یې اوږده دیارلس څپې لري . په پښتو کې یوازې لنډۍ دي چې د وزن د مساوي‌والي په لحاظ برابرې نه دي خو دا شکل ثابت دی چې د لنډۍ یوه مسره به لنډه او دویمه اوږده وي؛ لکه:

تر دې کږې پګړۍ دې جار شم
تړلې تا ده کږه زه له خیاله ځمه

 

په پښتو او عربي شعر کې د څپییز وزن پرتلنه:‌

د عربي اشعارو توازن د کمي یا څومره ییز وزن په اساس سرته رسېږي، هلته څرنګوالی (کیفیت) په نظر کې نه نېول کېږي، په بنسټیز ډول د عربي ژبې په وزنونو کې کمي تله کارول کېږي نه کیفي.

مګر د پښتو ژبې د اشعارو د توازن لپاره کیفي تله کارول کېږي نه کمي یا څومرییزه.

درویش درانی لیکي: ( په پښتو کې (سفر) او ( سرور) د وزن له مخې برابرې دوې کلمې دي خو د عربي عروضو په تله کې چې یې سره واچوو نو په وزن کې به یې توپیر راشي. ځکه چې د سفر ( س، فر) په لومړي سیلاب کې له یو حرکت سره یو حرف راغلی دی خو له سرور( سر، ور) په لومړي سیلاب کې سر کې له حرکت سره دوه توري راغلي دي. د تورو د شمېر دغه توپیر عربي نه شي زغملای ځکه چې په عربي عروضو کې څومره والی یا کیفیت ارزښت لري او په پښتو کې کیفیت)

نو په پایله کې ویلاشو چې د عربي اشعارو تول په کمي وزن ترسره کېږي، یعنې څپې باید په حروفو کې هم سره برابرې وي، که یوه څپه له څلورو تورو څخه جوړوي نو په مقابل کې چې یې کومه څپه راځي هغه هم باید څلور توري ولري. بلخوا پښتو اشعار په کیفي وزن تلل کېي یعنې د حروفو مساوات او اڼډول په نظر کې نه نیسي صرف څپې ته اعتبار دی نه د حروفو تعداد ته.

بل توپیر یې سیلابو تونیک وزن دی. سیلابوتونیک چې د کیفي وزن یو ډول دی، اصطلاح یې له دوو یوناني کلمو( سیلاب، تونوس) ( خج، څپه) څخه جوړه شوې ده، ددغه ډول وزن بنسټ په حج او څپه دواړو ولاړوي. سیلابوتونیک سیستم په پښتو، روسي، انګلیسي، الماني او ځینو نور ژبو کې کارول کېږي. یعنې د پښتو شعر سیلابوتونیک وزن لرونکی دی، چې د هر رکن یوه څپه یې خجنه وي.

مثال

څو وانه خلې له غلیمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه ارام

پورته بیت د سیلابوتونیک وزن په اساس برابر دی د هرنیم بیتي د رکنونو په اولو څپو حج واقع شوی دی.

زیبا په نم چشمان لري عشاق سحر
شبنم لري زېبا د ګل اوراق سحر

مستفعلن   مستفعلن   مستفعلن
مستفعلن  مستفعلن   مستفعلن

پورته بیت د عربي عروضو د کمي وزن په اساس برابر دی او هره مسره یې درې رکنه او درویشت حروف لري.

وزن: د څپو منظم تکرار او د هغوي ترمنځ ټاکلې فاصلې ته وزن وایي.

کمي یا څومره ییز وزن: هغه وزن دی چې څپې پکې د کمیت له مخې په نظر کې نېول کېږي.

کیفي وزن: دا هغه وزن دی چې څپې پکې په کیفي لحاظ په نظر کې نېول کېږي.

غونډ (رکن Foot)

د پښتو په ولسي او دېواني نظمونو کې د یوې مسرۍ هغه برخه ده چې له څلورو څپو څخه رغیدلای وي. په دغو څلورو څپو کې یې یوه خجنه او درې نورې ناخجنې وي. د پښتو په دېواني نظمونو کې هر بیت د رکنونو د شمېر له مخې څلور رکني، شپږ رکني او اته رکني جوړښت لري. ووړ بیت یې څوارلس څپیز او لوی بیت یې دوه دېرش څپیز جوړښت لري.

پایله:

د څپې اړوند مو په دې مقاله کې سریزه، د څپې په اړه تیوريانې، څپه، د څپې ډولونه، د جوړښت په لحاظ څپه، د فونیمونو د شمېر په لحاظ څپه، دڅپې هسته، د څپې دندې، په نظمي او شعري کالبونو کې د څپې په وڼډې، په عربي او پښتو شعر کې د څپو استعمال او پرتلنه، وزن، د وزن ډولونه، رکن او ځینې نورې خواوې راوړل شوي دي. هڅه شوې ده ترڅو د څپې اړوند لوستونکو ته جامع او هراړخیز معلومات په لاس ورکړل شي.

 

ماخذونه:‌

١- خویشکی، محمدصابر.(١٣٩٢) پښتوغږپوهنه او وييپوهنه. مومندخپرندویې ټولنې تخنیکي څانګه.

٢ – زیار، مجاوراحمد. ( ١٣٨٩ ل)پښتو بدلمېچ. دانش خپرندویه ټولنه.

٣ – شیرزاد، محمداقا. ( ١٣٩٧ ل) پښتو ګرامر(مورفولوژي). نویسا خپرندویه ټولنه.

٤ – لودین، دولت محمد.( ١٣٩٥ ل) د عمومي ژبپوهنې مسایل. ادبي بهیر جلالکوټ.

٥ – همکار، محمد ابراهیم. ( ١٣٩٨ ل) وزن پوهنه. د همکار خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګه.

لیکنه:‌ پوهنیار امیرزاده همت

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب