د ځان پاکو له لارې د جراثیمو لېږدول!

که دا ګومان کوئ چې د تشنابونو مخه، د پخلنځي زیرمتون، او دېته ورته ځایونه یوازې او یوازې د جراثیمو مراکز دي، او دا مو ذهن منلې وي، چې د ځان پاک او لاس پاک له لارې به ځان له جراثیمو بچ او محفوظ وساتئ، دا به مو تېروتنه وي.

ځکه یوې څېړنې دا ثابته کړې چې ځان پاکونو کې دومره جراثیم موجود وي چې د انسان له کاروونکو شیانو څخه یې کچه څو وارې زیاته ده.

د امریکاېی څېړونکو له خوا ترسره شوې څېړنه کې راغلي چې دوه عمده لاملونه ددې باعث کیږي چې ځان پاکونه دې له ځانه سره په دومره ستر مقدار کې جراثیم وساتي او هغه په لاندې ډول دي:

۱:ـ زیاتره وخت ځان پاکونه نمجن او لانده وي چې همدغه لوندوالی او رطوبت په خپله د بکټېریا د نشو نما له پاره لاره هواروي، او خوندي ځای ورته برابروي.

۲:ـ دوهم لامل یې داده چې زیاتره وخت د غه ځان پاکونه په نسبتا ناپاکو ځایونو کې ځړول شوي وي لکه: په تشناب کې یا د پخلنځي ترمخه او دېته ورته نورو ګرم موسمه او تولیدوونکو مواد لرونکو ځایونو کې.

د امریکا په اریزونا پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه دا ښيي چې د پخلنځي لاس پاک له پاره ټکوهل شوی کوټ بند کې د جراثیمو د شته والي نسبت ٪۸۹ سلنه ښودل شوې، او په ځان پاک کې بیا دغه سلنه ٪۲۵.۶ ښودل شوې، د کوم لامله چې څېړونکو د یوه ځان پاک کارول له یوې څخه د زیاتو موخو له پاره وه نه کارول شي.

اوس کول څه په کار دي؟ آیا ځان پاک او لاس پاک کارول باید یو مخ پرېږدو؟

د همدې له پاره کارپوهان لارښودنه کوي چې که غواړئ هم له جراثیمو ځان خوندي وساتئ او هم د ځان پاک له آسانتیا څخه برخمن شئ، نو لاندې کرښو ته باید پام وکړئ:

  • ځان پاک له استعمال نه وروسته تروچولو وړاندې استعمال نه کړئ.
  • استعمال شوي ځان پاکونه له وچولو وړاندې سره یوځای مه جمع کوئ.
  • کم له کمه باید په اونۍ کې یوځل ځان پاک ومینځل شي، په ګرمو اوبو چې د حرارت درجه یې تر۹۰ سلنې کمه نه وي.
  • د مینځلو وخت کې باید هڅه وشي چې د مېکروب ضد مایعات(لکه تېزاب وغیره) هم وکارول شي.
  • د ځان پاک، لاس پاک، د کار لاس پاک او هرې موخې له پاره کارېدونکي لاس پاک له پاره باید جلا جلا کوټ بندونه وکارول شي.

په ځانګړې توګه نن سبا په داسې حال کې ساري ناروغۍ مخ په زیاتېدو دي، دا به ډېره اړینه وي چې پورته لارښوونو ته پام وکړی شي، ترڅو ځان او ټولنه له آسانتیاوو برخمن او له ناروغیو بچ وساتو./کلیم الله صادق

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب